د هرات د غوڼډي په نامه کنفرانس د تاجکستان دوشنبې ښار کې

مولوي حسام الدين حسام

514
د هرات د غوڼډي په نامه کنفرانس د تاجکستان دوشنبې ښار کي ترسره شوه.
د ولس په استازيتوب تورن اسماعیل خان او رنګین دادفر سپنتا غونډه رابللي وه.
د هيواد او ولس لپاره د غونډې ګډونوالو ډيري په زړه پورې ويناوي، طرحې او وړانديزونه د مطبوعاتو سره شريک کړه.
خو ترټولو جالبه يې دا وه چې نه د هرات د زلزلې د شهيدانو او زخمیانو يادونه وشوه، نه تعذيت، ختم، او نه فاتحه واخیستل شوه، او نه کوم ګډونوال د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې ټټر وټپوی.
اوس پوښتنه دا ده چې دا خلک د کوم هیواد او ولس استازي دي؟
په کومو سترګو د افغانستان د خلکو څخه خپل د ملاتړ غوښتنه کوي؟
وايې د تورن اسماعیل خان څخه يوي بوډۍ ښځې پوښتنه کړي وه چې فرانسه ښه ځای که جنت؟
نوموړی په ډيري غوصي ورته ويلي وه چې توبه وباسۀ ګناهګاره شوي د جنت تشبيه دې د فرانسې سره ورکړه؟
بوډۍ ښځې ورته ويلي وه چې جنت ښه ځای دی ولي دې خپل زوی فرانسې ته واستوی، او زما زوی دې جنت ته؟
اوس هم دوی خپل زامن فرانسې ته ليږلي د غريبانو زامن جنګ ته هڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.