د دریو روزل شوو نسلونو فرار

آزادخان افغان

244
د یو انسان روزل له وړکتونه ترپوهنتونه داسې آسانه کار نه دی. کلونه غواړي، لوی مصارف غواړي او د فامیل او دولت لخوا ډیر ډیر زحمت غواړي. ددې ټولو مصارفو، زحماتو او اوږدو کلونو د کار هدف او امید داوي چې د همدې روزل شوو ځوانانو انرژي، پوهه او استعداد بیا د خپل فامیل، ټولنې او هیواد په خدمت کې په کار ولویږي. مګر فاجعه هغه وخت وي چې یو بدبخته هیواد بیا همدا د کلونو روزل شوي ځوانه انرژي، استعداد او پوهه د سترګو په رپ کې او په یوه شپه کې له لاسه ورکړي. ممکن افغانستان به پدې برخه کې د نورې نړۍ په کچه بدبخترین هیواد وي، ځکه چې مونږ تراوسه درې نسله چې هماغسې د اوږدو کلونو په زحمت او مصارفو روزل شوي وو یو په بل پسې له لاسه ورکړل.
یو وار یو پوره روزل شوي او په ملي ګټو هوډمن نسل د کمونستانو ظلم او ناپوهي فرار ته مجبوره کړل او په پردیو هیوادونو کې د تل لپاره خپاره شول. بیا د هماغه کمونستانو په کلونو کې پوره یو بل نسل په ښونځیو، پوهنځیو او نورو علمي مؤسسو کې وروزل شول، مګر دا ټول بیا په یوه شپه کې د جهادي ډلو وحشي توپان پسې واخیستل او تر ملکونو تیر کړل. چې کله په هغو وحشي جهادیانو پسې طالبان راغلل، نو د طالب د جهالت له لاسه یو ډیر کم کسان چې لا پاته وو هغه هم ورپسې ووتل.
خصوصاً چې د جمهوریت په اوږدو کلونو کې مونږ د ډیرو پیسو، متخصصینو او کافي وخت امکان په لاس کې درلود، نو د ژوند په هره برخه کې او د تعلیم په هر مسلک کې تاریخي کار وشو چې په زرګونه لوستي او مسلکي کسان په هر مسلک کې د دکتورا تر درجې پورې وروزل شول. متأسفانه چې د سترګو په رپ کې او په یوه شپه کې مو په زرګونه، حتی لکونه لوستي ځوانان له لاسه ورکړل. فکر کوم چې د افغانستان په تاریخ کې دا به تر ټولو لویه او بدترینه فاجعه وي چې دا هیواد ورسره مخامخ شوی چې یو په بل پسې پوه او روزل شوي نسلونه داسې په آساني سره له لاسه ورکوي. د لسیزو په اوږدو کې د روزل شوو نسلونو داسې له لاسه ورکول بدترینه فاجعه ده چې جبران یې ناممکن دی.
یو هیواد یوازې په عصري علومو د روزل شوو ځوانانو په مټ او فکر جوړیدای شي او بس، نه په ملایانو. د ملایانو ځای معلوم دی چې هغه جمات دی او دیني مراسم دي او بس، نه سیاست، تخنیک، طب، تکنالوجي، ساینس او انجینري.
دا چې د طالب ځینې مشران وایي چې کار دِ باید اهل کار ته وسپارل شي، دوی باید لومړی د ځانه سره دروغ او منافقت ونکړي او حداقل د ځانه سره دِ رښتیا ووایي. دوی دِ په اول قدم کې خپل ځان په آئینه کې وویني، چې آیا دی پخپله په رښتیا هم د هماغه مقام یا وظیفې اهل کار دی؟ که ځواب (نه) وو، نو له ځانه د پیل کړي او لومړی د خپل مقام یو واقعي اهل کار ته وسپاري، بیا کولای شي چې په ډیر جرئت او په لوړ آواز بیانونه ورکړي. زه همدغو د طالب مشرانو ته وایم چې لږ دِ پدې وطن زړه وخوږوي او نور دِ لوستي ځوانان فرار ته او د پردیو مزدوریو ته نه مجبوروي. د نجونو او هلکانو ځوان نسل ته دِ د تحصیل امکانات برابر کړي او دوی ته دا ذهنیت او باور ورکړي چې پدې وطن کې کار یوازې پوه او لوستو مسلکي کسانو ته کار سپارل کیږي، نه ناپوه او نا لوستو توپکوالو ته.
وطن یوازې په ملایانو نه جوړیږي، بلکه د تباهي خواته ځي.
فکر وکړئ!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.