ماته اوس هم

ن. لکڼوال

389
ماته اوس هم ښه په ياد دي
تا به ووغوښتې ګورګورې
ما به تکنډه غرمه کې
پورې غرنه ټوله ولې
ماته اوس هم ښه په ياد دي
زمالاس کي به شپېلۍ وه
ما به جګه کړه سندره
ستا به خوښه غرنۍ وه
ماته اوس هم ښه په ياد دي
چې سپوږمۍ سره دې جنګ و
چې تا مخ ورته ښکاره و
دې هغې الوتی رنګ و
ماته اوس هم ښه په ياد دي
چې موسم ښه مهربان و
تا نری کميس و کړی
او نری نری باران و
ماته اوس هم ښه په ياد دي
چې تياره وه ډېوې نه وې
زموږ منځ کې سرحد ړنګ و
زموږ منځ کې کيسې نه وې
ماته اوس هم ښه په ياد دي
چي په عشق کي ښه خراب شوو
دبيلتون هغه سيلاب کې
ګينګخړو کي حساب شوو
شکر اوس هم ښه چلېږم
لا شامل يمه کاروان کې
کله کله مې یادیږې
چې يوازې وم باران کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.