( د [ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه])

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

237

 (د [ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه])

زه وايم هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو(نو) ولاړه نه يي…

او زه يې په غبرگون کې وايم، دا څه بلا غروې، ايا هغه څه چې دې له خولې او خېټې راوځي او د کاغذ يا سولگر )کمپيوټر) مخ پرې لړې، پخپله باندې پوهېږي يا دې  له خپل پير او ياد(جهل- جنگ- جنايت بانډ ) ))له بل کوم بې علم و بې منطقه انډيواله اورېدلي، که نه داهم په پټو سترگو،لکه هوايي غونډاري زما پرخوا را غوځاروې، او هسې مې ورسره گواښې او ډاروې:

(۱) ته تر اوسه په دې نه پوهېږي چې (منطق) او همداراز ژبپوهنه يوه پوهنه يا علم دی، نه نگېروړ (محسوس)،  او نه شمېروړ څيز يا توک چې يوگړی او ډېرگړی (مفرد او جمع)، په نورو ټکو، لکه نور نومونه درې اړخيز اوړون (گردان) ومومي؛

(۲) همداسې د منطق ياسولپوهنې بله  ټولۍ يا مقوله ((استدلال )) در واخله_  د عربي صرف د مزيدو افعالو په لړکې  داستفعال  له بابه_ ، بې له دې چې جاج و مانا( مفهوم ومانا) يې له کوم زدکړوال (تعليميافته) و پوښتې، که داهم ستاسې د ېې  علمه بې منطقه ځمکلاندې بانډ يو بل هوايي غونډاری دی، نه د منطق پوهنې (سولپوهنې) يوه ټولۍ، کتيگوري  يا مقوله؟ چې د دوو يا څو تنو تر منځ يوه بېلبره يا سکالو (موضوع يا مطلب) د روښانونې او زبادونې  په موخه د دک و دليل رامخته کول مانا ښندي ؛

او(۳) همداسې.. د [ډاکټر زيار د معياري پښتو تضادونه او تناقضونه]غونډ يافقره درواخله: چې همغه جاهل او مرتجع پیر دې  زما د معياري پښتو علمي او بيا ساينتېفيک ژبپوهنيز آرونه (اصول) ورسره، د (نقد) يا (کره کتنې)  په نامه نه ،  بلکې داسې  اوتې بوتې بلل کېږي  چې تاسې دواړه او نوره ډله ټپله يې کټ مټ پرلپسې بيا بيا راغبرگوئ:

(تضادونه او تناقضونه )،  د منطق علم د مترادفو مقولو اوبيا مفردو بڼو (تضاد او تناقض يا (ضدونقيض) په ځانگړي ډول، د تثنيې يا پاخه ترکيب  (ضدين و نقيضين) په بڼه يې دغه وړاندې روستوالی (تقدم و تأخر) پريوه قاعده  اوښتي دي، ځکه لمړی ټوک(جزء) يې له مانا مفهوم پلوه د دويم هومره توند و تېز  يا نه پوخلا کېدونکی نه دی، خو پر وړاندې يې  د (نقيضينو) پوخلاينه محاله ده!

د ساري په توگه دکره پښتو ليکلارې په تړاو ستاسې  د نوي لنډ اندي نوي دوديز کندهاري پښت زړه تاريخي ( روځ ) چې ان  محمد هوتک خپله غلجايي (ورځ) کارولې[نصيرالدين اندړ له غزني راغی پټه خزانه۱۶۰ مخ يا۱۰۰  او داسې نور]؛

 او تاسې د زړو کندهاري استادانو او هممهاله د نويو اکادېميکو  استادانو پرخلاف بياهم له خپلو دغو [بې سروبوله اوتو بوتو ]  تېرېدونکي نه ياست!

 ايا د بېلگې په ډول،  په  بېلابېلو ټولنيزو… يا سياسي، چارو، په نوميرلي(مشخص) ډول ، لکه په  ټولټاکنو کې( ۵٠+ا =۵۱ ) د امريکا جمهور رييس انتخاب  لپاره څوک ردولای شي!؟

 په دې لړکې د پرتليزې آرپوهنې (مقايسي اېتېمولوژۍ) يا هم (برالبه)، اخښل او بخښل د پارسي انډول(باردار= حامله) پر وړاندې  له لويه سره له فونېتيکي پلوه  د تضاد په توگه له کره ارزښته غورځېدای شي،  او  ديو تقابل (کونتراست) د پخواني دوديز هنري اړخ (تقابل) هومره، نه بلکې نن سبا يې کورټ فلسفي منځپانگه يې راخپله کړې، لکه چې وايو  دغه خاورينه انساني ټاټوبی د کونټرستونو زېږنده ده!

په دې ډول کندهار يا منځنی (غلجايي) /س/ د \ش/ پروړاندې بيا، له  پرتليز (نسبي) ډېرښت سره(نقيض) ته لوړېدای شي؛ په بله وينا، داسې چې د  پخوانيو او اوسنيو پوهانو له خوا کره وارزېږي او د/ش/ځايناستی يې کاندې!

خو، هرگوره، تاريخ ځپلی سربل (و_ته) تر رحمان، خوشال، ان تر احمدشاه ابدالي راروسته بل کلاسيک ويناوال دومره  نه دی کارولی… چې پارسي تاريخي انډول[بیابریم ـ (به) مزار= ولاړسو: (و)مزارته] چې نوې (و)گړنۍ گفتاري  پارسۍ  ان له درېمې (هق) راهيسې(به_) له لاسه ورکړی دی [خانه میریم، مزار میریم …]، ان محمد هوتک، لکه چې وويل شول، کله دا او کله هغه کاروي؛ د د/و/ غورځونې بېلگه يې هم د خپل غزل په مقطع کې کتلای شې:

محمد (ته) د اور ډک يو هسې جام را (پق۲۰۲مخ

په تاريخي کندهاري يا (سوېل لوېديزه ) ډله کې، په سرچپه ډول،  پر /ل-/ د پخوانی /ن-/ اوښتنه د لرغونوالي او ډېر والي دواړو پلوه د کره والي چانس نه لري، بېلگې يې، لکه لمسی(نمسی)، لمونځ (نمونځ)،  او  اړوندې زړې او نوې بېلگې يې رغاونې (نمنځ، نمنځنه، يا يې نور بېلنگونه (مشتقات) ، لکه نمونځغاړی،يا هم نمر پر لمر.اړونه..)؛ چې اوېستايي(مزدا) يې، هرگوره يوه استثنأ، منل کېدای شي!

راځئ د تاريخ ځپلي بانډ اويا اتيا کلنه زړه کيسه  د شهيد شفيق له خولې په گډه  واورو:

د شاهي نظام روستنی سروزير شهيد موسی شفيق چې د لمړي اکادېميک پښتني-افغاني پښت له ټولو ديني او مدني لوړو مسلکي زدکړو، ليکنو څېړنو سره سره ، زموږ  دا دبياتو او بشري علوموموپوهنځي د پښتو څانگې د صوري منطق پر استادۍ سربېره، د شعر وادب له سرلارو هم گڼل کېده، څه نا څه  اوياکاله پخوا د رنگينو او رومانتيکو څلوريزو په سريزه کې په خورا نهيلۍ يادونه کړې وه:

[پښتانه د پوهې-فرهنگ له پلوه دومره روسته پاتې دي چې يو چېرې کوم يو پکې اسمان ته وخېژي او له هغو هسکو لوړو نارې کړي:

 يه پښتنو، دادی، وگورئ، زه اسمان ته وختم!

خو دوی به ورغبرگه کړي:

خير دی، موږ  ړانده کاڼه،

خو تا لېونی دې خدای راجوړکاندې!

*              *              *

[او دا هم کومه  هېښنده  پېښه  نه وه  چې زموږ تشياليونی يا فضانورد( مومند) دې نيمه پېړۍ راروسته د (گاگارين) پليونی شي ، خو له بده مرغه مومند داسې مهال اسمان ته وخوت چې  هرو به ورته د شهيد  شفيق سپېڅلې اروا هکه پکه پاتې شوې اوسي ، ځکه هېوادوال يې پرنړيوال کچ په جهل جنايت او جنگ]  کې  لاپسې دومره  را ښکېل کړ شوي ول چې د امريکا د دفاع وزير(مېکنا مارا)  د  وسله سازۍ فابريکې ورته د توغنديو، بمونو او نورو ټولوژلو (قتل عامونو)، ځانوژلو (انتحاريو)، اوږدواتڼو او لرواټنو وسلو  درستو رغاوی  څو برابره کړی او امريکا پلوي عرب او عجم نه تش ور وپېري چې لايې  ورسره يوځای اوږه پر اوږه وکاروي هم!!؟

               *              *              *

                       [ اخځ: د شفيق په اړه د پوهاند زيار پخوانۍ ليکنه]

او دادی، د رښتينو انقلابيانو په خبره د پښتني ټولنې تاريخ په يوه لا خندنۍ (مزحکه) جوله کې يوځل بيا راغبرگېږي…

 ستاسې ډله د سود و سرمايې بلاک د پټو سترگو پليونيان ښايي، ووياست:

د سياسي ناراميو افغانستان له ۱۹۷۴م (۱۳۷۳ل) ، د ښيو او کيڼو  (کودتاوو) بنسټيز لامل يا (علت العلل) د ليوني سردار داودخان سپينه جمهوري کودتا وه چې د ډېري افغانانو، په تېره د لرو برو ملي مترقي پښتنو روښاندانو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه،  ورپسې هم د (کمونېست تره کي له خونړۍ  (غويي کودتا ) سره چې پښتانه-افغانان- او بيايې  سيمه وال او نړيوال پر پلويانو او ناپلويانو  ووېشله، [دخدای بښلي تره کي په خبره، هغه هم د آر امريکايي کودتاچي حفيظ اله امين د اجباري دېکتې (املأ)  له مخې کړې وه: کارتر ورته وژړل او برژنېف وخندل]…  لکه څنگه يې چې د هېلمند و ارغنداب پکتيا ورگون، زرملې او خوست په گډون او د ټولوژلو او ځمکوېش ( اصلاحات ارضي) او ان ان د شوروي پوځي مرستې  د راغوښتنې د فرمانونو اجباري لاسليکونه درواخله چې لمړنۍ موخه يې پخپله هماغه امريکايي اېجنټ وو!

لنډه داچې  ترڅو داود خان ځان امريکاته  سپيناوه  او له برژنېف سره يې  رسمًاشلوله،(کارتر) يې بيا وارله مخه  خپل لاسجوړی پاکستان ، تر ننه له تولو پښتني- افغاني ناخوالو سره د شوروي ناپانگوالي زبرځواک د خپلو تاريخي-سياسي او فرهنگمينو پښتني- افغاني وياړونو پرمخالف سنگر ور اړولی وو ؛ لمړنۍ بېلگه يې د چترال _اشکاشم ترمنځ د څلور زري پوځي روزنې کېمپ(کوتل سليم) وو چې (بوهټو ) سروزير) د ماوېستي تړاو له مخې د جمهوري ضد ور تښتېدلي شعله يې(درغلي اخوانی او ماوېست) کودتاچي ( احمدشاه مسعود) لپاره  رغولی وو!

 دا ځکه چې لېونی سردار له تېرې سروزيرۍ (صدارت)  راهيسې د امريکا سيال شوروي زبرځواک د پلوۍ په تور د سپينې ماڼۍ په تور لست کې راغلی او ظاهرشاه يې تر فشار لاندې د  ترلسکلن واکپېر (صدارت )روسته کورناستۍ ته اړېستلی وو!!

 او داده، نن سبا  ستاسې بېلارې، ناپوهي او بې فرهنگي تر دې بريده رسېدلي چې څنگه  يې درته په غوږو کې خپلو او پرديو درڅڅولي دي:

[توکم مو آرياني پښتون نه بلکې،  بني اسراييل (يهود)  او ژبه مو آرياني- سکه پښتو نه، بلکې عبري ده او داسې نور… که  نه ، خپلې دغه خپرې کړې اوتې بوتې ، لکه له خولې توکړې لاړې څنگه بيرته را نغرلای شې:

[هغه ډاکټري، پوهاندي، اکاډيميسني او استادي څوک په بلا وهي، چي پر علمي استدلال او منطقو(نو) ولاړه نه يي]؟ .

د دغو او داسې نورو بې سروبوله نيوکو  پر وړاندې مې د  تکړه ليکوال، شاعر او رسنوال او ديجيتال همکار، گران سميېع سېلني  سملاسي غبرگون بس وباله.

سره له دې ستا د  دايلوگي اوتو بوتو پر وړاندې  دغه  غبرگون ته اړېستم؛ هغه هم په دې نيات و نمات چې ، تر هر څه وړاندې ، د پوهې او  فرهنگ رښتينو استازيو او مينوالو ته ربړه مسأله او بيا ستاسې د بي علمه او بې منطقه ډلې ټپلې پښتني ضد   بېځايه اوازې او انگروزې لاښه ترا ډاگيزه کړم، هسې خو بې هغې هم  پرې ستاسې د کودنانو سر پرې  نه خلاصېږي او د چا خبره (اوښ ته رباب وهل دي)!

ځکه زه پوره باور لرم چې هغوی ستاسې برخلاف، دومره لوسته  (مطالعه)  لرلې  او په دغه لړکې يې لږترلږه زما روستی چاپ ((ليکلار)) تر يوځغلنده کتنې تېره کړې چې  ما  د کابل پوهنتون د ژبپوهنې مرکز په چوکاټ کې  د (فغانستان ژبپوهنې اطلس) د نړيوالې پروژې ډېرکاري غړي په توگه وار له مخه  د نورو وزلو وسيلو تر څنگه د اړوندو سيمو تيار چاپ لارښودونه او نقشې له ځان سره گرځولې او وار له مخه راته جوتېده چې کومه سيمه يا گړدود څومره استوگن لري… او ته ورته اښتنې پوښتنې راغبرگوې:

د کوم سند يا کتيبې له مخې، ليکم چې څوک څومره دي او يا هغه او دغه گړدودي توکي لرغوني دي  او بيا ولې د ډېري پروړاندې کروالی  له لاسه ورکوي؟

او تر ټولو ورانپوهاوی (سوء تفاهم) داچې ما د ژبني ساينس له گردو تيوريکي او پرکتيکي او گڼو ماورايي  څانگو خرانگو سره سره د[پښتو  ژبو او ادبياتو د خپرونو  او وږمې مهالنۍ] له ادرسه  هماغه دوديز   استادان خپل پخواني پوهنځي ته راسره بلنه منله او کېناستل  يې په گډ ه يې راسره ه د يوې يوازنۍکره پښتو ليکلارې  آرونه (اصول) هوکړه کول…،[ د استاد حبيبي په مشرۍ روستنۍ غونډه: د ۱۳۵۶ل د زيري اونيزې لمړۍ گڼه…]

داتورتومت دې هم بېځايه دی چې گوندې ما پر استادۍ او هغې نشراتي دندې پرته کوم سرکاري واک و ځواک  درلود، بلکې هاغه شپې ورځې استاد حبيبي د داودخان جمهوريت د اطلاتو او فرهنگ وزارت   مشرسلاکار (مشاور) وو، همدا راز استاد بېنوا، تر مولانا خادم او … يوهم پرکور ناست نه وو!

ته مې وژنه، د قصاص اندېښنه مه کړه ،

په بدل کې به دې ونيسم يو بل څوک! (ستر خوشال)

*              *              *

گرانو پوهيالو او  فرهنگيالو  دوستانو

غواړم،لمړی درته د گران سېلنې په گره بره غبرگون پسې څه ناڅه خپلې وېړې (مفصلې)  شننې سپړنې وړاندې کړم او هممهاله در سره د دغه  وفادار زدکړيال   دغه يادښتونه هم درسره شريک کړم) چې ليکي:

[ زه استادزيار د اړوند پوهنځي  له شاگردۍ راهيسې پېژنم، يو څواړخيز ژبپوهاند د هېواد اوچم گاونډ پر کچ (سطحه) د لوېديزې اروپا له ارت و بيرت او لوړترين تحصيلي سېستمه په گټه اخستنه د ساينتېفيکې ژبپوهنې اوآريانپوهنې د لمړني او يوازني استازي په توگه خپل پوهنځي ته راستون شوی او دا څه له پاسه شپېته کاله ، تر ټولو  وړاندې  دخپلې مورنۍ -پلرنۍ اود  هېواد په اساسي قانون کې د ((لمړنۍ ملي- رسمي)) پښتو د ودې وش او سرڅڼې په موخه له نوي څېړندود سره پر زرگونو رسنيزو ليکنو، ژباړنو سربېره  تر اتيا سلو لوستليکي (درسي کتابونه) کښلي او چاپ کړي؛ او په دغه لړ کې  يې درسره  شريکوم… هن که سردې په نه خلاصېږي او يا  گړسره نه غواړې پوه شې، [ علم [وڅه ته وایی، يا ژبه په دې ارزي چې  هره اړونده اښتنه پوښنته، لکه اساسي قانون (گرامر او کره يا ستاندرد ليکنۍ-ادبي او علمی- فرهنگي)   بڼه ورکړشي؟]

گران او لوراند سمييع سېلنی د یوې کره ليکلارې د  نيم پېړييزو معياري  غورځنگ د مخکښ ملگري  دغو  څرگندونو ته مو رابولم:

[زه د استاد زيار د غبرگون په ملاتړکې وايم  چې د نړۍ پر کچ دهندواروپايي کورنۍ او بيا لږترلږه پر افغاني کچ له لاس پر لستوڼي دويمې ملي، خو لاسبرې ، (دري پارسۍ) سره د  مثبتې ملي سيالۍ  په موخه له بېشمېره  سيمييزو او ټبريزو گړدودونو څخه د[ يوې- يوازنۍ کره  او ادبي پښتو ليکلارې او اړوند څلورگوني وييپانگيز (لغوي) غورځنگ] چې تراوسه يې له پښويي، رغاونيز او څلورگونې -وييپانگيزې پراختيا له پلوه بېسارې برياوې يا له پارسۍ ټکي پر ټکي راژباړلی ( لاسته راوړنې!) يې د پوهې- فرهنگ رښتيني استازي پرکار اچوي او  د استاد د سيده او ناسيده لارښودونو له مخې يې پخپله هم په رغاونه کې برخه اخلي، يايې لږترلږه راوړانديزوي، تازه بېلگې يې لکه د اونۍ ورځو نومونه( پيلنۍ يونۍ، دونۍ…)، د افغان بي سيم کمپيوټر ساينس له څه ناڅه يو ميليوني نومَونو (اصطلاگانو) څخه يې د استاد آصَف صميم په ملتيا  په يومياشتني مهالپېرکې مټې درې زره ورغولې او پر دې سربېره يې  هم د پښتو لوستکتابونو لړۍ د کابل پوهنتون پر کچ چې ددوکتور نجيب اله په واکمنۍ کې يې رسمي بڼه ورکړ شوه، د اقتصاد پوهنځي له استاد پوهندوی رؤف خپلواک او د ننگرهار طب پوهنځي استاد پوهاند شېرزاد رسمي ژباړلو پښتو لوستکتابونو لمړۍ بېلگې در پر گوته کولای شم…

که نه د لمړني اکادميک پښتني پښت  استاد الهام او هم تاريخپوهاند  استادحسن کاکړ په خبره[له زيار پرته  پښتنې يا پارسيوانې ابۍ بل څوک گړسره زېږولی نه دی؛ که نه څنگه به يې د پښتو او پښتنو تاريخ  له اساطيرالاولين او دوديزو  روايتونو څخه ساينتېفيک ډگرته راکښلای شو!!؟

[پښتو او پښتانه اړوندې سريزې]

گران ليکوال او رسنوال سميع سېلني زموږ دغورځنگ د ډېرکاري  ملگري په توگه د بې سروبوله لړۍ پيلامه دولس کاله وړاندې د اړوند ځانپلورلي تش په نامه  ليکوال (هارون خیل) له اخواني نامه ((تشعشعي)) سره ناسيده زموږ د يوې کره پښتو ليکلارې د غورځنگ ارزونې په پلمه زما پر ادرس کښلې وه، او موږ  د غبرگون جوگه ځکه نه وه گڼلی چې  د پوهنڅانگيز او (علمي-مسلکي) پلوه  راسره دخبرو اترو سيال مو نه بلل کېده او بيا لاچې د يو مرموز يا (ځمکلاندې بنسټپالې پښتني-افغاني ضد ((سازمان)) وږم و توږم ځنې راته)؛  سره له دې يې  بيا هم پر اوسني بېنومه ((لاروي  او راوي)) دسېکولرېستۍ  پر ادعا تېروتم  او ځان مې ورسره په جوال کې واچاوه ، هغه هم د  ژبني ساينس د داسې ځانتنۍ ملي-علمي ربړې( مسألې د شننې په موخه مې داښتنو پوښتنو جوگه کړ؛  هرگوره، په دغه ترڅ کې مې د ده د تاريخ ځپلې جوماتي او مدرسه يې (صرف و نحو) له ادرسه داسې ماويلو او تاويلو ته را ورسوله!

ماخپلو زدکړيالانو ته سر له پنځوسمې لمريزې لسيزې په لمړنيو لکچرونوکې  ور اورولي ول او راروسته مې د اړوندو لوست کتابونو د  سريزو-يادښتونو په  ترڅ کې ورچاپ کړي دي!

  هسې خو ما  د وسمهالي سراسري علمي څېړندود يا طرزتحقيق(مېتودولوژۍ) او په دې لړ کې د ژبني علومو له رغنده ټوکونو(اجزای متشکله)څخه گڼل کېږي چې هره نوې او غوره

 د زرگونو رسنيز- ديجيتلي ليکنو څېړنو تر څنگ يې کتابي بېلگې د پسرغښتي سانتېفيکې ژبپوهنې له پښويې، غږپوهنې، آرپوهنې، ماناپوهنې،گړنپوهنې، وييپوهنې+ ويرغاونې، ليکلارې… او نورو تيوريکي نښيرونو رانيولې؛ بيا تر پښتو بدلمېچ، ليکلارې، سبکپوهنې، له سايتېفيک- ژبپوهنيز زباد سره د پښتو او پښتنو تر تاريخي شاهکار او تر رېکارد کچې د نورو  پنډو پېړو پرکتيکي چاپ او ناچاپو اثارو پورې رسولي دي!

ما، نه تش دوديز پوهان، بلکې دلمړي اکادميک پښت او بيا له يوې نيمې استثنأ سره د شوروي اوامريکايي پوهنتونو  تش په نامه وږی تږی ژبپوه هم دخپلوخبرو او استدلالو جوگه نه دی  بللی، په تېره له هغې راروسته  چې د استاد مورگنستيرن مشرځايناستي د لندن پوهنتون آريانپوهنې مشر ((سېنيرانگرېز پښتو پوهاند شاگرد دېويد مېکنزي يې اړوند لنډ تنگ ډاکتري تېزس[ناخجن اړيکوييکي(حروف ربط))،کمزوري نومځري  (متصل ضميرونه] : [چې، مې، يې… ]  هغه هم په خپل شيوکيوال گړدود  دفاع کړی،د ډاکترۍ وړ ونه گاڼه، په داسې اکر کې لکه چې گران سېلني ياده کړه ، ما د لوېديزې اروپا د رسمي پوهنتونونو له  لوړترين پوهنتوني سېستم سره  د يوې ژبپوهنې ډېگري نه، بلکې  تر اتو- لسو  څانگو خرانگو او ماورأی پوهنو سره يې ، نن سبا لکه (طبي علوم) (ژبني علوم) ټرم راخپل کړی دی!

هو کې، که  نومياليو  دوديزو استادانو د دارالعلومونو پر کچ خپلې لوړترينې ديني-عربي زدکړو له لارې  خپله  ملي پښتو  لږ ترلږه  په هماغه دوديزه ژبپوهنه او مېتود پخپله د عربي او بيا پارسي  ژبې سياله کړې وه او دويم ځوان اکادميک پښتني پښت ته يې لاره هواره کړې، خو تاسې د پنډ غالو په لنډو تنگو مدرسه يي زدکړو ((خپله ژبه )) له عربېزمه بلهار کړې ده ؛ د استاد بېنوا په خبره چې عربي او پارسي ټکی يې خولوته ورځي ، پښتو دا نه کاروي! هممهاله زه  دا منښته(اعتراف) کوم چې د ډېرو سولېدلو اښتنو پوښتنو په ورغبرگولو سره مې خپل او ستاسې درنو دوستانو او پاڼوچلونکو گرانبيه  وخت  دهغو په لوستلو او خپرولو هسې بېځايه تالا ترغۍ کړ؛   دغه  کودنه او جنگ -جهل او جنايت ځپلې ډله خو بې له هغې، ژبپوهنه، او  لا له دې ناخبره چې ژبې انسان  د تمدن پړاو ته راگډ کړی او له منځه تگ  سره  يې  له سره بيرته بدويت او جهالت ته ورستنېږي…!

پوهيالو او فرهنگيالو دوستانو!

تاسې ډېرو ته پته ده چې زموږ  دافغاني او  او په ځانگړ ې توگه د پښتني ټولنې  بشپړتيايي بهير (سير تکاملي) پر  په ټوليزه توگه د (ټولنوټيزې بېخبنايي

۰(اجتماعي- اقتصادي زيربنا) رښتياينه مومي او پښتني دا په هغه ډله کې راځي چې د ژبني- ادبي

 مخبنا  پر بنسسټ رامنځته کېږي، په بله وينا:

يوه- يوازنۍ کره ادبي پښتو

د يوې- يوازنۍ پښتني ټولنې او ملت رغاونې لمړنۍ بنسټ ډبره ده

له ځانځاني سيمييز+ ټبريز (اکر وکره) لنگوېستيکي سيالۍ او برابرۍ په موخه پښتني ټولنې بشپړتيايي(پړاو) ته له ځانځاني سيمييز+ ټبريز  (لوړ والی) دی:

هغه تېره  درې پېړييزه مخينه يا تاريخچه به پرځای پرېږدو چې پرمختللو اروپايي خپلوانو ټولنو يا هېوادونو، ان د نژدې آريانې تربرې پارسي خپلوانې په گډون، خپلې معياري ژبې  د بېلابېلو گړدودونو په استازۍ هماغه يوشمېر د ټولنوټيز(اجتماعي-اقتصادي) او سياسي-فرهنگي  ځانگړتياوو سره   د پلازمېنو گړدودونه په يوه شاهي يا جمهوري  فرمان سره معياري گړدودونه، په نورو ټکو، معياري ژبې ټاکلې دي؛ هرگوره، لږو ډېر ونجونه بدلونونه له اړوندو لارښودونو اوبيا بېلابېلې  ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې، وييرغاونې لوستکتابونه… يې اکادميو او نورو بنسټونو ته ورپرېښې دي.

 دا هېرول په کار نه دي،  چې په هغه  ورته اروپايي مهالپېر(بُرهۀ زماني)، يانې  (۱۷۹-۱۷۳۵م) کلن  وياړلی هوتکي واکپېر ، د استاد مورگنستيرن په خبره  د پښتني-افغاني ټولنې (رنساس) يوه وړنده کابو يا فرصت وو، په تېره بيا د شاه حسين هوتکي په ځلان و روښان فرهنگي پېر کې  چې د  پارسي دربارونو په سيالۍ يې  د خپل مهال ليکوال او شاعران راټول کړي ول او  تلياد فرهنگيال ((محمد هوتک))  يې د پټې خزانې د کښنې لپاره گومارلی وو، کولای شول، په يو فرمان سره د دواړو سترو ِ ( غلجي او دراني) گړدودو يو گډ گړدودي غورچاڼ د سراسري معياري گړدود،  په بله وينا سراسري، (معياري پښتو)  په توگه هوکې کاندې؛ د دود او منښت شونتيا يې هم کومه ربړه ستونزه ځکه نه درلوده چې د زاړه او په تېره منځني يا کلاسيک ادبي پېر ويناوالو يې لا وار له مخه ېيلامه رانښلولې، او په طبيعي ډول  هم هغه مهال  لا د پښتني ټولنې پراختيايي او پرمختيايي بهير نه دومره پرمخ  تللی او نه يې ورسره ژبه  پر دومره سيمه ييزو او ټبريزو گړدودونو وېشل شوې  وه!

خو له بده مرغه  هغه  زرين تاريخي چانس مو په برخه نه شو،  او  په دې ترڅ کې نن سبا  د نومهالې ژبپوهنې ساينتېفيک آرونه (پرنسيپونه) رامنځته شول، نو دنورو پرمختيايي او بيا پر خپله شيند پر شيند ټبريزه (قبايلي)  پښتني  ټولنې ته يې  له يوه انقلابي وزمه غورځنگ پرته، د چا خبره بې له خيبره بله لار راپاتې نه ده؛  او ان  هغه احمد شاهي (قبايلي) کونفدراسيون هم بيرته تالا ترغۍ شو چې د ټولواکمنۍ يا اېمپراتورۍ د سوبمنيو (فتوحاتو)  په اوږدو کې يې څو څو ټبرونه سره پر يوه گډ سنگر راغونډول، او بيا يې گډ ښاري ژوند ته راهڅول چې نوی ((احمدشاهي) ښار يې غوره بېلگه وه؛

داسې چې له  مخځمکواکي (قبل فيوډالي)  او  ځمکواکي (فيوډالي) ژوند و ژواکه پانگوالي پړاو ته  د پښتني ټولنې ورلوړولو بريالۍ هڅې  يې هغه پلازمېنه وه چې د سراسري آوېجې (قلمرو) او بيا د لوی افغانستان پر کچ يوه بېسارې مخبېلگه گڼل شوې ده، ان تر کابله او پېښوره وړاندې يې د امير شېرعليخان، امان اله خان  او ورپسې نادرشاهي -ظاهر شاهي واک پېر له ((پښتني استبلېشمنت )) سره يې اقتصادي-سوداگري کاروبارونه او ان فابريکې درواخله!

 استاد پوهاند رحيم الهام  چې د (ختيځ-ختيز يا لوېديځ-لوېديز) يانې د اسمونو او صفتونو توپير د همده له نوښتونو بلل کېږي، له  لږوډېر مارکسېستی  ټولنپوهنې تر اغېز لاندې لوستی وو، د پښتو لپاره  زما او ملگرو هاندو هڅې په دې پلمه راننگولې:

(( پرېږدئ چې  پښتني ټولنه د نورو ټولنو په څېر پانگوالي پړاو ته لوړتيا ومومي، پښتو هم ورسره يووالي او کره والي ته ورسي))!

او ما داسې ورغبرگه کړه:

(( هماغسې چې نن سبا ښونه روزنه او د جهاني تمدن  نورې ښکارندې (پديدې) را باندې د زمانې جبر منلې او راتپلې دي، دغسې  يې هممهاله ورسره ژبه هم د يوې وسيلې په توگه، د يووالي او کره والي لپاره زازو ټاکلي  ژبپوهنيز آرونه ارادي او جبري پرکاراچول په کار دي، که نه تربره  معياري پارسي ژبه يې نوره هم پسې ترگونډو لاندې کوي)) !

 اوس راځو، دې ربړې ستونزې ته چې که  وغواړو ونه غواړو، نن سبا لا وار له مخه ورته ژبپوهنې ټوليز او سراسري ساينتېفيک  نارمولونه په يو  پروسېجر کې  راوډلي (تدوين کړي) دي ، کټ مټ لکه  دولتي اساسي قوانين چې سرغړاوی ځنې ټاکلې سزاوې لري!

  په دې لړ کې د بلې هرې ژبې غوندې پښتو هم په دغه لړ کې  يو گوښې  اساسي قانون لري چې هغه يې پښويه يا گرامر دی:  هرگوره،پوره کره ډول  يې هماغه دی لکه څنگه چې ابراهم لېنکن يو ايډيال دېموکراتيک اساسي قانون راپېژندلی او  وړاندې کړی دی:

 [From the People ,By  the People, for the  People]

په دومره توپيرچې:

د يوسم سهي او کره  علمي گرامر اومه توکي د ژبپوهانو يا گړدود پوهانو له خوا له وگړو راخستل کېږي، او د ژبپوهاند يا  ژبپوهانو له خوارغول کېږي او تر هر چا لمړی د ښونيزو پازوالانو (مسولانو) ليکوالو، رسنوالو، او د پوهې فرهنگ گردو لارويانو په واک کې ورکول کېږي  چې د سرغړاوي  جزا يې د اړوندو  رښتينوڅانگپوهو (علمي-مسلکي) کره کتونکو (نقادانو) پر غاړه ده، نه د بې مسلکو او ځانپلورلو(تشعشعيانو) پر غاړه ، له دولتي اساسي قانون سره  يې توپير داچې (گرامر ) د پارلمان پرځای د اړوند ژبپوهاند يا ژبپوهانو له خوا  پر بېلابېلو زدکړيزو (سکول گرامرونو) او تيوريک- اکادميکو  بڼو يا ويرژنونو رغول کېږي.

گرامري او رغاونيزه سپما  او وييپانگيزه پراختيا د دوو لاملونو زېږنده ده:

(لمړی) د شلمې پېړۍ له پيله چې د (رغښتي يا سټرکچرال) ژبپوهنې پلار(فرانسي ژبي سويسي فردیناند دې سوسور) له خوا ډاگيزه شوې وه چې هېڅ يوه  ژبه هم له گردو وړو او لويو پيلامونو يا علامو (سېمبولو) سره سره  په ټوله مانا د اړوندې ژبنۍ ټولنې گردې ذهني او رواني غوښتنې او اړتياوې  په بشپړډول نه شي انگازولای يا انعکاسولای؛ که څه هم ترڅنگ يې نورې ناغږيزې مرستيالې ژبې، لکه:  اشاري ژبه (ساين لنگوېج) او پژني يا د  بدني خوځښتونو  ژبه ( باډي لنگوېج) تر پوځي وزلو وسيلو پورې کارول کېږي_ داسې چې تر غږيزې دې يې  زرگونه کاله وړاندې  شتون او دود لرلی دی خوبياهم آره غږيزه انساني ژبه   شل دېرش زره کاله پخوا رامنځته شوې چې همدغه  مهالپېر د انساني  مدنيت پيلامه  گڼل کېږي!

 بېنومه تشعشعي  مريد يا شاگرد او  او د پټو سترگو نوي کندهاري پښت نورو لنډاندي يوه درفشاني داه ده چې  د کره ليکنۍ اوخلکو  ژبې توپير نه کوئ ، او په لړکې انگرېزان بيا با کلتوره  بولي دي  او ژبه یې هم  د پوهې او ادب ژبه ده،  په داسي چټي، بې گټي او بې ځايه شيانو هيڅکله خپل ارزښتناک وخت نه ابته کيي، يانې  نه اساسي قانون(گرامر) او ورسرتړلي ليکني يووالي او نورې اړينې ژبپوهنيزې  مسألې له پامه غورځونگ د اړوندې گړېدونکې ټولنې له ښېگڼو څخه  گڼل کېږي او بېلگه يې خو که د خپلې ژبې په تړاو دا بې بندوباري د لوړ کولتور ښکارندويه گڼي، ولې يې داهېره کړې ده (  انگرېزي د ربع مسکون يا د نړۍ د  ښکېلاک و زبېښاک او اپارتايد ژبه ده)،  دی تر اوسه  له دې هم خبر نه دی چې زه د هېواد، سيمې  او ان درستې نړۍ پر کچ زما ترخدای بښلو استادانو په تېره ستر نارويژي استاد مورگنستيرن پرته چې د پښتو او بيا د گردو څه له پاسه پېنځوسو افغاني ژبو پلار بلل شوی ، او زه پر خپل وار د دغومره ژبپوهنيزو نښيرونو(اثارو) او زرگونو رسنيزو ليکنو له پلوه، هغه هم په څلورگونو (پښتو-پارسي- الماني او انگليسی ژبو) د رېکارډ څښتن کېدلای، که نه يې باوروې،  لرو برو پښتو ژبيو او له اروپايي ترافغاني پوهنتونو او همداراز مې دجرمني او انگرېزي نامي پوهنتونونو نيم پېړييزه استادي لا پرځای پرېږده ؛ لوړترينه دوکتورا او تقريضونه دې لا راچليپا کړي دي!

تا  ځانته يوه ښه پلمه پيداکړې  چې زما  پر [يوه-يوازنۍ کره ليکنۍ پښتو] دې سر نه خلاصېږي او له دې ناخبره پاتې يې چې ما  د آريانپوهانو د۲۵ مې کانگرې له پرېکړې او هوکړې سره سم او بيا يې په لارښونه د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پروژې  د يوه مخکښ په توگه د پارسي او نورو لږکيو ژبو تر څنگ د پښتو ژبې گړدودونه له اسلام کلا تر اسلام اباد او له بولانه تر واخانه ډېری پښتو گړدودونه په نړيواله ابېڅې کښلي، ثبت کړي  او ورسره ورسره د ويونکو شمېر مې  له اړوندو دولتي ادارو ترلاسه کړي دي…  بيا اړوند ټيم  د شپږکلن بورس جوگه کړی يم او بيا مې د اطلس د  پراسس مشر پروفېسر ژارژ ردار  د سويس برن پوهنتون د ټوليزې  ژبپوهنې او هندو آرياني ژبپوهنې په نامه د امريکا او شوروي  يو اړخيز زدکړيزسېستم   پرځای د لوېديزې اروپا له څو اړخيز هغه برخمن شوی يم چې د استادانو او زدکړيانو پر وبله همکارۍ يا تبادله ټيکاو لري له الماني او انگرېزي ژبو او څه ناڅه د  فرانسي استادانو  لکچرونه مې سهلای شول  خو د  اېټالي او اسپاني استادانو هغو په تړاو به مې د سويسي ټولگيوالو له الماني نوټونو څخه گټه اخستله!

د  کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو او بيا پښتو څانگې لپاره د نويو تيوريکي لوست ليکيو(درسي کتابونو) ، پښويې، وييپوهنې او ويرغاونې، غږپوهنې، ادبپوهنې، شعرپوهنې، ليکلارې، سبکپوهنې، آرپوهنې (اتمولوجۍ)، ماناپوهنې، او تر گردو ستر تاريخي نښير ((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې د نوو ساينتېفيکو (فارمولونو) په کارونگ سره ما کښلی دی…

خو له بده مرغه د يو شمېر وتليو اسيستانتانو په لړ کې مې له  ( پوهنوال بايزيد اڅک) پرته، کوم بل  زما د  ځايناستۍ جوگه شوی په دی چې له اڅک پرته شاهي او جمهوري  چارواکو کوم سکالرشېپ يا فيلوشېپ ورباندې  نه دی لورولی او ده هم  تر استادۍ د انجوگانو لاره غوره انگېرلې وه!

 د (غږ) لرغونوالی د دروگونوغوري پښتني ټبرونو؛ فيروزکوهيانو، (تايمنيانو، چې ځانونه کاکړ بولي: – ما کاکريم) ، (غخ)، لکه په (غخکش= ) کې، د يوې فولکلوري کيسې  اتل د چغوهونکي) په مانا،  دغه راز په پاميري  ساکي خپلوانو ژبو کې (غژغويی)  بله بېلگه ده چې پارسيوان  يې(غژگاو) بولي!

شوغنيان، لکه نور پاميري ساکي خپلوان مو (ژ)  له يپتلي پلرنۍ ژبې راخپل کړی، خپله ژبه ژوغني بولي،  لکه څنگه يې چې و د منځنۍ  يا غلجايي پښتو گړدودي ډلې غوندې يې ښ //

–  توپير او نه التباس،په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او گرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت ورکول کېږي چې له نورو معياري امرليو (منتخبو) توكو سره يې توپير وشي، په بله وينا، د التباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكو تر منځ توپير او نه التباس يو ژبنى آر او قانون گڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له (سوځل) سره يې ټكر راځي، د ننگرهار شينواري وايی: (غنم وسول، و نه سول) – لمړی سول د (سوختن) او دويم دا د (شدن) په مانا همدارنگه کندهارۍ يا سوېل- لوېديز گړدودي ډلې د کره منلو شويو فونېتيکي او ليکدودي تاريخي ډلو سيورى – سورى ، پسور- سور، خپور – خور … در واخله چې  په  څلرمه (شمال ختيزه گړدودي ډله کې) يې بېځايه غورځن (حذف) مانيز  او جوليز( لفظي ياليکدودي)  ټکر رامنځته کوي!

– دويوالى (باقاعده گي)، دا مانا چې له بېلابېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، نه لكه دا دوى (قاعده) چې – زور(- a)  په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توگه په پام كې ونيول شي او ډېرگړې يې هم د- ې، بلکې (- e)پر  (-ي) ورواړوي. پايله يې داچې، يو ځانته دويمه پښتو پښويه رامنځته کاندې؛ په بله وينا، د نورو دروگونو گړدودي ډلو پر وړاندې يوه دويمه سوېل-لوېديزه يا كندهاري پښتو يو بل اساسي قانون(پښويه)  راخپله کړي او گړسره يوه دويمه ليک ژبه راورغوي،  کټ مټ،  لکه ناروېژي چې څو کاله مخکې پر دوه غبرگو  شمالي او سوېلي… ((ناروېژيو)) سره ووېشل شوه:

خجن خپلواك (واوېل) پايله /a/ _ پر\ ə \واړول شي او ə بيا پر فتحهa او داپر(يi)،لکه په ښځ- ə او (ښځي) کې  .
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان يې زورکی /ə/ د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناخجنۍ له كبله پر(ئ= yəy)اړوي او بيا يې ډېرگړى هم د _ɪi پرځاى پر _yəy پاى ته رسوي او داسې نور.

زما دغه نوميرنگ (تشخيص) يا برسېرونگ (کشف) ختيځپوهانو له فرانسي شارل کيفر او  انگرېز پښتو پوه دېويد مېکنزي نيولې تر امريکايي هربرت پنزل پورې چې څه له پاسه نيمه پېړۍ پخوا يې د کندهارۍ پښتو پښويه کښلې او استاد الهام پر پښتو را ژباړلې او راروسته  د پښتو او پارسي چکي خجپوهاند (برېچکا) يو ستر نوښت رارزولی دی ؛ مانايې داچې کندهارۍ پښتو گړدودي  ډله  د ځانتنۍخجپوهنې له کبله (۷)گوني  کره خپلواک (واوېل )دوه گرايه يانې (۱۴) ته رسوي- همداسې نرينه نومونه درواخله، لکه پياوړی، غښتلی… پر  (يياوړئ، غښتلئ) ، راغلئ دئ… د نورو درېگونونو گږدودي پښتو ډلو پرخلاف!

 ما د استاد ش. رشاد د پوښتنې په غبرگون کې نيمه پېړۍ پخوا د کندهاري، نه سراسري سوېل لوېديزې گړدودي ډلې د دغې ځانتنۍ خجپوهنې پېښې يوازنۍ ساری يا مثال په  پارسي ژبه کې  ور پر گوته کړی وو:

هغه داچې له نه اټکلېدونکي مهالپېر راهيسې تنکيري (ی)، ارتباطي هغې ورته وينگ(ي)  راخپل کړی دی[استاد بېنوا د يو هېلمندي په توگه  ناکره پېښه بللې ده او د برابرۍ له مخې يې د لندن پوهنتون د آريانپوهنې او بيا پښتو برخې استاد مېکنزي ورته  ټکري  غونډلې راخستې دي او هغه د يوې گرداني ټولگې دننه دويم له کمزوری نومځری سره د دويم او درېیم وگړي تر منځه گرامري او مانيز ټکر دی: ته راغلي او دوی راغلي

ستا لويه تېر وتنه او ورانپوهاوی دا دی چې گوندې دغه  معياري  آرونه او پرو سېجرونه ما رامنځته کړي او هغه هم له خپله ځانه  د (يوې- يوازنۍ- کره ليکنۍ پښتو) لپاره، همداراز که  تا د  ژبپوهنې او بيا ساينتېفيکي پسرغښتي ژبپوهنې يوه ابېڅې هومره لوستی وای، انگرېزان به دې  په دې دک ودليل ((مهذب)) نه بللای چې  گوندې د خپلې ژبې د آرو معيار خيال دومره نه ساتي او تايې هم په پېښو  خپلسرې پښتو راخستې، له (کيي، نکيي…)؟هماغه خبره شوه چې له ولسه زه راغلم او له نرخه ته خبريې؟

ما لږ ترلږه ستا د منگ(عمر) نيمايي هومره په انگرېزي، په تېره برېتش پوهنتونو کې ښونه(تدريس) کړی ، په ډېرو نړيوالو کنفرانسونو، ناستو غونډو، مرکو کې مې برخه اخستې ، ليکنې څېړنې او شعرونه مې پکې ليکلي او خپاره کړي دي، خو هماغسې چې له سياست او ماس ميډا پلوه  د امريکنۍ انگليسي معيار او ليکدود پر وړاندې يوگام نه پرشاکېږي ؛ ان  که په کانکور کې يو شاگرد د [programme] – پرځای امريکنی ليکدود  [program]وليکي، ناکامېږي!

او ته دا سفسطه رامخته کوې،  گرامري لنډيزونه په سترگو کې راننه باسې چې  لمړی په(و)گړنۍ ژبه کې رامنځته شوي او هله يې د ژبپوهانو او سيندکښانو ورته ليکنی رسميت وربښلی، همدا راز يې  سايلنټ (چوپ)  گرافيمونه يا توري  درواخله چې د گډې مېډل جرمن  ميراث په توگه يې هسې ليکي او وايي نه، خو جرمني مشره خور يې پکې  دالفبايي اوليکدودي ريفورم په موخه ادلون بدلون راوستی او له اړتيا سره سم  يې پرلپسې  راولي- لمړی يې د رسالو يا پمفلېټو په بڼه خپروي او  روسته يې وار پر وار يوځايي لويو سيندو او سمندرو ته سپاري؛ دغه راز ريفورمونه له انگرېزۍ او فرانسۍ پرته، په نورو اروپايي، لاتيني او ژرماني دواړو ژبنيو ډلو کې يو همېشنی دود گرځېدلی دی!

دا به هم  ستا تر ژبنۍ پوهې  يا افاقي پوهې پورته وي چې د همدغو ټولمنلو معياري آرونو  پر بنسټ  د الماني، انگريزي يا بلې اروپايی خپلوانې يا لږتر لږه آرياني ژبې، لکه پارسي  له گڼو ټبريزو او سيمييزو گړدودو په تېره دروگونو ايراني -افغاني تش په نامه (دري) او تاجيکي څخه څنگه يوه داسې يوازنۍ کره علمي او فرهنگي پارسي  رامنځته شوې ده؟

په فرانسي پارلمان کې د  انگرېزي وارداتو پروړاندې بېخرته شخړې خو لا پرځای پرېږده ، هغه هم له دې لامله چې په کلاسيک يا منځني پېر کې يې دومره لاتين پانگه راخپله کړې چې خپله آره ژرمانيکه  هغه يې په زکات کې هم نه راځي، دا راخپلونې (اقتباس) د بېلگې په توگه يې (-سيون) روستاړی پر (-شن)روستاړي وراړولې، لکه (نېشن) پر(ناسيون) او داسې نور!

– سپما، د لنډون  د يه څېرمه ډول په توگه دامانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام او گونگوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دوو ته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه ده، اتو يا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډگر كې د يوه مطلب څو څو رازه څـرگندول له سپما څخه سرغړاوى نه گڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بديعي رنگارنگۍ منځته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هممانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك گڼي. سپما په كړاوړون (فعلي گردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلابيلو گړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل كېږي : لكه د (پوه شوم) پرځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پرځاى (ډوډۍ وخوړل شوه) . په ويي غونډونو، لكه: كابل پوهنتون، د (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار) … پر وړاندې . په نوېزونو كې، لكه: (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې.

– اساني او رواني،په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينگ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ … له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري . دا آر په پښتو زد كړه او ښونه كې بيا په ځانگړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو) او راكړشو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، جړه د جرړه ؛ درون – درانه د دروند – درانده پر وړاندې جې ناتېر مهال گرداني سټه يې ؛ ځکه په نورو نژدې خپلوانو او ان  ناخپلوانو ژبو کې له لويه سره په/ن-/ پسې (-د) او (-گ) هسې د  موسقيت لپاره ور سرباري کېږي، لکه: چمن+د، روښان+د(روښاند) يا په کړنومونو کې د کندهارخواته: ليکن+گ، خوړن+گ،  (من) د پښتو، پارسۍ او نورو  په گډون له آره  همداسې  وو او پارسۍ پر (- مند) راواړاوه)

 د ننگرهار او پېښور لا څه  چې مخکښته درستې شمال ختيزې گړدودي ډلې (موږ ) هله پر(مونږ ) راړولی  چې وينگ يې  (مونگ) شوی_ داچې  د نوي سراسري سپمايي معياري  قانون پر بنسټ هغه درسته ډله د (ښول)  په بېلگه ځينې لنډيړونه را خپل کړي، يوه جلا خبره ده!

– لرغونوالى،په دې جاج چې د وييزو او گرامري وارينټونو په لړکې هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېر وي، لكه: (ځمكه) د (مځكه)، (پارسي زمين او هندي جماکه). (ولاړم) د (لاړم) يا (لاړشوم)پر وړاندې. دا چې له نجل – نجن، نجلۍ – نجنۍ، زما – د ما، زموږ – دموږ، ستا – د تا او د ستاسې – د تاسې، ژغ – جغ، جندره – ژندره، ژرنده – جرنده، نږور – نگور (نگار!)… څخه روستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د مخنيو پر خوا دى .

.[ پارسي چې ته يې د کرزي په پېښوله نازه ((دري)) بولې، ولې نه غندې چې له نوې آرياني يانې اسلامي پېرراهيسې يې عربي تر ٪۲۵ هم راکمه کړې ده او ستا تش په نامه لمړۍ ملي پښتو ،ورځ تر بلې ترگونډو لاندې کوي ،نه دفتر دېوان پېژني، نه لوړې پوهنتوني  زدکړې، ايا ته يې په طلوع او نورور تلويزيونوکې تازه تازه (نيولوجېزمونه)  ليدای او اورېدای نه شې!] که تا ته خپلې مورنۍ پښتو  تر عربي ارزښت درلودای، د هېواد دننه او بهر به دې پښتو ۲۰٪  نيولوجېزم دعربي ځايناستی کړی وای او زما له معياري پښتو به دې دومره سر نه ټکولای – له حديث او قران پرته نور عربېزم له پښتو  سره دښمني نه ده؟

 مفغنات خو ترتاسې  دواړو پير و مريده زه ډېر کاروم(ماشوم-توپير- يانې، بلکې …)ډېر کاروم، لکه: توپير، ماشوم، يانې… .

همداسې يې له مخکړياکړروستاړي(preverb) سره  د هرې بېلښتي بڼې(مشتق) يو(و) هم غورځول کېږي، لکه: کېښول، پرېښول. همداسې  له پلوي نومځريزو مخکړونو(را-در-ور) سره درواخله: راوښوه، دروښوه، وروښوه.

د (ښول)  په پرتله نور کړونه  د کړ ريښې منځتوک( زور يا زورکی) يا (theml vocal)غورځول کره راځي، لکه تر (کوَل)، (کول) يا په غږيزه بڼه تر  (kawal)، (kwal) کره بللای شو چې د شعري تول وتال له پلوه ترې  شاعر هم ښه ترا گټه اخستای شي!

هرگوره، نور هغه ډېری تېرمهالي لېږند کړونه(ماضي متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-(و) ولري، نوموړې شمال ختيزه گړدودي ډله يې پر (معدوله w) راړوي،لکه د پاسنۍ بېلگې (زېږ-ول)  غوندې: پرې-کول غورځ-ول،  ني-ول، ځغل-ول، پاڅ-ول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه[ له نومونو رغول شوي کړونه: ويپوهنه  مخ۱۵۶] تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې (فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي؛ خو سرچپه د پارسي (بود) انډول (وو) پر. يو(و) د(وو) د (بودند (ول)  انډولول، د خدای بښلې  پښتو ټولنې له ناسمو پاتوړو څخه ده؛ همداسې  د ډېری نومونو په سرکې د(الف-) او(و-)۰بېځايه کارونگ  درروا خله، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: اوربل، وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله: روسته، روستاړی (وروسته،وروستاړی)، ړوند د (وړوند)، ودرول- ودرېدل، کښل-کاږل (وکښل_وکاږل) او نوردرواخله!

ځکه لنډون د هرې کره ادبي ژبې  يو بنيادي آر و معيار دی، نو موږ هماغه لنډ گړدودي ځېل (وارينټ) تر هغې معياري ارزوو چې مانيز او هم ليکدودي ټکر رامنځته نه کړي، لکه کندهاری لمړی(نه لومړی)، خو نه کچنی د کوچني يا لا کره(کوشني)  پرځای چې مانيز ټکر پېښوي [د پښتو دنژدې سکه يا سکايي ترور ژبې باختري ژبې د ټولواکمن يا شهنشاه، کنېشکا په نامه کې] چې د اعظم صاحب په وينا زياتره کندهاريان (کوشنی) وايي؛ د سوېلي پښتونخوا له خورا لږکۍ استثنأ سره  له بولانه  د ژوب افغاني گومل او وزيرستان تر گډ بريد (گلکڅه) پورې او  همداسې له (ش) سره ادا کوي!

(۲)   له سوېلي پښتونخوا مېشتو کاسيانو سل دوه سوه کاله پخوا د ننگرهارسپينغر ډډې ته له  راکوچېدلو  لر بر شينوارو نيولې ان مخکښته تر سوات و بونېر ومارگلۍ  لاڅه چې ان تر جېلم او کشميره درسته زږه ختيزه شمالي پښتو گړدودي ډله د(ښوول) لمړی واوېلي-و(o-) نه اداکوي، بلکې پر ورپسې دويم نيمواک(-w) يا په عربي-ملايي نومَونه (معدوله-و) کې ادغاموي! ،لکه د استاد حمزه شينواری په  شعر کې:

               ژبه مې د(بې) پر ټکي بنده غوندې شوه

               راغلې وه توبه، خو وتو ته مې پرېنښوه…

ما ان پر(۱۳۴۴ل.کال)  د استاد حمزه يا اجمل خټک اويا بل کوم کښيني شاعر پر پليونۍ يو غزل  په ورته رديف ويلی وو:

ته يوازې له ما ولاړې او غمو ته دې زه پرېښوم

په دې لړ کې ما، نه تش  ستا د پېغور او سپکاوي  پر وړاندې، خپل ځانگړي  سپيناوي در زبادوم  او هغه داسې چې د ننگرهار په هواره ناوه، هغه هم د شينواري_مومندي گډوله پښتو گړدود په راخپلولو سره، له بده مرغه په څلرمې يا شمالختيزې  پښتو گړدودي ډلې پورې تړل شوی يم چې نه يوازې کره زباده شوې نرمه منځنۍ يا غلجايي (ښ x̌) ډېروالی  او کره والی در زبادوم،  او راته زږه خ(x)  په سترگو کې راننباسې چې ولې همدا ننگرهاۍ او له لويه سره همدا شمالختيزه(ښ= خx)) نه کاروم، هماغه متل شو: زه ورته وايم ولې زماشلتالو شوکوې، ته راته وايې: ولې دې ته ښځې ته پڼې نه اخلې!!؟

ما ان پر ۱۳۴۴ل د استاد حمزه، اجمل ختک يا بل کښيني شاعر  په هسې پېښو د خپل غزل د رديف په توگه کارولی دی:

ته يوازې له ماولاړې او غمو ته دې زه پرېښوم

ستا پر مخ دې وي گلونه، که اغزوته دې زه پرېښوم…

د پېښور پوهنتون کاو پښتو اکادمۍ

په هر ډول دا پایله لاس ته راغله چې نه يوازې لربر شينواري  دغلته لمړی نيمواک يا سيمي واوېل)-و (و-w) ساکنوي يا  د دوديزو ژبپوهنانو په ناسمه نومَونه ،پر معدوله هغه يې اړوي او ورپسې  اوږد واوېلي-و (0)هغه غورځوي ، بلکې  تر جېلم او کشميره  يې  زياتره همداسې اداکوي؛ چې له ښه مرغه يې همدلته په اکسفورډ کې د اټک او مارگلۍ ترمنځ له مېشتو پښتنو  سره هم تگ راتگ لرو!

[يادښت: له دې سره يې زما کار نشته چې له بده مرغه گرده شمالختيزه پښتوگړدودي ډله له جلال اباد دوسرکې تر جېلم او کشميره گردو پښتنو د(ځ-څ-ژ -ږ) غوندې (ښ) هم له کره منځنی يا غلجايي وینګ سره له لاسه ورکړی، خو داچې د استاد حمزه يا اجمل په څېر وتلي ويناوال يې لږ تر لږه په ليک کې سمه کاروي، کور يې ودان!]  د معياري پښتو د باړه گړۍ  سترې غونډې ته د دغو فونيمونو د کارونگ لرو برو، سوېل وشمال گردو ليکوالو ته اړينه بللې؛ چې خدای شته  گردو نوموتو ننگرهاريانو راسره منلې، لا  لمړۍ پلا يې  (مونږ) هم (موږ) راړولی دی!

هرگوره، نور هغه ډېری لېږندکړونه(متعدي افعال) چې زورکيوال يا زوروال (ديفتانگي-و) ولري، نوموړې شمال ختيزه پښتوگړدودي ډله يې پر (معدوله-و) راړوي،لکه:  پر پاسنۍ بېلگې (زېږول) غوندې: پرېکول، غورځول، نيول، ځغلول، پاڅول…، او په تېره نومکړ والا لېږند کړونه تر ډېرې سلنې په همدې لړ کې ټيکاو مومي، لکه: جوړول، رغول، ماتول، بېلول، سمول، ورانول… ورته وينگ راخپلوي چې له غږيزې(فونيميکي الفبې) سره ليکنۍ بڼه غوره کوي، او له (لنډون ) آر سره سم يې غورځول په کار دی لکه: وربل (کاکل)، او(اوربل=Fire!) وربوی، وربوز، ، وسمهال…،  همداراز  په دې روسته وييونو کې  (سر-و) او (منځ-و)غورځول درواخله!

په (ښول)  پسې درته دادي، د ډېرکارېدونکو ( مشهورغلطو) وييونواو ليکدودونو يو څو بېلگې وړاندې مشهور غلط) او ورپسې کره په لينديو(قوسونو) کې:

اړيکه-اړيکې( تماس، تماسونه)، اړيکی-اړيکي(رابطه)، بری (کاميابي)،بريا اوبرياينه (لاسته راوړنه)،ښکته(کښته)، اوسېلی(اسوېلی)، برالبه (بلاربه)  په کوټې کې (په کوټه کې) ځکه (په) سربل دومره زور نه لري چې ښځينه نوم بدل (مغيره) کړای شي …

}د وسمهالې او تېرمهالې پښتوژبپوهنې په رڼا کې د (يوې يوازنۍ-کره ليکنۍ پښتو) نيم پېړييزه سېستماتيکه

  اډانه (طرح)  
         
گرامري اوليکدودي همرنگي لغوي رنگارنگي
(يوازې تر قوسو بهرکره دي، دننه نه) (لمړۍ درېواړه سلنې پښتو ده او څلرمه ناپښتو
د  لرغونوالي،ډېروالي،لنډوالی، ۲۵٪گړدودي او سيمه ييزه پانگه
اسانوالي… پر بنسټ، لکه: (ښاغلی، ستونزه، کوشنی، اکر، تروړل…)
ورسېد (ورسېدئ، ورسېدلو…) ۲۵٪ زاړه وييونه: هېواد، نړۍ، ويی،يون، وياړ، برم، وېلاړ،اتل…
ورساوه(ورسولئ، ورسولو…) ۲۵٪ نوي وييونه: روغتون، ښونځی،پوهنتون، پوهنځی ژبپوهنه، پخلنځی، الوتکه، چورلکه…

(له قرآن و حديث پرته هر عربي پانگه راژباړای شو)

ورسول شو(ورسولی شو-شه) ۲۵٪ پور وييونه: دولت، حکومت، ولس، بانک،تېلېفون، تېلويزون ،يونسکو…

د پوهې-فرهنگ ترمينالوژيانې، خو  له يوناني، لاتيني، سانسکرېټ اونورو زړو هندو اروپايي زړو ژبو راهيسې دود لرلی؛ مانا يې داچې علمي-فرهنگی ويرغاونې تر څلورگوني انډول بهر د هرې اوړوني (گرداني) ژبې رښته پاتې شوې ده، که هغه زمو ژبنۍ کورنۍ ده يا سامي- حامي هغه، په تېره عربي، چې قرآن، حديث او نورې سپېڅلي متنونه يې  غورې بېلگې بلل کېږي!

دا زما ځای دی (دا دېماجی ده(غلجايي يا منځنۍ پښتو گړدودي ډله)…د ډېرښت پر وړاندې ناکره راځي!  

ښځې ، دی او نور وييکي: مې،دې، چې، کې… تر(دئ، دوي)، مې،دې، دې،چې کې .. .ترسوېلي-لوېديز ( ښځي، مي دي، چي، کي…)  کره  راځي!

دی خرډگ  ولې زه خپله ننگرهارۍ يانې شمالختيزه(خx) ورته د غلجايي نرمې x̌ د ويونکيو ډېروالی زبادوم، يې زما په سترگوکې راننه باسي يانې:

د /ښ/ پر بنسټ (۴گونې) پښتو گړدودي ډلې:

(۱)سوېل- لوېديزه يا کندهارۍ ډله [ښ= (ورلاندې ټکی) سخت يا غبرگژبيز شين] (۲)، سوېل- ختيزه ياکرلاڼۍ (وزيرۍ) ډله لکه پارسي ش[ ښ= ش]  (۳) شمال- ختيزه يا ننگرهارۍ- پېښورۍ ډله [ښ=xخ] او (۴) منځنۍ يا غلجايي ډله [ښ=x̌مښلې يانرمه خ] ، نو د ويونکيو د ډېري آر له مخې چې  پر آرو  تاريخي ټبرونو (هوتکو- سلېمانخېلو- تره کو- احمدزيو- اندړو ، ستانيزيو؛ د پکتيا بشپړ ډېري کرلاڼيانو د وردگو په گډون…)  او بيا شمال ته  لېږدېدلي او لېږدوليو زږې پښتو اړوندو ټبرونو، شينوارو، مومندو، ساپيانو  او د زږې پښتو نورو  اړوندو پښتنو په گډون جغرافيايي-تاريخي وېش په لاندې ډول دی:

  (۱) سوېل- لويديزه ډله  
   
 
منځنۍ

ډله

 
   
 (۳) سوېل-ختيزه ډله   (۴) شمال-ختيزه ډله
 

 

 

غلجاييx̌)

 

هو،،همدا  نرم- تالوييز- موښلی  غږ ښ//  په  ۲۵ گونو پاميري ساکي خپلوانو ژبو کې شتون لري ان واخيان خپله ژبه هم (ښيک)  بولي!ا نورستاني ژبو هم له  ورته وينگ سره ان له هماغې ۴زرکلنې زمانې څخه چې له هندي او آرياني څانگې سره بېلابېلې جغرافياوې راخپلې کړې دي او ۵_۶ ژبو ته پراختيا موندلې په خپل اوسنۍ ټاټوبي(الينا)  کې سره مېشتې شوې دي…

په ساده ژبه:

زه ورته د ستر ناروېژي استاد مورگننستيرن تر فرانسي  شارل کيفر او سېنير انگرېز شاگرد دېويد مېکنزي  او بيا زما تر کشروټي (جونير) شاگرده چې (له بولانه تر واخانه، نه ستا لنډاندي(له امام صاحب ولسوالۍ تر اباسينه)) !!؟؟ خپله ننگرهارۍ يانې  شمالختيزه(خx) ورته د غلجايي نرمې x̌ د ويونکيو ډېروالی زبادوم، دی خرډگ  يې پر ځای  زما ننگرهارۍ يانې  شمالختيزه(خx)  په سترگو کې راننه باسي چې ولې  يې زه نه کاروم ،

 ما نه يوازې کره غلجايي  منځنۍنرمې x̌ ، بلکې ورسره ورسره  ۷-۸  بايللي تاريخي اوازونه يا فونيمونه(ځ-څ-ژ–) هم له لاسه ورکړې، خو  ما يې پخپله  وينگ او ليکنگ دواړه راخپل کړي او کاروم يې، د خيبر پښتونخوا باړه گلۍ د سراسري غونډې ته ور اورولي، خو  د لوی ننگرهار پر ليکوالو مې لږ تر لږه اړونده  ليکلاره منلې ده!!؟

شننه: د وېش دغه درېگوټ(مثلث) هممهاله د پښتو پرمختيايی بهيرڅلورگوني پړاوونه راڅرگندوي، او هغه هم ،که د استاد مورگنستيرن په خبره  (وڼېڅي يا ترينو ژبه) د پښتو دوه زرکلن گړدود و نه پاموو، لږترلږه يې له غور او بيا د ايراني گيلان ولايت اواسلام کلا له نورزيانو او ان له آر زېږځای (سيستانه) پيلامه را ونښلوو!

لمړی:  هغه  روستاړي چې  له يو شمېرنومونو يا نومسټو سره  بې گړدودي مخبېلگو بېلنگونه (  مشتقات) بې منځتوکه سيده نښلولای شو، لکه

اونيزه، نه اونَيزه يانې بې منځتوک (زوَره )  وينگ را خپل کاندې او د غږيزې ليکبڼې لنډون يي هم په سترگو وليدای شو!

نورې ورته بېلگې يې:

نوم يا يې سټه+روستاړی= بېلنگ (مشتق) :

موږد اونۍ د ورځو نومونه چې يوشمېر پښتو مينو ووبپاڼو چلونکيو  رغولي ول، د بنيادي- ژور رغښت په کره کاڼي وتلل او په ترڅ کې مو گرد سوچه دوڅپيزو ته رالنډکړل:

لومړنۍ پر (پيلنۍ)، يو شنبه يا اتوار پر(يونۍ)، د گل ورځ پر (دونۍ)، درېنۍ پر(درنۍ)، د زيارت ورځ-څلورنۍ پر(څلنۍ)، پنځه نۍ پر (پېنځنۍ) او د جمعې مبارکه ورځ- يااوونۍ پر (اونۍ) ورواړولې!

دغه راز مو د سپما يا لنډون په لړکې له څو گړدودي ځېلو (وارينټو)،  لکه  له (اخل،اخېستل-اخيستل- اخستل) څخه روستی دا کره وارزاوه او داسې نور.

د گرامري او رغاونيزې سپما  دا قانون د، فېلسوف ژبپوهاند او د امريکايي انساني- جهاني او گلوبالېستي تعرضي ناخوالونه پوخلا کېدونی مخالف (نوام چومسکي ترسانتېفيک ژبپوهنيز انقلاب لا وړاندې، له دې ليدتوگې سره رامنځته شوی: د نړۍ يوه  ژبه هم له ټولو  پراختيايي او پرمختيايي پړاوونو سره سره د دې جوگه شوې نه ده چې گرد ذهني پيداوار، پوهه، فرهنگ، فلسفې، تخنيک اند و واند(انديشه وخيال) رواني او ټولنيزو غوښتنو، موخو، ارمانونو…  څرگندويي او ښکارندويي  وکړای شي، نو د د ې لپاره ژبپوهانو او هومانېستو فېلسوفانو سره لاس يو کړی؛ چې د جومسکي په خبره د هرې ژبې مرگ  که هرڅومره وړکۍ  هم وي، د فرانسې د ستر (ورلې) موزيم د منځته تگ هومره بشري ناورين بلل کېږي!

ا و د مرگ لامل يې هم  تر هرڅه له مخه پر نړيوال کچ د وييپانگيزې روستوالی راپرگوته کوي، په تېره نن سبا  د الکترونيکي خبرتيايي تېکنالوژۍ له کبله او  پر وړاندې يې پښوييزه اورغاونيزه سپما او لنډون  وړانديزوي  او سپمولې انرجي، وخت و زغم د  وييرغاونې لپاره ځانگړې کوي او نه يوه کندهاري سربل و- (ته) څه ته ورتېرېږې! x̌د

۶ – خوږ غږي او بلاغت،چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (داكثريت له نظره) ركاكت او كراهت ونه لري. د ساري په توگه له فونولوجيكي او گرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه گرانښت او خوږوالى زيات وي، لكه: (هيلۍ ته لامبو ښول) د (كونډې ته غوول ښول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د(وخت گوډى) پر وړاندې … دا دواړه متله ولسي پانگه بلل کېږي، ته لنډ اندی هم ولس سپکوې او دڅانگپوه (ويژه شناس)  او ثبتونکي په توگه ماهم!

د ارواښاد  محمددين ژواک د متلونو ټولگه به هم  ستا ښه و نه اېسېږي چې ولې يې ولسي شډل او  سپک ورک ځېلونه هم پکې را خستې دي چې اويا-اتيا  کاله پخوا يې د پښتو ټولنې په چوکاټ کې يې  چاپ او خپاره کړي دي؛

نور رغاونيز او پښوييز لنډونونه او ډلبندۍ چې د مشر ناروېژي استادمورگنستيرن د شپېته کلنو ډگرڅېړنو (فيلدريسرچونو)  او بيا پسې د فرانسي پليوني شارل کيفر،  او سېنير (مشر) انگرېز شاگرد مېکنزي او بيا  تر ما جونير(کشر) پښتانه شاگرد  پورې يې پکې  سرونه سپين کړي دي!

او دويم سپکاوی دې دا چې زما په پته دې دغه گردې اوتې بوتې بېنومه رابربېښليک کړي يااېمېل کړې دي ، داهم ستا د ازاد دينۍ يا  رياکارانه سېکولرېزم راکښون وو چې زه دومره گرانبيه وخت در څخه بلهار کړم؛ هغه هم د شتو پښتو انډولونو  پرځای له بې کچه عربېزم سره ،  بې له دې چې د خپل کندهاري ارواښاد محمد گل نوري د دوه غبرگو  پښتو قاموسونو يوه پاڼه هومره دې تر کتنې تېره کړې اوسي؛  که تا پر ورځنيو خپرونو پر وړاندې دې  غوږونه نه کڼولای او سترگې نه ړندولای، د مقصد يا مخسد پرځای به دې نږه او سوچه(موخه) زده وای او کاروله به  دې؟

 بيا دې هم د بېلارې شوي او له زدکړو بې برخې پاته شوي پښتانه په توگه، په پښتني- فرهنگي مينه او مننه نازوم!

او هممهاله د سترو علمي فرهنگي سټو شهيد موسی شفيق او  بيا   په ميرويس نيکه پسې  دويم  ازاديپال او له نويو ارمنيانو ځنې د دويم  ژغوارند غلجي شهيد دوکتور نجيب الله سپېڅلې اروا ته د درناوي سر ټيټوم، چې مخامخ يې باندې زور ونه رسېد، خو  له شا يې په خنجر له پښو راوغورځولای شو ،  نو ځکه به يې پوهنتوني استادان او بېشمېره پليونيان د پښتني-افغاني تاريخي هغه  بېسارې ستره سياسي گرگه داسې ارماني:

[له بده مرغه هغه دېره اوجره چې له غازي امان الله راهيسې تر لويو سټو او ان تر موږ پوهنتوني استادانو پورې يې د ليدنې او اوسېدنې وياړ په برخه شوی وو، خو له بده مرغه لکه نور په ميلونو چوپه خوله هېواد وال، هغه هر څه ولاړل، ان تر غازي امانه راروسته د شپږزر کلنو تاريخي- فرهنگي پاتوړو ( ميراثونو) دويم ژغوراند انسان،  دوکتور نجيب لله هم راځنې امينيانو او کارمليانو خپلو نويو ( اخواني-ستمي)  انډيوالانو ته وسپاره او هغوی پاکستاني قصابانو ته!!!]!

پوهاند دوکتور م.ا. زيار له اکسفورډه-

 اکتوبر ۵-۲۰۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.