په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند کانتینرونه ازاد شوي

270
۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو هغو درو زرو کانتینرونو ته اجازه ورکړې ده چې له څه مودې راهیسې د کراچۍ په بندر کې ایسار کړل شوي ول. دا کانتیرونه په بېلابېلو سوداګریزو توکو بار دي.

په کابل کې د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو درول شوي ۳ زره کانتینرونه ازاد کړې دي او تېره ورځ یې افغانستان ته د لېږد بهیر پیل شوی.

خبرپاڼه وایي، دغه کانتینرونه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د تللي پلاوي په هڅو ازاد شوې دي.

دغه وزارت وایي: «د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو سره د دوامداره خبرو اترو په پایله کې د ترانزیټ په برخه کې د ۳ زره کانتینرونو مالونو د انتقال تفاهم ته ورسېد.»

د سوداګرۍ وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې دغه په ترانزیټي مالونو بار کانتینرونه د پاکستان د نوي ترانزیټي تګلارې له امله د اکتوبر مياشتي له درېیمې د روانې نوامبر میاشتې تر ۱۶ درول شوې ول.

سوداګر وایي، په دې کانترونو کې شاوخوا ۲۰۰ قلمه مختلف وارداتي مالونه بار دي.

څو ورځې مخکې افغان سوداګرو دویچه ویله ته ویلي ول، د پاکستان په کراچۍ بندر کې په سوداګریزو توکو بار د زرونو کانتیرونو د درېدو له امله د ورځې لږ تر لږه ۲۰۰ زره ډالر زیان کوي.

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او د خپلو ترانزیټي مالونو د لیږد له پاره یې لسیزې وړاندې د پاکستان سره د اپټا تړون لاسلیک کړی دی، چې دغه تړون د وخت حکومتونو او پارلمانونو تایید کړی دی.

د دغه تړون له مخې، افغان سوداګر کولای شي د خپلو توکو د لېږد رالېږد له پاره د کراچی بندر وکاروي، چې په پخواني جمهوري حکومت کې د دغه تړون د بیا نوي کېدو پرمهال پاکستان ته هم دا حق ورکړل شو، چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا سره سوداګري وکړي.

افغان سوداګر وايي پاکستان تل د اپټا تړون څخه سرغړونه کړې او افغان سوداګریزو توکو ټرانزیټ ته یې خنډونه جوړ کړي

یوازې په تېرو څو اونیو کې د پاکستان له لورې څو ځلې د تورخم دروازه د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې او بیا پرانستل شوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.