د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/ ۷

آصف بهاند

274

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۲۶‌مه برخه

پاکستان، پاک نه دی مردار دی

ټــولـه اسـیا کې یې خـپـاره شـولـو بـویـونـه

 اور مې له خپلې لمن واخیست

که هوښیار نه شم نو بلېـږي به وي اورونه

د پنجاب کور دې خدای ویجاړ کړي

چې ورانوي د مهاجرو خام کورونه

د سیاسي، نظامي بدلونونو په پایله کې لومړنۍ متضررین عام بیوزله خلک دي او حتی د موسم د بدلون په وخت کې هم عام بېوزله خلک نه شي کولای په سمه توگه د خپلو کورنیو اړتیاوې په اوسني حالت کې سمې تنظیم کړي.

له یوې خوا سخت ژمی راروان دی او له بلې خوا زموږ د ظالمو گاونډیانو د ډېر ټینگار په اثر؛ زموږ ډېر شمېر هېوادوال بېرته وطن ته راستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده؛ په دغسې یو تنگسه ګې چې سرپناه نه وي، کار نه وي، بل کوم عاید هم نه وي، نو خود به د افغانستان ټولنه یوبل بشري ناورین ته سترگې پرلاره وي.

اوس تازه ملگرو ملتونو اندېښنه څرگنده کړې ده چې «د ژمي په درشل کې د کډوالو ستنول به افغانستان کې روان بشري کړکېچ لا پراخ کړي»

د بي‌بي‌سي په یوه تازه رپوټ کې د پاسنۍ یادې ستونزې په باب داسې راغلي دي:

«د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) اندېښنه ښودلې چې د ژمي په رانژدې کېدو د لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدل به افغانستان کې بشري کړکېچ چې له وړاندې د نړۍ په کچه له لویو بشري کړکېچونو بلل کېږي، لا پراخ او ژور کړي.

یو اېن اېچ سي ار ویلي د پاکستان له اعلانه را پدېخوا څه باندې درې نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي. او د اټکل له مخې شاوخوا یو نیم میلیونه نور افغان کډوال چې د اوسېدو سند نه لري پاکستان کې پاتې دي. پاکستان ویلي تر راتلونکې جنوري میاشتې به ټول ناقانونه کډوال ایستل کېږي.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمنشرۍ وايي د دې شمېر کډوالو ستنېدل به افغانستان کې د استوګنې، عامه خدمتونو او دندو برخو کې پر شته لږو امکاناتو فشار ډېر کړي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې له نظره بله ستونزه د مرستندویه نړیوالو بنسټونو د امکاناتو بېخي کموالی دی، افغانستان کې له مېشتو بېوزلو او هرات کې زلزلو ځپلو سره د مرستې بار لا هم د دوی پر اوږو پروت دی.

افغانستان کې د کډوالو ادارې استازي لیوناردو زولو له قوله په دې بیان کې ویل شوي د دومره لوی شمېر کډوالو ستنولو لپاره دا تر ټولو بد وخت دی. ده ویلي افغانستان کې شته بشري مرستو ته په کتو راتلونکی ژمی به ډېر سخت او دوی به له ډېر کړاو سره مخامخ شي.

یو اېن اېچ سي آر ویلي د طالبانو اداره او نوروافغان خیریه بنسټونه کډوالو سره یو څه مرسته کوي خو راتلونکې کې لویې ننګونې په مخ کې پرتې دي.

پاکستان تر اوسه د نړیوالو خبرداري او اندېښنې له پام غورځولي او ټينګار یې کړی چې ناقانونه کډوال به خامخا په زوره ستنوي.

خو په کور دننه د پاکستان لنډمهالي حکومت دا پرېکړه چې شنونکي وايي اصلي محرک یې د “پاکستان پوځ” دی، تر نیوکو لاندې ده…»

په دومره لوی شمېر سره افغانستان ته د کډوالو بېرته شړل که د نړیوالې ټولنې له خوا په سمه توگه مدیریت نه شي، ښایي داسې نورې ستونزې وزېږوي چې د نړۍ هرې څنډې ته به یې منفي تاثیرات ورسېـږي. د همدغو ستونزو نقاشي په پښتو لنډیو کې هره ورځ روانه ده، خلک خپل دردونه او رنځونه د لنډیو په قالب کې په هنرمندانه ډول انځوروي او بېرته یې ټولنې ته وړاندې کوي، دا یې څو نورې بېلگې دي:

افغانستان دې ژر اباد شي

چې خلک خلاص شي د گاونډ له احتیاجونه

 چې خدایتعالی چا ته په قار شي

پر مهاجر غریب شروع کاندي ظلمونه

 زه‌وته چې لاس سره ورنه کړو

راټوکېدلې ستونزې څوک اواروینه

 پاکستان، پاک نه دی مردار دی

ټــولـه اسـیا کې یې خـپـاره شـولـو بـویـونـه

 توره ټوپک دې یو خوا کېـږده

وطن ته راشه ما ته راوړه کتابونه

د جهل ور دې وي تړلی

چې ترې بې‌غمه شو ټول عمر ډېر کلونه

که خلک بېرته بیا را‌نه شي

نـو پـوره کـېـږي د پلـیـدو ارمانونه

اور مې له خپلې لمن واخیست

که هوښیار نه شم نو بلېـږي به وي اورونه

د پنجاب کور دې خدای ویجاړ کړي

چې ورانوي د مهاجرو خام کورونه

گوزاره خپل وطن کې ښه ده

بل ځای که شاه هم یې، لري به پېغورونه

تکیه په بل پورې ښه نه وي

چې دې وطن او واک وي خپل، کوه خوبونه

په بل وطن کې دا عادت دی

خندا خوښي دې لوټوي، درکړي ویرونه

نوی راغلی بل وطن نه

ورباندې شوې ناروا او ستمونه

زما که خپل وطن ارام وای

زه به پردي وطن ته ولې اړ کېدمه

 زموږ که خلک لږ څه پوه وای

په بل وطن کې به مو نه وړل منتونه

 پردي، پردي دي، خپل به نه شي

که یې خدمت ته ودرېـږي څو نسلونه

 له بل وطن نه کور ته راشه

دلته هرڅه شته، نور به نه وي احتیاجونه

 بل ته په تمه ژوندون مه‌کړه

کار ته اړم شه خپله جوړ کړه جنتونه

د ژوندون هرپل ښوونځی دی

په بل وطن کې به پردي وي مکتبونه

که مو لاسونه سره ورکړل

نو د پردي وطن احتیاج نه به خلاص شونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.