څنګه ليکل؟

ليکنه: عبدالرحمن عماد

270

که له يو نيمه لوستي فرد څخه د ليک او ليکلو د سختوالي يا اسانۍ په اړه وپوښتل شي، نو ځواب به يې حتماً دا وي، چې ليکل (نثر) د ده په فکر سخت نه دی، ځکه نثر خبرې دي، او خبرې کول خو؛ زموږ د ژوند
يو روزمره عادت دی، نو په همدې باور ليکل يې هم دومره سخت کار نه دی. دا ځواب شايد د ځينو لپاره د قناعت وړ وګرځي، هو نو ځکه د دوي په دليل، د خولې او زړه خبرې په سپينه پاڼه ليکل دي، او دا نثر دی، او په
دې کې د سختوالي څه دی؟ خو په اصل کې دا ځواب
او څوک چې پرې باور کوي، په غلطه دي. ښه ليکل يا نثر په خپل ذات کې لوی کمال دی. افلاطون د ليکلو په
اړه ويلي و، چې کله څوک يو څه ليکي، نو په دې به
پوه شي، چې خدای جوړېدل يعني څه. ليکل او نثر
په هره ټولنه او زمانه کې يوه ضروري اړتيا ده. خو څنګه ليکل (نثر)؟ شايد يو  له هغو پوښتنو څخه هم
وې، چې د کرکتنې په رامنځته کولو کې يې مرسته کړې
وې، ځکه دا په ليکلو کې له هغو افرادو څخه يوه پوښتنه ده، چې فکر کوي، ليکل يوازې د کاغذونو رنګول
دی. يا د څنګه ليکل؟ پوښتنه نورو هغو افرادو ته هم
د ارزښت وړ وي، او د ځواب په لټه کې يې وي، چې له
خبرې له ليکلو، يا له ليکلو ورته خبرې ارزښتناکې وې.
موږ که څومره ډېره مطالعه کوو، نو د دې خبرې په مفهوم به ښه پوه شو، چې ليکل او ښه ليکل څه ته وايې او کوم دي، زه فکر کووم، که يو فرد له ليکوالي او
ليکلو سره مينه لري، او غواړي د‌ ډېرې مطالعه په مرسته لا نور ډېر ليکل وکړي، نو دا هڅه به يې نيمګړې
وې، ځکه ډېره مطالعه موږ ته د ډېرو ليکلو توفيق نه
را کوي، بلکې د ښه او غوره ليکلو په لټه کوي مو‌، موږ
بيا له ډېرو لوستو وروسته د داسې څه په ليکلو پسې
لټون کوو، چې نوي وي، له نورو يې اغېز او موثريت
زيات وي. نن چې موږ کوم پياوړی ليکوال وينو، په اړه
يې زموږ ذهنيت دا وي، چې ده ته له نورو ليکل بېخي
اسانه دی، خو په اصل کې په ليکلو کې لا مخته ته تګ
موږ ته له ليکلو سره پام را زده کوي، نه د ليکلو اسانۍ.
هر کله چې موږ په يوه برخه کې نثر ليکو، او تر هر څه
وړاندې يې په ارزښت فکر کوو، کله چې د ارزښت وړ دا کلمه مخکې له يو څه ليکلو؛ د يو ليکونکي مغز ته ولوېږي، په دې مرحله کې نثر قدرمن او لوستونکو ته ګټور تمامېږي، او هم ورسره د علومو د يوې برخې ګټوره اضافه ده، که چېرته په ټوليز شکل، زموږ ليکونکي مخکې له ليکلو د څنګه ليکلو؟ پوښتنه له ځانه وکړي، بيا‌مو نثر په هره برخه کې نوي موضوعات او خبرې لري، له کليشې او تکراري موضوعاتو به لرې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.