د بلوچستان چارواکي غواړي د ورځې لس زره افغان کډوال اخراج کړي

175
22 ساعتونه مخکې

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو ويلي دي چې پلان لري هره ورځ لس زره هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، ونيسي او خپل هېواد ته یې اخراج کړي.

دا ګام په ټول پاکستان کې له هغو عملياتو وروسته اخيستل کيږي چې له مخې یې په دغه هېواد کې ميشت هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري، بيرته خپل هېواد ته اخراج کړي. ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې د هغو افغانانو شمير ډېر کم شوی دی چې بیرته ستنیږي.

چارواکي وايي چې د هغو کسانو ځينې چې د اخراجيدو له ګواښ سره مخامخ دي، ظاهراً د پاکستان لیرې پرتو سيمو ته تللي دي.

د بلوچستان د حکومت وياند جان اڅکزي، وويل: «پولیسو ته امر شوی دی چې په پاکستان کې په غير قانوني توګه میشت افغان کډوال دې ونيسي.»

نوموړي وویل چې چارواکو ته لارښوونه شوې ده چې په ورځ کې لس زره افغانان اخراج کړي. اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې چارواکو پرون، چهار شنبه پر تورخم او چمن دواړو سرحدي لارو کې د بيرته ستنېدونکو په شمیر کې د ناڅاپي کمښت خبره کړې وه.

د اټکلونو پر اساس د اکتوبر مياشتي په وروستيو کې د پاکستان د حکومت له خوا د عملیاتو د پیلولو د اعلان پر وخت ۱،۷ ميليونه افغانان چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل، ميشت ول. پاکستان ويلي ول چې د نوامبر مياشتي له لومړۍ نیټې څخه به هغه ټول افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، نيول کيږي او بيرته به خپل هېواد ته استول کیږي.

له هغه وخت راهېسې تر اوسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل هېواد ته تللي دي. د پاکستان حکومت وايي چې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرني اتباع اخراجوي چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه میشت دي. زياته شوې چې راجستر شوي افغان کډوال چې شمیر یې ۱،۴ میليونه اټکل شوی دی، هدف نه دي او بايد هیڅ انديښنه ونه لري. اوس په پاکستان کې پوليس کور په کور ګرځي او د کډوالو اسناد ارزوي.

د دغو عملياتو په ترڅ کې پاکستان هغه ځانګړي جوازونه هم لغوه کړي دي چې له مخې یې د بلوچستان د سرحدي ښار اوسيدونکو د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کولی شوای.

د همدې پر ضد د سيمې اوسيدونکو له څو اونيو راهېسې په احتجاج لاس پورې کړی دی. د ویزې د دې نویو مقرراتو موخه د غير قانوني مهاجرت مخه نيول دي.

دغه احتجاج کوونکي وايي چې د پاکستان حکومت د خپلو کاروبارونو د پرمخ وړلو او په سپين بولدک کې د کورنيو له غړيو سره د ليدنې کتنې په موخه دغه جوازونه نه بندوي.

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره هر ډول مرسته کوي او هغوی ته یې سرپناه او خواړه چمتو کړي دي.

خو له پاکستان څخه ستانه شوي کډوال د پاکستاني پوليسو له ناوړه چلن څخه شکايت کوي. د بشري حقونو يو شمیر ټولنو د پاکستاني چارواکو پر دغه چلند سختې نيوکې کړي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.