ایران کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه؛ ۱۶ ولایتونو ته د تګ اجازه نه لري

244

کډوال

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،ایران کې افغان کډوال

د ایران د کرمانشاه ایالت د بهرنیو وګړو د کنترول عمومي مسول ویلي، “د ملي امنیت شورا لخوا نوې داسې تګلاره ورکړل شوې چې له مخې یې د دغه ولایت په ګډون د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو هستوګنه او کار روزګار منع اعلان شوی دی.”

د بهرنیو وګړو اړوند چارو دغه مسول حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي “په دې هکله د سږ کال له پیله د بهرنیو وګړو د کنترول او څار اړوند اته بېلابېلې اجرایوي کړنلارې عملي شوي دي.”

د ایران شرق نومې ورځپاڼې د هغو ولایتونو نومونه هم خپاره کړې چې پکې د افغانانو تګ راتګ او هستوګنه بنده شوې ده.

د یادې ورځپاڼې په حواله، د ایران په شرقي آذربایجان،غربي آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال‌ وبختیاري، کهګیلویه‌ وبویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان‌وبلوچستان، هرمزګان او همدان هغه سیمې دي چې پکې د افغانانو هستوګنه او ګرځېدل منع شوې دي.

له دې وړاندې د ایران ملي شورا د کورني امنیت کمیسیون یوه غړي چې د ایران کورنۍ چارې هم څاري، ویلي “که د بهرنیو وګړو اړوند تګلاره اعلان شي، دا به ایرانیانو ته هم نوي مسوولیتونه ورکړي.”

کډوال

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

دغه کس ویلي، د دې طرحې له مخې به هغه ایرانیان هم د مجازات وړ وي چې بهرنیو وګړو له ډلې یې افغانانو ته کورونه یا کار ورکړی وي.

په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او تر څنګ یې په زور خپل هېواد ته د ستنولو لړۍ هم چټکه شوې.

له عمومي حکومتي تګلارو ورها خوا، له تېرو دوه ورځو راهیسې د ایران په ځینو سیمو کې د افغانانو پر ضد غونډې او اعتراضونه هم شوې دي.

دا لاریونونه د ایران په یزد ښار کې د یوه ایراني له وژلو وروسته پیل شوي چې د رپوټونو پر بنسټ ادعا کېږي د کوم افغان لخوا وژل شوی.

د رپوټونو پر بنسټ، له دې پېښې وروسته د ایران د یزد ولایت یوې شورا د کډوالو په پنډغالو او هستوګنو سیمو کې د لا ډېرو محدودیتونو د وضع کولو غوښتنه بدرګه کوله.

سیمه ییزو چارواکو د حمله کونکي نوم او دا چې د کوم ځای دی معلومات نه دي ډاګیزه کړي، خو د ځينو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ادعا کېږي چې د چاقو بریدګر افغان و، که څه هم دا ادعا لا ثابته شوې نه ده.

له ایران او پاکستانه په زور د افغان کډوالو ستنول

کډوال

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د افغان کډوالو پر ضد د دغو نویو تګلارو له اعلان سره هم مهاله ایراني رسنیو ځینې داسې ویډيوګانې خپرې کړي چې ښيې یو شمېر ایرانیانو د افغان کډوالو د هستوګنې پر یوه سیمه برید کړی.

له دې مخکې د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو په سر هم اړیکې خړې پړې شوې دي، او څو میاشتې وړاندې خو ان ځینو ایرانیانو له خپل حکومته وغوښتل چې که افغان لوری اوبه نه ورکوي، دوی دې کډوالو ته نور په ایران کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي.

که څه هم دا د کډوالو پر وړاندې واضح دوه ګونۍ چلندبلل کېږي، خو تر اوسه یې په اړه ډېر غبرګونونه نشته.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې خو ښکاري چې دا مهال نه یوازې د ښه چلند هیلې کمې شوې بلکې دغه دواړه هېوادونه د افغانانو پر وړاندې ورځ تر بلې شرایط او تګلارې سختوي.

په افغانستان کې له ساړه ژمي او بد اقتصادي وضعیت سره هم مهاله، دواړو هېوادونو سلګونه زره افغان کډوال اړ کړي چې بېرته خپل هېواد ته واوړي.

په نیمروز کې د ځايي طالب چارواکو له خولې، له ایرانه هره ورځ‌‌ په منځي ډول “د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ افغان کډوالو تر منځ‌” افغانستان ته ستنول کېږي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.

د نړۍ والې ټولنې او طالب چارواکو له بیا بیا اندیښنو سره سره ایران او پاکستان د “کډوالو ضد پالیسیو” کې څه نرمي نه ده ښودلې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.