!زړه یې نه خوځي له ځايه، غر خو هسې وي کنه…

نجيب ننګيال

263
کله چې کابل سقوط شو. له مونږ وار پار خطا و. لکه مور چې زوی ورک کړی وي، د زمکې هيڅ نکتې ځای نه را کولو. هيڅ څه نه ارامولو. اوښکې وې مړې مړې له سترګو تويدې. دا مو څنګه منلې وای چې وطن ولاړ، د يوه مرفه، سيال او د يوه کتار افغانستان هيلې اوبو يوړې. شب پرست ملا حاکم شو. رڼا کډه وکړه او د پنجاب وفاداره لښکر د کابل زلفې ونيولې. اخ! هغه هم ورځ وه چې تېره شوه. د فيض حميد په لاسو کې د دود پتي پياله او د کابل په سينه ولاړ فاتحانه خندا… زه په ژوند ميين سړی يم. هيڅکله مې د مرګ ارزو نه ده کړې. خو په دې ورځ کاش نه وای ژوندی. دا صحنه مې په ژوند نه وای ليدلی. دا درد د مور د مرګ تر درده په والله ډېر سخت و. هر څوک مور لري او هر چا ته مور ډېره ګرانه وي. خو وطن داسې مور ده، چې د مور هم مور ده، زما هم ده. د دې مور په سينه کې د ډېرو ميندو عزت خوندي و. د جلاوطنۍ درد، د ريښتيني ميينانو تر هغه درده هم ډېر تريخ وي، چې دواړه يو بل غواړي، خو خدای فيصله بل ځای وکړي.
احد ذاته! خلک څنګه دوپاره کړې
روح یې يو، بدن یې بل ته حواله کړې
فلسطيني شاعر محمود دروېش هسې نه و ويلي، فلسطينه! زه هغه وخت په تا ډېر ميين شوم،‌ چې له تا لاړم.
دې سړي زنګ را وکړ. اوه خدايه! ده ته څه ووايم؟ مونږ خو ده ته ډاډ ورکولو. مونږ خو وېل دی شکست ونخوري. دا خو مونږ مات شو. هر چا سره مخ کېدل اسانه وي، خو هغو سره مخ کېدل بيخي سخت وي چې ټولې هيلې یې تا پورې تړلې وي او ته تر هغه مخکې نړېدلی یې. خو بسم الله مې کړه! سلامونه مشره! هغه تر ما کشر دی. خو د پښتنو مشر دی.نو ما ته مشر دی.
– دا چرته غيب یې؟ ولې غلی یې؟
– نه يم غيب. همدلته يم. خو څه به ووايم. ويلو ته څه نشو پاتې.
– نه نه داسې مکوه. زړه لوی ساته. دا خو چې ته هم حوصله بایلې، نو دې کشرانو ته به حوصله څوک ور کوي؟ ملتونه خو په ژړاوو نه ابادېږي. دا لويه معرکه ده. دې کې به غورځېږو، پاڅېږو… يو ته نه یې زمونږ په نيکونو هم داسې شوي. د دې خاورې تاريخ همداسې له لوړو ژورو ډک دی. را پورته شه. خاموشي حل لاره نه ده. رڼا که لږه هم وي، خو د رڼا نمايندګي کوي. مه پرېږده چې په وطن توره پرده وغوړېږي…
ستونی مې تازه کړ. يو زړه مې څو زړونه کړل. سمه ده. همداسې کوم. غلی نه پاتې کېږم.
ده راحت نکړم. نور هم خپه شوم. معادله همدومره تغير شوې. د سترګو په رپ کې هر څه بدل شوي. هغوی ته چې مونږ ډاډ ورکولو،‌ اوس یې مونږ ته را کوي. عجيبه رحمانه! زړه دې د کتو دی….
هغه بېرغ چې مونږ پورته کړی و، له مونږ یې شهيد کړ، خو له ده نه دی غورځېدلی. زه غلی يم، خو دی غږېږي. ما وطن پرېښی، خو دی…
د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې
زړه یې نه خوځي له ځايه غر خو هسې وي کنه
خوشال خان خټک په دوه نيم زره لښکر د مغلو څلوېښت زره لښکر ته ماتې ورکړه. دا شايد د حق و باطل په جګړه کې د بدر تر جګړې ډېره نا انډوله وه. خو فرق دومره و، چې هلته خدای ملايکې ولېږلې. دلته یې شايد ضرورت نه وي پېښ شوی. پښتانه یې داسې غښتلي پيدا دي، چې حمايوي قوې ته یې اړتيا کمه پېښېږي. د دې سړي په وجود کې سړي ته د خوشال خټک دوهمه اروا ښکاري. په دومره توپير چې تورې ته یې لا لاس نه دی پورته کړی. خبره کوي. خو دومره یې زوروره کوي، چې د ټوپک تر مرمۍ هم تېزه وي. ظالم ته مخامخ وايي، زما له کوره ووځه. زما له ګرېوانه لاس وباسه. ما مه مجبوروه چې د بابا زنګ وهلې تورې ته لاس کړم. زه بل څوک نه يم. د هماغه خيبر او هماغه بولان خان يم، چې مغل او انګرېز په بسم الله پرې تېرېده او تر پايه و نه توانېد د ارام ساه واخلي. د دې خلکو په کورونو مه ننوځه. د پلرونو جسدونه یې په بوجيو که مه بندوه. د دې وطن د ماشومانو له ازاره لاس واخله. دلته ما او زما ملا مه سره اچوه. د مغلو ډرامې پریږده ، چې سيد علي ترمذي ورته پير بابا کړې او د اورنګزېب پاچاهۍ ته پرې بيعتونه واخلې. دين به دام کړې د دنيا په لار کې ايښی…
د کلي د ابتدايه ښوونځي د يوه معلم زوی، د خټو له کوره راوتلی هلک نن رهبر دی. رهبر هم داسې چې زرګونه نه، لکونه هم نه، مليونونه پښتنو ته په الګو بدل شوی. منظور اوس هر مظلوم ته منظور دی. هغه ياغي اروا چې د سرکوبه شوو ارووا لپاره په مورال او انګېزه بدله شوې او تر ستم لاندې قامونو پښتنو او بلوچانو استازی. داسې چې د اشرافي ګوندونو د مشرانو په ماڼيو کې یې تشويشونه ايجاد کړي او د مذهب په نامه د سوداګرو دکان یې سوړ کړی.‌ د ازبکانو خولۍ اغوندي، دري اعلاميې خپروي، د پښتنو ازادي غواړي او د بلوچانو د وير په ټغر ناست وي. د لمانځه امامت خپله کوي، امام پښتون دی، مقتديان پښتانه دي. ملا یې را نيولی دی، چې نور به د مړ فرعون کيسې نکوې، د ژوندي فرعون په خلاف به خوله خلاصوې. که ځان موسی بولې، زه هارون يم. درځه چې له فرعونه د تر ستم لاندې قام حق واخلو. مذهبي پنډتان هک پک حيران دي. په دې سړي کومه ټاپه ولګوي. تلاوت تر ده په ښه تجويد وايي. امامت په جهر کوي. ګوته امريکا ته نيسي. لاس یې د پنجابي فرعون ګرېوان ته اچولی دی، امن په بر کې غواړي، امن په لر کې غواړي. يتيم په غېږ کې نيسي، د ژړغونو مېندو او په ملا ماتو پلرونو لاس ښکلوي.‌ کور او د اوسېدو مالوم ځای نلري. پيسې، موټر، جاه و جلال معنا نه ورته لري. پياده مزلونه کوي. د پارلمان، چوکۍ او وزارت په کيسه کې نه دی. تذکره نلري، شناختي کارت نلري.
وايي شيخ احمد سرهندي ته یې مجدد تالف ثاني‌ ځکه ويلو چې په دوهمه زريزه کې د دين د احياء لپاره د خدای را لېږلی بنده و، چې د اکبر پاچا د خودساخته دين پر خلاف مسلمانان را ويښ کړي او د دين الهي د تيوريسن علامه ابوالفضل ايين اکبري وننګوي. منظور د افغاني نېشنلېزم کټ مټ مجدد دی چې په يوويشتمه پېړۍ کې یې د ډار خپسه ماته کړې او د مليونونو پښتنو سرونو ته یې د حق او ازادۍ غوښتنې رڼا ننوېستې.
نن لکه خوشال د مغلي رتنبور په زندان کې دی. خو د اورنګزېب عالمګير پاتې شوني په دې نه پوهېږي چې فکرونه په زندانونو کې پخېږي، تتېږي نه. منظور اوس سړی نه دی، فکر دی. هغه فکر وکرلو. د حق غوښتنې او جبر پرخلاف یې په لکونو پښتنو او بلوچانو ته الهام وبښه. فکرونه د رهبرانو په وژلو، زنداني کولو او اخيستلو نه ختمېږي. دا معرکه تا سر له اوسه بايللې چې رڼا په تياره کې اچوې. د رڼا او تيارې په جګړه کې، تيارې تل پای موندلی. نه یې شې، دا خاوره هضمول ستا له وسه نه دي. دا ډېرو لويو لويو خولو هضم نکړای شوه. په دې وياله کې ډېرو لويو لويو نهنګانو ساه ورکړه. ته څه شی یې، ستا به سلطه څه وي او ته به تر کومه د نفاق اچولو په زور حاکم یې، خلک پوهېدلي دي. اوس د تورې څهره، تور زړه او تورې ارادې سړی پېژني…
خوشې کړه. خلک‌ په ځان پورې مه خندوه. د رڼا په زنداني کولو، رڼا نه مري…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.