د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۲

آصف بهاند

273

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۱مه برخه

 

جنگ دې په کور کې ورمیلمه شي

بیا به یې گورو تهران کوم پلو ته ځینه

 تهرانه زړه مې په ښېرا دی

درباندې جوړ شه د راکټو بارانونه

 بیا د ایران پرلارو نه‌ځم

که مې مرگی دلته په کور کې میلمه شینه

 پرما دې ځوانه ځواني اور کړه

پر تا دې اور شي ایرانیه ټول عمرونه

 

دا د یوې امریکایي دیپلوماتې «وندی شرمن» خبره ده چې غولول او تېرایستنه، د ایرانیانو د ډي‌ان‌ای یوه برخه ده. یادې دیپلوماتې داسې ویلي وو:

“فریب و نیرنگ قسمتی از دی اِن اِی (DNA) ایرانیان است.”

د همدې واقعیت له مخې د ایرانیان هرڅه له دروغو او تقلب سره مل وي. له افغان کډوالو سره د چلن، د افغان کډوالو وهل ـ ټکول ـ لوټل او وژلو کې هم دوی ډېره سلنه خبرې پټوي. پخوا لا لیدل شوي دي چې افغان کډوال اول وژني او بیا یې مړی د کورنۍ پرغړو باندې خرڅوي.

له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د شړلو پروسه ورځ تربلې کړندۍ او ظالمانه بڼه غوره کوي. په تازه رپوټونو کې ویل شوي دي چې یوازې د ایران د دوغارون بندر له لارې د پنځو ورځو په اوږدو کې شپاړس‌زره افغانان، افغانستان ته راشړل شوي، داسې چې د ناوړه چلن ترڅنگ لوټل شوي او بیا راشړل شوي دي. د تاند په یو لنډ رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه)  ایراني چارواکو ویلي چې یوازې د دوغارون پولې له لارې یې تېرو ۵ ورځو کې تر ۱۶ زرو پورې افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي.

د ایران یوه چارواکي سردار مجید شجاع، د دغه هېواد  تسنیم خبري اژانس ته ویلي چې دغه شړل شوي کډوال په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوتي وو.

هغه ادعا کړې چې ګڼ نور ناقانونه افغان کډوال هم له ایرانه اېستل شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ورتلو بندیز لګولی.

سربېره پر دې، له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان د ایراني ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت لري او وایي د وهلو ټکولو تر څنګ یې د دوی جیبونه لوټ کړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم څه موده مخکې د افغانستان لویدیز ته چې ایران سره پوله لري، د سفر پر مهال د افغان کډوالو لخوا د داسې شکایتونو اورېدل تایید کړل…»

په دې ډول ایرانیان خپل گاونډیتوب، هم‌مذهبتوب او هم‌ژبتوب له موږ سره پالي. د متضررینو غږ څوک نه‌اوري، متضررین او کورنۍ یې کله ــ کله د لنډیو په قالب کې د زړه‌خبرې او شکایتونه تلپاتې کوي، دا یې څو بېلگې دي:

 

ایران دې خدای د اور لمبه کړي

چې کړوي زموږ ځوانان په ستمونه

 

جنگ دې په کور کې ورمیلمه شي

بیا به یې گورو تهران کوم پلو ته ځینه

 

د جنگ وبا دې درمیلمه شي

توره پنجابه زه ښېرې درته کومه

 

تهرانه زړه مې په ښېرا دی

درباندې جوړ شه د راکټو بارانونه

 

بیا به دې خدای راته احتیاج کړي

نن خو مې باسي او هېڅ نه کوې رحمونه

 

پرټولو بدو به پښېمان شئ

تهران پنجابه دومره مه کوئ ظلمونه

 

ته خو به وایې چې هېرېـږي

زما به هېر نه‌شي ستا ټول کړي ظلمونه

 

بیا د ایران پرلارو نه‌ځم

که مې مرگی دلته په کور کې میلمه شینه

 

له پاکستانه مې توبه ده

نه مسلمان دي، نه یې سم دي چلندونه

 

پرما دې ځوانه ځواني اور کړه

پر تا دې اور شي ایرانیه ټول عمرونه

 

د برید ترکرښې به پټ ‌ناوړم

ایرانی بیا ډزې کوي، ټپي به شمه

 

نن هماغه کانه راوشوه

زه مسافز ایران مې بېرته راشړینه

 

پرزړه دې ډېر داغونه راکړل

تهرانه ستا جفا به چا ته یادومه

 

ډېروخت شو خوب مې تښتېدلی

پردی وطن دی ځان مې بد احساسومه

 

هجرت د خلکو د خندا کړو

ښه خو به دا وي چې نور خپل وطن ته ځونه

 

د کابل باد وایي چې راشه

نور څه ته ناست یم، اوچت اخلم قدمونه

 

زموږ قسمت د سالنگ غر دی
پر نورو لمر دئ، پرموږ واورې وروینه

 

نور خو مې هېڅ‌شی په‌کار نه دي

ما ته د خپل وطن لارښیه چې ورځمه

 

نور به بهر ته زړه ښه نه‌کړم

چې د گاونډ مې دا ظلمونه په یاد وینه

 

تردې ساده به چېرې نه وي

د نـورو گـټـو تـه چې ویــنــې تـویـویـنـه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.