! د فلسطين او اسرايلو شخړې له يوې بلې زاویې

محمد سليم سليمان

288

د فلسطين او اسرائیلو تر منځ جګړه لا هم دوام لري  د خورا زياتو ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ادعا کېږي. د غزې په تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر په لسګونو زرو ته رسېدلی. اسراییل او متحدین یې د روانې شخړې د سوله ییز حل لپاره هيڅ ډول غوښتنې نه اوري او نه یې مني. د تل ابیب تر شا د لویدیځ زبرځواکونه لکه: امريکا، انګلستان او نور اروپايي هېوادونه ولاړ دي او اسرايلو ته یې اجازه ورکړې ده تر څو ټول بشردوستانه قوانین او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کړي. په ځانګړي ډول برتانيا چې د اسرايلو په رامنځته کولو کې یې له پيله لاس درلود  په خصوصي توګه ددې جګړې له دوام سره علاقه لري. برتانيا په سيمه کې اسرايلو ته اړتیا لري او د انګريزانو په نوښت او هڅو رامینځته شوی یو هېواد دی . له سلو کلونو راهیسې اسراییل په منځني ختیځ کې د بریتانیا په ټایم کړی بم دی، چې له امله یې ټول منځنی ختيځ ناکراره دی. اسرايلو  د تېر لنډ تاريخ په اوږدو کې له شاوخوا ټولو ګاونډيو او شاوخوا هېوادونو لکه مصر، اردن، سوريې، عراق او لبنان سره جګړې کړې دي او په زور یې د سوريې او نور هېوادونو خاورې لاندې کړې دي.

د تېرې پېړۍ په پیل کې برتانوي چارواکي پوهېدل چې د منځني ختیځ او اسیا استعمار د تل لپاره دوام نه شي کولی. انګلستان نه غوښتل چې د سیمې کنټرول له لاسه ورکړي نو د یو ګوډاګي یهودي دولت په جوړولو یې پیل وکړ.او په تدريج سره  اسراییل په عربي نړۍ کې د انګلستان د ګټو په مرکز بدل شول.او د خپل ځان او برتانيا لپاره یې د سلګونو زرو عربو وینې توی کړې.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال برتانوي پوځیانو فلسطین ونیو، عثماني امپراتورۍ کمزورې شوه. په ۱۹۱۷ کې، د بالفور اعلامیه خپره شوه، چې په ترڅ کې یې په فلسطین کې د یهودانو لپاره د خپلواک دولت د جوړولو اعلان وکړ. پنځه کاله وروسته انګلستان په ملګرو ملتونو کې چې هغه وخت ( د ليګ اف نېشنز) په نامه يادېده د فلسطین د خاورې د اداره کولو واک ترلاسه کړ. له همدې شیبې څخه د ځمکې او عقیدې (دين)  پر سر اوږده شخړه په منځني ختيځ کې پیل شوه تر نن پورې دوام لري.

په ۱۹۱۷ کال کې ۸۵ زره یهودان په فلسطین کې اوسېدل. د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې د دوی شمیر نیم ملیون ته ورسید. د برتانوي چارواکو په هڅونې له ټولې نړۍ څخه یهودیان فلسطین ته وکوچېدل. د انګرېزانو په ملاتړ، نويو راغلو يهودانو پر مېشتو ځايي خلکو ظلمونه پيل کړل. عرب بزګران له خپلو ځمکو وشړل شول، فلسطینیان له بیکارۍ سره مخ شول، خو یهودانو له کار کولو ډډه کوله او تر شا يې د برتانيا بشپړ مالي او نظامي ملاتړ درلود.

عربانو څو ځله پاڅونونه وکړل خو په ډېر وحشیانه توګه وځپل شول. برتانوي پوځیانو په ډله ایزه توګه اعدامونه وکړل او د فلسطینیانو په وړاندې د ډله ایزو مجازاتو پالیسي یې روانه ساتله. پوځي محکمو عربانو ته د مرګ او اعدام سزا اورولې او د دې ډول پرېکړو پر وړاندې  هيچا د استیناف غوښتنه نه شوای کولای.

په ۱۹۳۶ کال کې د عربو د پاڅون په ترڅ کې ۵۰۰۰ عربان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شول. دا هغه بیه وه چې فلسطینیانو په منځني ختیځ او اسیا کې د برتانيا د ارمانونو لپاره ادا کوله.

د برتانیې او اسراییلو اړیکې تل خوږې نه وې. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې  يو څه کړکېچ رامنځ ته شو، خو اسرايلو دومره نور ملاتړي درلودل چې په ملګرو ملتونو کې یې پوره زور بر وو او برتانيا ته چندان ضرورت نه وو .

د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې چې له مصر، اردن، عراق، سوریې او لبنان سره یې پيل کړې وه اسراييلي پوځيانو د غزې تړانګې، لويديځه غاړه، ختيځ بيت المقدس، د سوريې د ګولان غرونه او د مصر د سينا ټاپو وزمه نيولي وې. له هغه وخت راهیسې اسراییل د “اشغالي ځواک” په توګه په نړۍ او په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې پېژندل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د اسراییلو پر سياسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده، ځکه چې په ۲۰۱۸ کې لندن د تل ابیب سره اړیکې دومره نږدې کړې. چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۳۸ مې غونډې په جریان کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن غوښتنه وکړه چې د پرېکړه ليک  ۷م پراګراف هغه برخه دې چې “په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د بشري حقونو سرغړونو” ته ځانګړې شوې وه، له پرېکړه ليک څخه لیرې شي. او ان برتانيا ملګرو ملتونو ته ګوتڅنډنه وکړه چې که یې غوښتنه ونه منل شي د دې لايحې لاندې وړاندې شوی هر پریکړه لیک به ويټو کړي. همدا کال، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د برتانيا د شاهي کورنۍ غړی شهزاده ویلیم اسراییلو ته سفر وکړ.

د ۲۰۱۹ په مارچ کې، انګلستان د استرالیا، اتریش او ډنمارک په ملاتړ اعلان وکړ چې دوی به په نړيواله سطحه او په ملګرو ملتونو کې  د ټولو هغو پریکړه لیکونو پر ضد رایه ورکوي چې د اسراییلو غندنه کوي او يا دا چې اسرايل د بشري حقونو په سرغړونو تورنوي.

اسرايل د هغو هیوادونو د لست په سر کې ځای لري چې برتانوي وسلې ترلاسه کوي. لندن تل ابیب ته هر ډول، توغندي، مهمات، د جنګېلارښوونو تجهیزات،  د توپخانې سیسټمونه او نور نظامي وسايل ورکوي. همدارنګه متحده ايالات او یو شمیر اروپایی قدرتونه د اسراییلو نظامي، سياسي او نړيوال ملاتړ کوي.

نن ټوله نړۍ د دې ډول ناسمو پرېکړو شاهده ده چې څه ډول په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو پر ضد ټول پریکړه لیکونه په سمدستي توګه د بریتانیا او واشنګټن او د دوی د ملاتړو لخوا ويټو کېږي. د فلسطینیانو قتل عام په نسل وژنې بدل شوی او برتانوي  او امريکايي کښتۍ یو پر بل پسې  په مدیترانې سمندرګي کې ځانونه اسرايلو ته رسوي چې  د لا نورو بې وزله فلسطينيانو د وژنې لپاره اسرايلو ته وسلې او نور وژونکي تجهيزات ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.