پر سپوږمۍ میین شاعر

نعمت الله صدیقي

258

غالباً د استاد رحمت شا رحمت له پېژندګلوی او له ده سره بیا د ډېرو ناستو، ولاړو، مشاعرو او غونډو مخکې مې هم د ده دغه شعر په یاد و:

دا مې ارمان و چې سپوږمۍ ووینم
خو چې ماښام شو ماله خوب راغی

له سپوږمۍ سره د تشبېه او استعارې مخینه یا شالید یوازې زموږ د ادبیاتو یو شاعرانه موتیف یا مضمون نه دی؛ بلکې د نړۍ ډېری شاعرانو او ادیبانو هم دغه خوږ او خیالي تصویر او تصور تجربه کړی دی، اردو شاعري یې هم بېلګې لري:

ہر ایک رات کو مہتاب دیکھنے کے لیے
میں جاگتا ہوں ترا خواب دیکھنے کے لیے
(اظہر عنایتی)

وہ چاند کہہ کے گیا تھا کہ آج نکلے گا
تو انتظار میں بیٹھا ہوا ہوں شام سے میں
(فرحت احساس)

او زموږ سلیم راز صاحب هم ویلي وو:

سپوږمۍ ستا په څېر ښایسته ده
دا تشبېه مبالغه ده

له مرحوم راز صاحب سره مې د لږ و ډېرې شوخې ملګرۍ یو محتاطانه او احترامانه ګپه هم وه، د تېراه په اورکزیو کې مو د غږ مجلې له سرپرست امین اعظم سره د ژمې یوه اوږده شپه تېره کړه، استاد رحمت چې په دغه شپه راسره و، دوی دواړو ته مې د سپوږمیو د واقعي او شاعرانه تجروبو ترمنځ سوال مخې ته کړ، چې دا واقعیت دی او که شاعرانه مبالغې یا هنري غلو ده؟ یو ــ بل ته یې سره وکتل، د مستې خندا یوه جانانه څپه او ګپه تېره شوه، شاید د اویاو او شپیتو خواوشا کلونو د عمرونو خندا او ملګري به همداسې نیمخوا او نیمګړې وي، چې اوس راز صاحب زموږ محفلونو ته نه راځي او استاد رحمت شا رحمت په میاشتو او اوونیو هم نه وینم.

د استاد رحمت د شاعرۍ هغه مجموعه چې د ځوانۍ د کلونو شاعري یې پکې خوندي کړې ده، د ډېرو داسې شاعرانه او هنري تجربو له خوندورو احساساتو او عاوطفو ماله مال ده، چې د ژوند د تنوع او پراختیا شاعر یې هم سړی وبولي.

د استاد د پورتني بیت ښکلا یوازې په هغه تشبېه کې هم نه ده، چې د همدې شاعرانه مضمون غالب اړخ دی، بلکې د دغه شعري متن هغه اجزا هم یو عالم شاعرانه پوښتنې راولاړوي، څوک ارمانجن ولې وي؟ سر له ماښام ویده ولې شي؟ سپوږمۍ څنګه او ولې یادوي؟ د ماښام او د شپو تصور یې ولې ذهن ته راغلی دی؟ یوازې همدا څو پوښتنې هم کړای شي، چې دغه متن زموږ د ټولنې د فرد او میینتوب او د خپلې خاورې د وګړیو عشقي او روماني داستانونه راته ووايي.

ژاک درېدا د رغښت سپړنې (De Canstraction) په اساس د همداسې یوه جوړښت خبره مقصد وه، چې په شاعرانه متونو کې د ماناوو التوا یا رنګارنګي له همداسې یوه څو بعدي رغښت زېږي او د هنر په یوه دایمي او عاطفي شهکار اوړي، کوم پنځګر چې د شعر او هنر په دغه وړو (په عین حال کې لویو) باریکیو او دقتونو خبره نه وي، شعر خو یې شاید شعر وي؛ خو د داسې لویو هنري ځانګړنو تابلو بلکل نشي کېدای.

یو بل شی، چې د دغه شعر خوږلني یې سړی متوجه کوي، هغه د وزن او اهنګ انتخاب دی، چې په بېخي خوب وړی انداز یې ویلي:

“خو چې ماښام شي ما له خوب راشي”

استاد زه د دا ډول تجربو د شعوري شاعر په توګه ځکه هم درک کوم، چې ما د هغه له خولې همداسې ډېرې او دقیقې علمي خبرې اورېدلي او اخیستي دي، چې د شعر، ادب او په ټوله کې د خپل دور د ادبي او فرهنګي هلو ــ ځلو په اړه هم یو بېخي ځانګړی عالم، ادیب او شاعر دی.

ولې به نه وي؟ چې د ځوانۍ له کلونو د مرحوم ایوب صابر صاحب ترڅنګ داسې یار و دلدار پاتې شوی، چې د ژوند شاید ډېرې کمې خاطرې او یادونه یې له هغه لوی ادیب او عالم پرته د ژوند برخه وي، په هره دویمه خبره او علمي او فرهنګي دلیل کې یې د صابر صاحب حواله حتمي وي، زه وایم، که د صابر پېژندنې د کوم دقیق ادرس اړتیا وه، تر ده مستند ماخذ او دقیق پېژندونکی بل نشته.

سره له دې چې د منځني ښوونځي له استادۍ او معلمۍ تقاعد شوی دی، چې په تول د خبرو تلنه او په حتیاط کمه غږېدا یې د یوه خورا ستر استاد نښې لا اوس په هم شکل او صورت کې ښکاري؛ خو دا خبره یې هم د شوخې شنګې ځوانۍ له شباب سره تړلې ده، چې لسګونه کلونه وړاندې یې تر نیمو شپو د کوهاټ د ځنګل خیلو خواوشا سړکونه پر خپلې خوږې او دردېدلې شيپلۍ مست، ویښ او یاغي ساتلي وو. د ده وینا ده، چې پهلواني او شپيلۍ مې د ځوانۍ د ذوق او شوق مسته مشغله (ساعت تیرۍ) و.
د وروڼو او کورنۍ قبایلي طرز جنجالونه که څه هم د خپل ژوند ترخه بدمرغي بولي، چې ادبي او فرهنګي کارونه او فعالیتونه یې ورسره کافي متاثر شوي دي؛ خو د حاجۍ بي بي (میرمن) تقوا او دینداري یې د ژوند نیکمرغي هم ګڼي، چې که هر څو یې د شعر و شاعرۍ قیوداتو هم ورته ایښي؛ خو د ده په قوله ادبي مبارزه او جدوجهد یې لاثاني و.

ماته یې د خواخوږۍ او مینې ډېرې خبرې او کیسې یادې دي؛ خو د افغاني لیکوالو او شاعرانو په مینه یې له روسي یرغله کوزې پښتونخوا ته د دوی په ورتلنه او هلته د فرهنګي او علمي راکړې ورکړې په توجیه مې ترې دا لنډۍ ډېره اورېدلې ده، چې:

که اباسین راغلی نه وای
په ګنګخړو کې به چا موندل ټیکونه

زه یې پر سپوږمۍ میین شاعر ځکه هم بولم، چې که په ټول ژوند او شاعرۍ کې یو څوک شاعر او پنځګر داسې یو شهکار هم ولري، باید د ده هویت او پېژاند ورسره ثبت شي.

استاد رحمت شا رحمت ته دې خدای اوږد او نیکمرغه ژوند ورکړي، چې زموږ د ادبي او فرهنګي مېنې او چرګۍ محفلونه او غونډې پرې منورې، سنجیده او درنې وي.

نعمت الله صدیقي
۱۳ دسمبر ۲۰۲۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.