د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۱۵

آصف بهاند

273

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۴مه برخه

پاکستان پاک نه دی ککړ دی

اسلام یې دروغ، خبرې دروغ دروغ، یې کارونه

 د گاونډ هرکار د زړه داغ دی

شړل یې زړه باندې راجوړ کړل نورداغونه

 ایران کم نه دی پاکستان نه

لوټ او تالان خو دي د دواړو عادتونه

 خود به مې رنگ زېـړ وي عالمه

چې ایرانی مې په کنځلو راشړینه

پاکستان او ایران دواړو پښې په خپلو موزو کې تخته کړې دي چې موږ له خپلو هېوادونو کډوال باسو، نه د نړیوالو قوانینو پروا ساتي، نه د گاونډیتوب او اسلامي ورورولۍ فکر ورسره دی او نه یې په زړه کې رحم.

اوس چې په افغانستان کې کې ورځ تربلې ساړه په ډېرېدو دي، دواړه هېوادونه غواړي چې د خپلو ناسمو او شومو موخو د ترلاسه کولو له پاره په افغانستان کې پرحاکمو طالبانو فشار راوړي.

ایران وايي چې باید ټولگډونه حکومت جوړ شي او اصلي موخه یې دا ده چې بیا د خپلو لاسپوڅو له پاره د افغانستان په اداري او سیاسي تشکیل کې ځای پیدا کړي او د شیعه‌مذهب د رسمیت زمینه مساعده کړي.

دغه راز پاکستان بیا ځانته غوښتنې لري چې هغه باید ترسره شي؛ خو عام افغانان له هره اړخه کړېـږي. لوږه، بې‌کاري او په ځانگړي ډول د ساړه ژمي ستونزه او د سرپناه نشتوالی. دغې ستونزې ته په میډیا کې داسې اشاره شوې ده:

«تاند (دوشنبه، د قوس ۲۰مه) د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه افغانستان ته استول کېږي، که د سرپناه مناسبه چاره یې ونه شي، ممکن د سخت ژمي په سړه هوا کې له ژونده بې برخې شي.

د دې ادارې پر اساس، د اکتوبر له میاشتې را په دې خوا تراوسه نژدې ۵ لکه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا، له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو پر افغانستان او په دغه هیواد کې پر مرستندویو موسسو فشار زیات کړی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان ته په زوره د استول شویو کډوالو اکثریت زیانګالي ښځې اوماشومان دي چې د سرپناه د نشتوالي له کبله ممکن په ژمي مړه شي.

اکثره کسان چې د افغانستان خاورې ته رسیږي، سخت ستومانه وي او فوري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې تر ۹۰ سلنه څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته تللي او هېڅ ډول زور زیاتی ورسره نه دی شوی.

سرفراز بګتي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۴ لکه ۸۲ زره و ۸۴۵ د ده په خبره غیرقانوني کډوال د پاکستان له بېلابېلو پولو څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.»

د اوس له‌پاره دواړه هېوادونه (ایران او پاکستان) د افغانستان د هراخیزو گټو پرضد ولاړ دي، حاکم طالبان هم د اسلامي ورورولۍ او ښه گاونډیتوب په نامه څه نه ورته وايي، د عامو خلکو له لاسه څه نه کېـږي، یوازې د خپل زړه بړاس د ښېراوو او فولکوریکو لنډیو له لارې ترخولې وباسي. د څو لنډیو بېلگې یې دا دي:

گاونډ په هېڅ نه رضا کېـږي

په ټینگار وايي همدااوس به دې شړمه

 

ټگ گاونډه بیا ښه ټگي وکړه

اول د ورور اوس د دوښمن خطاب کوینه

 

پاکستان پاک نه دی ککړ دی

اسلام یې دروغ، خبرې دروغ دروغ، یې کارونه

 

بچیانو خپل‌وطن ته راشئ

پردی وطن د خلکو قدر کموینه

 

وطنه غم دې دومره زوړ کړم

لکه زړه لته سوري مې اندامونه

 

ځان ستړی خپل وطن کې ښه دی

نه په پردي وطن کې ستړي اندامونه

 

د گاونډ هرکار د زړه داغ دی

شړل یې زړه باندې راجوړ کړل نورداغونه

 

خاونده دا گناه مې معاف کړه

بیا به گاونډ وطن ته نه کړم سفرونه

 

خاونده ما خو داسې نه وې

چې مسافر شمه گاونډ به مې شړینه

 

ارمان کوم، خو وخت لرمه

اوس هم وخت شته دی د وطن پرلوري ځمه

 

خدای به مې بیا وطن ته بوزي

ایرانه ستا دغه بد نیت مې زوروینه

 

خدای دې ظالمو کې ایسار کړه

چې نه اسناد وي، نه پیسې او نه رحمونه

 

پاکستاني نه دې خدای خلاص کړه

زه درتلای نه شم بس دوعا درته کومه

 

خدای دې زما کړه، زما وطنه

چې د گاونډ ظلم و احتیاج نه راخلاص شمه

 

خلک به وایي مسلمان دی

مسلمان ایښي دي زما پرزړه داغونه

 

پاکستان کُفر نه بدتر دی

چې د مجبورو خلکو هرڅه لوټوینه

 

ایران کم نه دی پاکستان نه

لوټ او تالان خو دي د دواړو عادتونه

 

خولې ته به سوړ اسویلی راشي

چې ملیشه مې تر تورخمه اړوینه

 

خود به مې رنگ زېـړ وي عالمه

چې ایرانی مې په کنځلو راشړینه

 

گیلې له هېچا په‌کار نه دي

گیلې له ځانه چې مو کړي بدکارونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.