د ميندوارۍ پر وخت د زړه بدۍ او خواگرځي عوامل کشف سول

279
4 ساعتونه مخکې

د يوې نوې پلټني له مخي، د «جي دي اف ۱۵» هورمون د حاملگۍ پروخت له زړه بدي او استفراق سبب کيږي. دغه کشف کولای سي له هغو ښځو سره ښه مرسته وکړي چي په جدي ډول له دغې ستونزي سره مخامخي دي.

کارپوهانو موندلې ده چي ولي ښځي د ميندوارۍ پر وخت له زړه بدي او خواګرځي سره مخامخي کيږي. د دغي پلټني له مخي چي د طبيعت «Nature» په مجله کي خپره سوې، يو مشخص هورمون د ميندوارۍ پر وخت د خواگرځي او زړه بدۍ سبب کيږي.

د دغي پلټني له مخي، د «جي دي اف ۱۵» هورمون چي د جنين له خوا توليديږي، د دې سبب کيږي چي د مور په مغز کي نويرونونه فعال او په هغې کي د زړه بدۍ او خوا گرځي حالت رامنځته سي.

د نوموړې پلټنې ليکوالان دې ته متوجه سوي دي چي د حاملگۍ پر وخت د زړه بدۍ شدت د دغه هورمون په اندازه، هم مخکي او هم د هغه په ترڅ کي د ميندوارۍ له مرحلې سره تړاو لري.

پلټونکي هيله من دي چي دغه ډول کشف د نوموړي صحي ستونزې د لاښې درملني سبب سي چي ډېري ښځي له پښو غورځوي. د «Hyperemesis gravidarum» په نوم د ميندوارۍ پر وخت د زړه بدۍ ډولونه کيدای سي ژوندانه ته سخت خطر پيښ کړي.

د ميندوارۍ پر وخت خراب حالت ښايي ځاني خطر پيښ کړي

په بريتانيا کي د ميندوارۍ پروخت د زړه بدۍ د له منځه وړلو له پاره د مرستو د خيريه سازمان عمومي مشره شارلوت هودين، وايي: «د سهار له خوا د زړه بدۍ مفکوره چي په رسنيو کي يې رواج پيدا کړی، له واقعيت سره مطابقت نه لري. ډېري يې په دايمي ډول او پرته له وقفې څخه زړه بدۍ او خواګرځی تجربه کوي چي ښايي د ميندوارۍ په ټوله دوره کي ادامه پيدا کړي.»

په سلو کي يو تر درو پوري ښځي د حاملگۍ پر وخت له شديدي دلبدۍ او خواګرځي «hyperemesis gravidarum» سره مخامخي کيږي چي د ميندوارۍ پر وخت د بدحالت يو جدي ډول دی او په داسي يوه حالت کي ښځي بايد په روغتون کي بستري سي.

هودين وايي: «په ډيريو مواردو کي له دغه ډول حالت څخه د يوه نادر حالت په توگه رپوټ ورکول کيږي. خو که شميرو ته نظر واجوو ، په سلو کي درې تنې ښځي ورسره مخامخ کيږي چي په بريتانيا کي دغه رقم په کال کي له شاوخوا ۳۰ زرو ښځو سره سمون خوري.»

دا ډول حالت کولای سي د مور او ماشوم له پاره ځاني خطر رامنځته کړي، دا ځکه چي مور نه سي کولای د استفراق له امله په خپل وجود کي مغذي مواد او مايعات وساتي.

په بريتانيا کي د وارويک په پوهنتون کي د ميندوارۍ پر وخت د زړه بدۍ متخصص وايي: «د ميندوارۍ په اولو دريو مياشتو کي ډيري ښځي د زړه بدۍ له امله په روغتون کي بستري کيږي. نن ورځ داسي ښځي سته چي د جدي عوارضو او مناسبې درملنې د نه شتون له امله مجبوريږي چي خپله حاملگي پای ته ورسوي. په داسي حال کي چي د مور کيدو ډيره هيله ورسره وي.»

د زړه بدۍ او خواګرځي د درملني له پاره نوې هيله مندي

په دغه پلټنه کي معلومه سوه چي په زړه بدۍ او خواګرځي باندي اخته ميندوارو ښځو په وينه کي د هغو ښځو په نسبت د «جي دي اف ۱۵» د هورمون سطحه لوړه ده چي دغه ډول ستونزه نه لري.

خو د زړه بدۍ او استفراق شدت له ميندوارۍ مخکي د «جي دي اف ۱۵» د هورمون په اندازې پوري هم تړاو لري. دغي پلټني وښودله، هغه ښځي چي په هغوی کي د دغه هورمون اندازه له ميندوارۍ مخکي په طبيعي ډول کښته وي، د ميندوارۍ په اولو دريو مياشتو کي د هغه په ډيريدو سره په لا ډير حساسيت سره غبرگون ښيي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.