د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۰مه برخه

آصف بهاند

289

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۳۹مه برخه

 

د ایران ظلم بې‌مثال دی

هرځای راگوره، داسې نه‌شته مثالونه

پرځان اخته به شې ایرانه

چې دې زموږ کډوال ته واچول اورونه

چې پاکستان او ایران وکړل

ډېر ـ ډېر نسلونه بې په بدو یادوینه

چې افغانان یې ازار کړي

پنجاب تهران باندې دې راشي افتونه

 

ځینې خرڅ شوي افغانان د ایرانیانو د ستمونو باوجود، کله داسې هم لیکي:

«ایران سرای من که چه جان من است!..»

دا جمله له هېڅ‌شي نه‌شرمېدونکي «لطیف پدرام» کله چېرې لیکلې وه او یوه افغان (فیروزالدین شاه فلاح) د ده په ځواب کې هغه څه ورته لیکلي دي، چې باید لیکل شوي وای. له لاندې کرښو نه د ایرانیانو د هغو ناروا عملونو خوسا بوی پوزې ازاروي، چې ایرانیانو په کلونو ــ کلونو د بېوزله افغان کډوالو په حق کې کړي دي، خو خپل وطن او خلکو ته خاینین بیا هم وایي او لیکي چې:

«ایران سرای من که چه جان من است!..»

دا هم د ځواب متن:

«جناب آقای پدرام…!

نمی خواستم حتی نامت را بر زبان بیاورم چون نزد ما هیچ عددی نیستی! اما جمله ای جالبی بود عنوان مطلب فیسبوکی ات!

هم اسفبار و هم خنده آور.!

اسفبارش اینکه اصلاً هنوز درد آن پدر و مادر که اولادش را در سرای تو آتش زدند، و فریاد میزد کمی آب بیاور که سوختم، را حس نکردی، هنوز به معنی آن شعری که شاعر سرای تو سروده است، پی نبردی:

بنی آدم اعـضایی یک دیگر اند

که در آفرینش ز یک جوهر اند

هنوز داد و فغان آنانیکه در دریای هری رود هم تباران تو انداخته اند به گوش ات نرسیده است، شاید هنوز آن دختر افغانی که در شهر یزد ایران با حضور داشت پولیس ایران لت و کوب شد، از داخل بس های شهری پایین انداخته شد، حتی در میان شهر سنگ باران شد، برایت نگفته باشد، ما چه حال داریم در سرای تو، شاید هنوز حتی واژه ای بنام اردوگا را نخوانده باشی! چون غلامان نه واژه ای بنام اردوگا می شناسند، نه هم آن جای ها را می بینند، تمام عمر شان به چاپلوسی و درباری بودن شان می گذرد.

من برایت نام می برم،

روزی اگر از غلامی دست کشیدی که این کار برایت آسان نیست سر بزن به اردوگا ورامین تهران ببین سرای داران تو به حق افغان های مهاجر چه می کنند،

اگر وقت داشتی، سر بزن به اردوگا فلکه دانشگاه اصفهان ببین چه واژه های سرای داران تو به

افغان های مهاجر استفاده می کنند:

افغانی مادر جند ه، افغانی مادر غعبه، افغانی فلان کش، و غیره و غیره.

اگر وقت داشتی سر بزن به اردوگا تله سیاه قلعه زنگی یزد ببین افغان ها را با تبرزین می کشند و گوشت افغان را خوراک حیوانات شان می کنند، در آنجا که سرای توست،

اگر گاهی وقت داشتی دوغارون به مرز اسلام قلعه ولایت هرات نزدیک است سر بزن به اردوگا سفید سنگ ببین افغان ها را چه بیرحمانه به کوره ها می اندازند و خاکستر شان می کنند،

ایران سرای توست، حتی جان توست،

خنده آورش این است که من هر چه دیدم در اردوگاها همین هم تباران جناب عالی خوابیده بودند، در سرای خود، توهین و تحقیر میشدند.

در آخر!

ایران سرای افغان ها نیست، بلکه جهنم است برای افغان ها.

سیم خار دار میکشم از عشق دور میهنم

مـن بـه دیـدار خـدا با نام افغان مـیـروم»

د کډوالۍ د ژوند په ترڅ کې  او د ځینو کوربه هېوادونو د رنگارنگ ظلمونو په پایله کې، لنډیو په قالب کې، د وطن د مینې پر څنگ د هغوی له ظلمونو هم سرټکول شوی دی، په لاندې لنډیو کې یې بېلگې لیدلای شئ:

 

د ایران ظلم بې‌مثال دی

هرځای راگوره، داسې نه‌شته مثالونه

 پرځان اخته به شې ایرانه

چې دې زموږ کډوال ته واچول اورونه

 ټوپک د بل جكړه د بل ده

وینه زما ژوندون زما بربادوینه

 چې پاکستان او ایران وکړل

ډېر ـ ډېر نسلونه بې په بدو یادوینه

 چې څو جهان وي، یو افغان وي

د گــاونــډیــــو نـــاځـــوانــي بـــه یـــادویــنــه

 اوس خو دوستي نه، دوښمني شوه

تـا خـپـل کـرلـي پـاکـسـتـانـه دا خـارونــه

 دوه گاونډیان مو شنه ماران دي

زموږ کډوال چې سپکوي، وهي نیشونه

 بې‌وفا ته شوې گاونډیه

پېغور ظالمه دونیا موږ له راکوینه

 ونه زړه، گلان یې ځوان دي

زموږ وطن هم زوړ تاریخ، ځوان یې غمونه

 په هریو پل کې مو ښېگڼې

هجرت پېغور بیا راته مخ‌مخته کوینه

 د کابل باد، د جنت باد دی

د پاکستان له تناره کابل ته ځمه

 ځان چې په پوهه سمبال نه کړې

چې هریو مُلک ته ځې نو وي به کړاوونه

 چې افغانان یې ازار کړي

پنجاب تهران باندې دې راشي افتونه

 پرېږده چې ټول وطن ته راشي

لږ به سختي وي، بیا به نه وي کږلېچونه

 زړگی دې صبر کړه له نورو

ترڅو به غواړې ته د نورو کمکونه

 بېرته مې خپل وطن ته بوزې

چې مې د ستړي زړه پوره شي ارمانونه

 هغه ساعت هم دا دی راغی

چې په تورخم کې کډې وړاندې‌وروسته ځینه

 اور مې له خپلې لمن واخیست

که بدل نه شم تل بلیـږي به اورونه

 د ظلم جام به مو نسکور شي

پر افغانانو باندې مه کوئ ظلمونه

 خدای مې دې درولي وطنه

دا څه ژوندون دی چې بې تا ږدو قدمونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.