د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۲۳مه برخه

آصف بهاند

245

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۴۲مه برخه

 

اوس مې شړې، وروسته به گورې

ځان به اباد کړم، بیا به ته کوې عذرونه

 

کډوال به راشي خپل وطن ته

پنجابی تور دی او تورمخ به پاتې‌شینه

 

د ملیشه ظالم له‌لاسه

په ویر اخته یم رانه هېر دي ستا یادونه

 

پاکستاني او ایراني سیاسیونو او امنیتي مقاماتو افغانان ترخوږ گوتې نیولي دي او هره‌ورځ همدا وایي چې افغانان دې زموږ له خاورې وزي. ډېر ځلې داسې هم شوي دي چې د اسناد نه لرونکو په څنگ کې یې اسناد لرونکي خلک هم افغانستان د تگ له‌پاره اړکړي دي.

د میډیا په ځینو رپوټونو کې راغلي دي چې د پاکستان د بلوچستان مقاماتو امر کړی دی چې هره ورځ باید ترلسو زرو افغانان له پاکستان څخه ویستل شي. دا هم په دې باب د دوچولې د یو رپوټ یوه برخه:

«د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو ويلي دي چې پلان لري هره ورځ لس زره هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، ونيسي او خپل هېواد ته یې اخراج کړي.

د بلوچستان د حکومت وياند جان اڅکزي، وويل: «پولیسو ته امر شوی دی چې په پاکستان کې په غير قانوني توګه میشت افغان کډوال دې ونيسي.»

نوموړي وویل چې چارواکو ته لارښوونه شوې ده چې په ورځ کې لس زره افغانان اخراج کړي. اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې چارواکو پرون، چهار شنبه پر تورخم او چمن دواړو سرحدي لارو کې د بيرته ستنېدونکو په شمیر کې د ناڅاپي کمښت خبره کړې وه.

د اټکلونو پر اساس د اکتوبر مياشتي په وروستيو کې د پاکستان د حکومت له خوا د عملیاتو د پیلولو د اعلان پر وخت ۱،۷ ميليونه افغانان چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل، ميشت ول. پاکستان ويلي ول چې د نوامبر مياشتي له لومړۍ نیټې څخه به هغه ټول افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، نيول کيږي او بيرته به خپل هېواد ته استول کیږي.

له هغه وخت راهېسې تر اوسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل هېواد ته تللي دي. د پاکستان حکومت وايي چې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرني اتباع اخراجوي چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه میشت دي. زياته شوې چې راجستر شوي افغان کډوال چې شمیر یې ۱،۴ میليونه اټکل شوی دی، هدف نه دي او بايد هیڅ انديښنه ونه لري. اوس په پاکستان کې پوليس کور په کور ګرځي او د کډوالو اسناد ارزوي.

د دغو عملياتو په ترڅ کې پاکستان هغه ځانګړي جوازونه هم لغوه کړي دي چې له مخې یې د بلوچستان د سرحدي ښار اوسيدونکو د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کولی شوای…»

په دې لړ کې افغانان له فزیکي، رواني او اقتصادي پلوه داسې متضرره کېږي چې کلونه ـ کلونه به یې پایلې محسوسې وي.

د کړېدلو افغانانو د غږ انعکاس په لاندې لنډیو کې اورېدای شئ:

پنجاب سکه ورور د شیطان دی

له افغانانو نه یې ډک کړل زندانونه

 

پنجاب سکه ورور د شیطان دی

پر افغانانو یې جاري کړلو ظلمونه

 

چې څه کرئ، هغه به رېبئ

څه مو چې کړي، ژر به واخلئ درمندونه

 

له گاونډیانو گیله نه شته

د کار شیان مو له یومخ سېځلي دینه

 

کډوال به راشي خپل وطن ته

پنجابی تور دی او تورمخ به پاتې‌شینه

 

ما ته ترخپله ځانه گرانه

افغانستانه ژړوي مې ستا یادونه

 

بار خو مې خپله پر اوږو ووړ

خبره دا ده چې خراب یې وو نیتونه

 

د وران وطن خبردې واخله

چې ښوونځي مو سوځول، دا یې حالونه

 

اوس مې شړې، وروسته به گورې

ځان به اباد کړم، بیا به ته کوې عذرونه

 

سپوږمۍ منت راباندې مه‌ږده

یار مې تیارو کې د سرحد لارې وهینه

 

په علم هرڅه ابادېـږي

له موږ پردی دی، راپه برخه هجرتونه

 

د خپل پولیس ننداره وکړه

یو مې شکوي، بیا سپکوي او بیا شړینه

 

سیاستوال که چا رضا کړل

د دوی پولیس خو په پیسو خوله پټوینه

 

چې له تورخمه سبا اوړم

لاس خو مې تش دی په وطن زړه ښه کومه

 

باور مې نه شي چې به معاف شم

په خپلو لاسو مې سېځلي مکتبونه

 

له کور وتل راته گران شوي

لارې کوڅې له ملیشوو ډکې دینه

 

د سپین‌بولدک څنډې ته راشه

وروستی دیدن دی، زه وطن ته درنه ځمه

 

د ملیشه ظالم له‌لاسه

په ویر اخته یم رانه هېر دي ستا یادونه

 

دا لوټ‌تالان د ملیشوو

له ما نه هېر کړل خاطرات او ټول یادونه

 

پر سړک مه درېـږه یاره

ملیشه راغی اوس دې بیا عذابوینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.