افغانستان ته د ملا فضل الرحمن راتلل، هيلې که اندېښنې؟ 

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

728

شک نشته چې زموږ په هېواد کې د رامنځته شويو ناورينونو په هکله د پاکستاني حکومت  د مسلسلو غلطو تګلارو له امله په افغانانو کې د پاکستان مخالف ذهنيت په تدريجي ډول رشد وکړ او اوس يې متأسفانه هيولائي شکل غوره کړي دى. کله چې کوم افغان په ټولنيزو شبکو کې د ځان مطرح کول وغواړي، نو پاکستان ته بدرد وايي. زه د خپل هېواد په هکله د پاکستان د چلن سخت مخالف يم خو پېغورونه ښکنځل او بدرد ويل که دښمن ته هم وي له لوړ تمدن څخه استازيتوب نه کوي، د ښکنځل کوونکي ټکنۍ روزنه په ګوته کوي او اخلاقي نيمګړتياوې يې نندارې ته وړاندې کوي.

که د نننيو خبري موضوعاتو د سرټکي لولو نو کابل ته د ملا فضل الرحمن راتګ باندي تبصرې او د انجونو په زده کړو باندي د بيځايه څرګندونو له امله نوموړي ته بدرد ويل د ټولنيزو شبکو د کاروونکو لپاره سوژه ګرزيدلې ده. د حيرانتيا خبره ده چې موږ  د پنځو لسيزو له ترخو او دردوونکو تجربو له درلودلو سره سره ولې هيروو چې دَ ملا فضل الرحمن په شمول هر پردى، ملا او که اُمّي وي پير او که سندرغاړى وي، سياستوال او که دوکاندار وي د افغانستان په تړاو قضاوتونه او ارزونې د خپلو ملي ګټو په ترازو کې کوي او د خپل هېواد سياستونه په پام کې نيسي، خو موږ ورڅخه ځينې په غلط فهمي کې دومره لوړ توقعات ولې لرو او ځينې نور لا دمخه ورته ښکنځل ولې کوو؟ بله دا چې نوموړى د افغانستان د ګټو لپاره نه، بلکې د پاکستان لخوا د پاکستان د مامور په توګه او د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره افغانستان ته راغلى دى.

که خبره داوي چې ملا فضل الرحمن ولې په پاکستان کې يو څه او په افغانستان کې بل څه غواړي، نو ددغه دوه مخي سیاست او دوه ډوله دريزونو ترشا د پرتو تاريخي واقعيتونو د ارزولو لپاره موږ باید د تاریخ پاڼو ته سرونه ورښکته کړو.

ملافضل الرحمن چې د ټولو موسمونو په سياستوال باندي شهرت لري د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې په واک کې د شراکت لپاره د لهجې بدلولو شعار بدلولو، ملګرتيا بدلولو وفاداري بدلولو او ژمنو بدلولو شاليد، وړتیا او استعداد لري. نوموړي پيپلز ګوند او مسلم ليګ په ګډون له مختلفو سياسي ډلو سره په پاکستان کې د ديموکراسي د ترويج لپاره لاس او لاره يوه کړى ده.  له هغه جملې څخه د اتيايمې لسيزې په اوږدو کې د ضياالحق د مارشلا ختمولو او د ديموکراسي د بيرته را ګرزولو تحريک (MRD)مشر هم پاتې شوى دى. ملا فضل الرحمن د بينظير بوټو د حکومت په مهال د حکومت د حليف ګوند د مشر په توګه په پارليمان کې د کشمير کميټې مشري په غاړه درلوده. دغه کميټه د پاکستان په دولتي چوکاټ کې خورا ارزښتناک امتياز دى چې په تاريخ کې يوازې خورا مهمو سياسي شخصيتونو ته سپارل شوى ده.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې په سيمه کې د خپلې برلاسې لپاره په افراطي فکر باندې د ځوانانو سمبالول خپله ستراتيژي ګڼي او په تاوتریخوالي باندي ولاړه تګلاره د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کاروي.  همدا وجه ده چې پاکستان په خپلو مذهبي ګوندونو باندې پانګونه کوي او د پاکستان مذهبي ډلې هم د دولتي ادارو لپاره د بي ټیم په توګه هروخت په خپل هیواد کې د جمهوريت پلوي دى، ليبرال نظام او متمايل سياستونه غواړي، د دموکراسي په اساس جوړ شوى اساسي قانون جوړيدل او پلى کيدل د وخت اړتيا ګڼي، د هندوستان په ګډون له هر ځواکمن هېواد سره دوستانه اړيکې او په ټولنيز تنوع ولاړه انډوليزه ستراتيژي تعقيبولو په موخه فتواوې وړاندې کوي. امریکا ته د افغانستان د نړولو لپاره د نظامي تأسيساتو سپارل د اډو او استخباراتي معلوماتو ورکول د دولتونو ترمنځ سياسي تعامل ګڼي. په خپل هیواد کې امن استحکام پرمختګ ديموکراسي او نه يوازي داچي د ښځو د زده کړو پلويان دي، بلکې ښځې د خپلو ګوندونو لخوا پارلمان ته نوموي او خپل ووټونه ورکوي. البته په افغانستان کې په معکوسه توګه  پورته ياد شوي سياستونه ناروا، د کفر تسلط او په وړاندې يې جګړه مقدسه ګڼي. ګډوډي غواړي، جګړو ته فتواوې ورکوي، کمزورى، په کورنيو شخړو کې نښتى حکومتي نظام غواړي او له هندوستان سره دښمني ترسره کول شرعاً لازم ګڼي،

لنډه دا چې د فضل الرحمن په شمول افغانستان ته راتلونکى هر پردى زموږ د دردونو د درملنې لپاره نه راځي بلکې په افغانستان کې خپل اهداف لټوي. پوښتنه داده چې موږ ولې له پرديو څخه د خير تمه لرو؟ زموږ حاکمان ولې هغوى ته ددعوت ورکولو په مهال زموږ په هېواد کې د هغوى شاليد ته نه ګوري او ولې د هغوى په منفي کړنو باندې سترګې پټوي؟ موږ ولې هر يو او هروخت ورور وژونکي پرديپال يو؟ څومره به ښه واى چې موږ خپلو سياسي مشرانو ته له نوموړي څخه د مرستې لپاره د عذرکولو پرځاى خپلمنځي سلا مشورې پيل کړې واى. د نظامونو د نړولو او نسکورولو پرځاى مو د رغولو سمولو او بدلون رامنځته کولو لپاره مبارزه کړې واى؟

شک نشته چې ملا فضل الرحمن په پاکستان کې منل شوى چالاک او چلباز سياستوال دى. د پاکستان له حاکمو ګوندونو څخه  په هر وخت کې د ځان او ګوند لپاره ښه غوښنه برخه ترلاسه کولو باندي شهرت لري. د افغانستان اوسني وضعیت او د نوموړي ټاکنيزو بوختياو ته په کتو افغانستان ته د فضل الرحمن راتګ به يقيناً په پاکستان کې نوموړي ته ګټور تمامیږي او نوموړى له دغه سفر څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هنر پوهيږي، خو دا چې د نوموړي راتګ به موږ ساده ګانو ته څومره بالفعل او بالقوه زيانونه رارسولي وي لاهم هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.