د ۳۴ ولایتونو ۲۵۰ عالمانو او قومي مشرانو د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دپرانیستلو غوښتنه وکړه

148
محمد مصطفی/ پژواک

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲) د هېواد د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۲۵۰ علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې د بیارغونې د پروژو د پیل ترڅنګ د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه.

له ارګ څخه د مرغومي په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۲۵۰ تنه دیني عالمان او قومي مخورو نن د شنبې په ورځ ( د مرغومي په ۲۴مه، ( د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډه) تر سرليک لاندې غونډه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه ګډون کړي وو.

سرچینې زیاته کړې په دې غونډه کې د ریااست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ترڅنګ د اسلامي امارت د کابینې غړو او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، راغلو علماوو او قومي مشرانو د خپلو ولسونو ستونزې او وړاندیزونه له حکومت سره شريک کړل.

یادو قومي مشرانو د اقتصادي ستونزو حل، د سړکونو او لویو لارو جوړول، د اوبو مدثریت د ولسوالیو په کچه د قومي مخورو او دیني عالمانو د شوراګانو جوړول او د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو پرانیستل د ولسونو غوښتنې وبللې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې تړاو هڅې لا ګړندۍ کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه غونډه کې وویل چې د اسلامي نظام د بشپړ حاکميت او سرتاسري امنيت ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وده د اسلامي امارت لومړيتوب ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه له نړۍ سره د افغانستان د وصلولو په موخه کار روان دی او له دې جملې څخه د واخان له لارې چين ته د غځېدلي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دغه غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ټول ګډونه دی، خو د هغو هېوادونو موخه چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي دا دی، چې د هغوی جاسوسان او لاسپوڅي په حکومت کې شريک شي.

خیرخواه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او د خلکو د خدمت په موخه را پورته شوی، ولس دې د دښمن په پوچو تبليغاتو نه غوليږي د وخت په تېرېدو سره به ټولې ستونزې حل شي.

په همدې حال کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي وویل چې يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي، او مخکې له دې چې يوه موضوع يې له اسلامي امارت په ځانګړي ډول د امر بالمعروف له وزارت سره نه وي شريکه کړې بايد په خپل سر قضاوت ونه کړي.

هغه زیاته کړه، دا د اسلامي امارت د ټولو مسوولينو مسووليت دی، چې د خلکو ستونزې په سړه سينه واوري او د حل لارې ورته ولټوي.

په  خبرپاڼه کې راغلي، د یادونې وړ ده، چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډې تر سرلینک لاندې غونډه د (ټي ال او) موسسې په مالي ملاتړ (د افغانستان د خلکو غږ) پروژې د پیل په موخه رابلل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان سرپرست حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتون دروازې تړلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.