ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د خرلاڅي دروازه تړل شوې.

192

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په کورمه اېجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله د خرلاڅي دروازه تړل شوې.

د پکتیا ولایت مقام ویاند عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه دروازه له تېرې ورځې راهیسې د مسافرو پرمخ تړل شوې، خو د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره وخت ناوخته پرانېستل کېږي.

نوموړي وویل:«د فرضي کرښې هغې غاړې ته د دوو قومونو ترمنځ له ډېر وخت جګړه ده، کله چې جګړه زور واخلي، دا لاره هم تړل کېږي. اوس هم وخت ناوخت غټو موټرو ته اجازه ورکول کېږي، خو ناروغان او نورو مسافرو پر مخ مطلق بنده ده. له خلکو غواړو چې د لارې خلاصون تر وخته دې له تګ ډډه وکړي.»

خو د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب‌الله ګردیزي وایي چې پاکستان تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» یاده لاره له دې امله وتړله چې د باروړونکو موټرو چلوونکي پاسپورټ نه‌لري.

د نوموړي په وينا، د کرښې دواړو غاړو ته په لسګونه باروړونکي موټر ولاړ دي. «له تېرې ورځې سهار نهه نیمو بجو راهیسې د خرلاڅیو لاره بنده ده. همدا ستونزه ده، له ډریورانو پاسپورټ او ویزه غواړي.»

د پکتیا سوداګرو لپاره د خرلاڅي دراوزه د تجارت لپاره تر نورو هغو نږدې او لنډه ده او هم د ناروغانو لپاره د تګ‌راتګ اسانه لاره بلل کېږي.
پکتیا کې د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب‌الله ګردیزي وایي چې پاکستان تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» یاده لاره له دې امله وتړله چې د باروړونکو موټرو چلوونکي پاسپورټ نه‌لري.

د نوموړي په وينا، د کرښې دواړو غاړو ته په لسګونه باروړونکي موټر ولاړ دي. «له تېرې ورځې سهار نهه نیمو بجو راهیسې د خرلاڅیو لاره بنده ده. همدا ستونزه ده، له ډریورانو پاسپورټ او ویزه غواړي.»

د پکتیا سوداګرو لپاره د خرلاڅي دراوزه د تجارت لپاره تر نورو هغو نږدې او لنډه ده او هم د ناروغانو لپاره د تګ‌راتګ اسانه لاره بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.