خپل د سنګر ملګري ملي شهيد ارمان لوڼي ته خط

وړانګه لوڼۍ

346
خپل سنګر ملګري ملي شهيد ارمان لوڼي ته خط
زما په دې دنيا کې څه وو
ستا د دوه سترګو کاته وو
ګرانه وروره پوهېږم چې يوازې یې او له څلورو کالو دې حاضري تور خاموشي خپله کړې ده، د ښه او بد دې هېڅ خبر نه راځي. خو دومره وايم چې هډونه به دې د پاسېدو، لاسونه به دې د ليکلو، کوټلي مازغه به دې د فکر کولو او ژبه به دې د ويلو ملګرتيا درسره نه کوي. ستا زړه به ډېر څه غواړي چې راته وو وايې ، وې ليکې او را وه يې لېږې.
ګرانه وروره زه پوهېږم چې شونډې به دې وچې وي، په اوربل به دې خاورې دوړې پرېوتې وي، د تن جامې چې له دې ځايه دي وړې وې هغه به هم زړې وي. خو زه وايم ته به بیا هم خوشاله يې، ارام به يې، ځکه چې تا خو دلته هم لوږه، تنده او تنګدستي تېروله او خندل به دې. ويل به دي چې زما قام خوار دی که زه خوار يم پروا نشته، زما وطن محکوم دی که زه وږی یم هېڅ کيسه نه ده ، زما معدنيات، اوبه، غرونه او ځنګل د بل واک کې دي، زما خاوره په څو ټوټو ويشل شوې ده، په دې غلامۍ کښې که زما دَ تن جامې زړې وي او که شلېدلې دي پروا نسته. خو يوه خبره کوم چې د ټول هر څه د خپل اولس، وطن، خاورې، ناموس او د واک اختيار دپاره په ځان وړم خو د دښمن په وړاندې په ښکاره درېږم او نور نه پرېږدم چې وطن مې ولوټي، خاوره او ولس مې بېعزته کړي او دَ خاورې واک د دوی په لاس کښې وي.
رښتيا هم چې کلک ودرېدې او تر اخري ساه پورې دې د وطن دفاع په مېړانه وکړه.
ښاغلیه وروره شايد د بابا سره دې وس وخت او ساعت تېر وي ځکه زموږ پوښتنه نه کوې او نه مو حال اخلې خو باور وکړه، له کومه وخته چې ته تللی یې يوه دقیقه مې له فکره نه یې وتلی او هم هغه رقم په خپل دريځ، هوډ، فکر او نظريه کلکه ولاړه يم لکه ته سي ولاړ وې او ستا پاتې ارمانونه مو چې تر څو سر ته نه وي رسولي تر هغې به ده سر په بدله مبارزه دوامداره ساتم او تا ته ډاډ درکوم چې تر څو ستا څنګ ته درغلې نه يم تر هغې به ده دښمن په وړاندې خپل سنګر تود ساتم…
ستا د سنګر ملګرې
وړانګه لوڼۍ
محکوم افغانستان
کلاسیپ الله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.