جرمني ته د نويو راغلو افغانانو ستونزې

ليکنه: آسیه محرابي

248

هغه نوي راغلي افغانان چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست د ۱۵ نېټې (د جمهوريت له راپرځيدو) را وروسته جرمني ته مهاجر شوي، د سختو کړکیچنو حالتونو سره مخ دي.
سربېره پر دې چې دوی دلته په امن کې شپې او ورځې سبا کوي، د خوړلو او څښلو ستونزې نه لري ،خو بيا هم له ډيرو نورو وړو او لويو ستونزو سره مخامخ دي، لکه د استوګنې ځاې.
د استوګنې ځاې/کور لرل هرې کورنۍ ته اړين دی ،په تېره بيا افغانانو ته چې د ډيرو اولادونو يا لويو کورنيو څښتنان دي.
البته په افغاني ټولنه کې تر ۸۰ سلنه زياتې کورنۍ تر څلورو ډير اولادونه لري او اکثره نوي راغلي افغاني کورنۍ چې لويې وي ، يعنې تر دوو ډير اولادونه لري، د بې کورۍ له ستونزې سره مخامخ دي دا ځکه چې په جرمني کې اکثره کورنۍ وړې دي.
که يوه جوړه ( مور او پلار ) يو اولاد ولري، وړه کورنۍ ورته ويل کيږي او که دوه يا درې اولادونه ولري، منځنۍ او که څلور يا تر څلورو زيات اولادونه ولري، لويه کورنۍ بلل کيږي.
په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د يوې دولتي سروې له مخې اټکل شوې چې په جرمني ۵۱,۲ ٪ کورنۍ يو ماشوم، ۳۶,۵ ٪ کورنۍ دوه اولادونه، ۹,۴ ٪ کورنۍ درې اولادونه او ۲,۱ ٪ کورنۍ څلور اولادونه لري.
په منځنۍ سطح په جرمني کې کرايي کورنه/اپارتمانونه د اولاد لرونکو کورنيو له پاره د دريو خونو او يو تشناب سره په کرايه ورکول کيږي، چې دا کورنه د يوه اولاد يا هم يوه جنس لرونکو دوه هلکان/دوې نجونې لرونکې کورنيو ته اختصاص شوي دي.
د څلورو خونو او دوه تشنابونو لرونکې اپارتمانه/کورنه هم شته چې فيصدي يې د درېیو خونو لرونکو پر تله ډيره کمه ده، دا کورنه بيا يوې جوړې کورنۍ ته چې اولادونه يې جينۍ او هلک وي، اختصاص شوي دي.
د پنځو يا شپږو خونو لرونکي اپارتمانونه يا شخصي کورونه کله نا کله په کرايه موندل کيږي چې دا کورونه احتمالا مهاجرو ته نه ورکوي، ځکه چې کرایه يې ډيره لوړه ده چې نوي راغلي مهاجر د لوړې کرايې لرونکو کورنو لګښت نه شي ورکولی ،ځکه دوی د دولت مرستو ته اړ دي او دولت هم د دې وس نه لري چې يوې لويې کورنۍ ته د نورو اړتياو د پوره کولو تر څنګ ،د لوړې بيې کور هم په واک کې ورکړي.
د پورته دلايلو پر اساس، د جمهوريت د تر پرځیدو راوروسته نوي راغلي افغانان لا هم په کمپونو يا هوټلونو کې دي او د بې کورۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
که څه هم په کمپونو او هوټلونو کې هره کورنۍ محفوظه ده خو اکثره داسي وي چې د دوی ورځنی ژوند له نورو پناه غوښتونکو مهاجرينو سره ګډ يا ويشل شوی وي.
تشنابونه يا پخلنځي يې ګډ وي او که جلا هم وي، د خونې په يوه څنډه کې يو ډير وړوکي پخلنځې وي. همدارنګه تشناب يې هم خونې ته ډير نږدې وي ،چې يوه کورنۍ پکې ځان هوسا او خوندي نه احساسوي.
په همدې شکل هره افغانه کورنۍ چې تر دوه يا درې ماشومانو زيات و لري، په داسې کمپونو کې ګډ اوسیږي، البته نه يوازې افغانان، بلکه د نورو هيوادونو ګډوال هم ورسره یوځای اوسیږي.
اکثره کورنۍ يو د بل له شتونه په غيرمستقيم ډول سره اذيتږي، ځکه له يوه پلوه يې کورونه واړه او تنګ وي او له بله اړخه همدا تنګو کورنو کې ګډ يا ډير نږدې شپې او ورځې سبا کوي.

سرچينه: هڅوب مجله، دوهمه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.