په عام محضر کې نيوکې مه کوئ

سيد حسين پاچا

241

ملا هبت الله او عبدالحکيم شرعي له ديني عالمانو غوښتي چې په عام محضر کې نه يې څوک پر حکومت نيوکې وکړي او نه يې نظام تخريب کړي

ملا هبت الله او عبدالحکيم شرعي اوس له بل ځايه د خپل راوارد شوي امارت له امله ځان مافوق الانبياء او مافوق د راشده خلفاو ويني. انبياو ته چې کله ناکله څه خبره راغلي هغه خو زموږ په لارښود او مؤمن به کتاب کې دي يو هم پټ نه دی او نه راشده خلفاو نيوکه بده ګڼلې

دا د ولس پر علماو حق دی چې دوی پر تاسې او ستا په حکومت کې که نيمګړتياوې وي او د نيوکو لامل او موجب وي بايد چې تاسې ته يې په زغرده او د پېغمبر د يو وارث په توګه خپل رسالت تر سره او نيمګړتيا مو له همدې منبره در په ګوته کړي. داسې غوښتنه خو نه انبياو له الله تعالی کړې او نه راشده خلفاو له صحابه و کړې، نو تاسې يې ولې کوئ؟ شرعي لاسوند يې راوړاندې کړئ!

نوټ :

شيخ صاحب هبت الله او شرعي صاحب دا اپلتې مو پرېږدئ، نژدې درې کاله وشول چې د ښوونې او روزنې ټول بنسټونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي او مېرمنې مو له کاره منعه کړي دي، نو تا د شريعت په نوم دا شل کاله د پردی جنګ غاړې ته اچولی وو او د هېواد ټول بنسټونه مو زيانمن کړل. ښوونځي، پوهنتونونه، کلينيکونه او روغتونونه او عامه ځايونه او ان جوماتونه مو د ځانمرګيو بريدونو له امله په وينو ولړل او نن د پيشو پرک (حفاش) په څېر په خپل کور وکلي کې پټ يې. نه ولس ته راښکاره کېږې او نه رسنيو ته راووځې او نه د ولس غوښتنو ته ځواب ويلی شې او بيا له خپلو ملايانو غواړې چې له منبره د امارت عيبونه خلکو ته مه وايئ، نو تاسې دواړه خپله له خدايه ووېرېږئ او په دې ګرېوان کې مو لږ سر کښته کړئ چې دا څه مو شروع کړي دي؟

بي بي سي، پښتو :

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ – ۱۸ جنوري ۲۰۲۴، ۰۶:۲۶ GMT

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له طالبانو غوښتي چې د خپلو مشرانو او په افغانستان کې د دوی د حکومت له عيبونو بيانولو دې ډډه وکړي.

نوموړي نن چارشنبه په کندهار کې د دیني علماوو يوې غونډې ته وينا کې د يو شمېر نورو توصيو تر څنګ خپلو مخاطبينو ته وويل: ”لومړۍ خبره مې دا ده، چې که د امارت کوم حکم راغی، ټول يې تر شا ودرېږئ، د هغه په مقابل کې چې څوک منفي نظر ښکاره کوي، هغه ته اجازه مه ورکوئ، د امارت د فرمانونو او حکمونو مثبت اړخ بيانوئ، منفي يې مه بيانوئ، دښمن له دې بده استفاده کوي.”

ملا هبت الله په دې اوږده وينا کې چې ځينې برخې يې ځايي رسنيو خپرې کړې دي، له خپلو مخاطبانو غواړي چې که په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت اعتراض يا نيوکه هم کوي، بايد په عام محضر (منبر) يې و نه کړي.

تاسې ته ښه پته ده چې د راشده تګلاره يا پيغام د انتخاب پر هماغه ورځ خلکو يعنې صحابه کرامو ته روښانه وو چې :

يا خلکو!

که په ما کې څه ورانی (غلطي) وي، نو ما ته يې وښيئ او پر ما نيوکه وکړئ او که خدای مه کړه بېلارې وم او له خپل مسيره ((تګلارې)) واوښتم يعنې خطا شوم، نو ما ته يې ووايئ يعنې او ترې مې راوګرځوئ او هغه يې هم په عام مجلس ومحضر يا غونډه کې ورته ويلي نه دا چې تاسې پر موږ نيوکې مه کوئ او يا دا چې تاسې پر موږ د نيوکو حق نه لري او موږ د انتخاب (ټاکنو) له ليارې نه، بلکې په زور واک نيولی او اوس زموږ حق دی چې څه کوو هغه به کوو او نور راباندې د نيوکې/نيوکو حق نه لري.

ښاغلی شرعي،

که دې پر ياد وي له اروپا د دکتور رستار تره کي په مشرۍ يو ټيم درغی او زه باور لرم چې تاسې ته به ښې او سمې مشورې درکړي وي، خو ايآ تر اوسه مو په عمل کې جوته کړه چې څه مو وکړل؟

بيا،

مو په کابل کې د علماو شوری راوغله او څو ورځو تېرولو او مشورو وروسته يې څه درته وويل؟ او کومې مشورې يې درته درکړئ او څه غوښتنې يې درڅخه وکړې، ايا ويلای شئ چې تر اوسه مو څومره عمل مو پرې کړی؟ تاسې خو به هم يو څه ژمنې خامخا ورسره کړې وي، نو کومه ژمنه مو پوره کړه؟

تاسې دواړه خو د يو عالم په حيث پوهېږئ چې ژمنه کول او پر ژمنه نه کول څه عواقب لري؟

بيا،

مو سملاسي په کندهار کې د قومي مشرانو غونډه راوغوښتله، نو هغوی خو به هم درته يو څه ويلي او که همداسې د چای څښلو او ډوډۍ خوراک ته راغوښتي وو؟

بيا،

د روان کال د جنورۍ په ۱۴ مه په ګډه قومي مشرانو او ديني علماو غوښتنه وکړه چې ((د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړئ))، نو تاسې څه وکړل؟

همداسې په تېر کې د اسلامي هېوادونو د ګډ سازمان او د ترکيې په شمول له ډېرو اسلامي هېوادونو علما او استازي راغلل چې هغوی خو به هم له تاسې څه غوښتي وي او څه مو به مو خامخا ورته ويلي وي. ښکنځلې خو مو ورته نه شوې کولی.

همداسې د ملګرو ملتونو او انم د قطر پورې درواخله، نو تاسې خو هډو په نيمه او انسانيت نه پوهېږئ. بس همدې ته مو خبره جوړه کړې چې نړيوال درته ووايی چې په مخه مو ښه او بيا د پنجاب په غوجلو او قشلو کې پراته ياست.

ښاغلي شرعي،

ښه دېته اوس څه وايی؟

د شرعي په خبره، د دوی وزيران او چارواکي همداسې واک ته نه دي راغلي؛ قرباني يې ورکړې او څوک پرې د نيوکې حق نه لري.

دا خو داسې مانا لري چې ګوندې تاسې له راشده خلفاو هم پورته ياستئ. پر هغوی صحابه او خلکو ځکه د نيوکې حق لرلو چې هغوی د رايې له مخې انتخاب شوي وو او تاسې قرباني ورکړې ده او په زور راغلي ياست، نو ځکه اوس درباندې څوک د نيوکې حق نه لري، نو دا ستا امارت چې د بېګانه وو له استخباراتي سوړو سرچينه اخلي او د امريکا په خوښه د Panjabi Establishment “Panjab Regiment”  او د Arab intelligence په ګډه مرسته واک ته ورسېدئ، نو تاسې ځانونه اسلامي واکمنان بولئ، ولې؟

ښاغلی شرعي او شيخ صاحب هبت الله،

غواړم چې له تاسې وپوښتم چې هغه تېر د ښاغلي کرزي او غني نظامونه چې امريکا راوستي وو او د امريکا په خوښه او ملاتړ راغلي وو، نو له هغوی دې جنګ کولو او تا خپل جنګ ته د جهاد ويلو، خو نن چې هماغه امريکا ولسمشر غني له واکه ليرې کړ او د هغه ټول حکومت يې تاسې ته وسپاره، نو ستا راتګ دلته اسلامي شو او د هغه نه چې دا ولې؟

نو ما ته خو په دې ګنده معامله کې هېڅ توپير نه تر سترګو کيږي، نو ته يې توپير په څه کې وينې؟

دا ستا په راتګ دلته اوس نوی اسلام راغی که څنګه؟

رښتيا تاسې د پوره شريعت د تطبيق خبره کوئ چې د امارت په دوران کې اوس اسلامي نظام دی او هر څه له شريعت سم مخته ځي او شريعت پوره تطبيق دی، نو دا څنګه تأمين دی چې له خلکو په تېره بيا د هېواد له نيمايي قشر مو د زده کړې حق اخېستې چې نه يې ورکوئ او نه يې منښته کوئ، نو تاسې اسلام نظام نافذ کړی دی او پوره ۍريعت پلی دی.

په اسلامي نظام او شريعت کې خو هر څوک له خپلو حقوقو برخمن ول، نو تاسې خو بې برخې کړي دي، نو دا د شريعت پلي کولو يوازې او يوازې تر حجاب او نجونې و ښځې له زده کړو برخه کول او مېرمنې له منعه کولو ته وايی؟

تاسې دواړو د شيخانو په توګه مو په قطر کې ورسره ژمنه کړې؟

له ژمنې تېښته څنګه ده؟

بيا هم،

تاسې ته وايم که داسې څه يو محکم او مضبوط لاسوند لرئ، خو راوړاندې يې کړئ چې ويې لولو که درست وو، خو موږ به يې ومنو او کنه نه وي، نو بيا به يې دلته د اروپا د اسلامي شوری کونسل، استانبول، مصر الأزهر دارالافتاء، الرابطة المحمدية للعلماء – المغربية، ندوة العلماء، مظاهرالعلوم سهارنپور، ديوبند او داسې نورو لکه د اسلامي هېوادونو ګډ سازمان ته وسپارو او بحث به پرې وکړو.

او که نه، نو ستا د خولې په وينا خو شريعت او نه عدالت نه پلی کيږي او نه دا کارونه ستا له توانه پوره دي. که رښتيا درته ووايم تاسې څوک په علماو هم نه شماري. ټول عمر مو د نورو فتواو سترګې نيولې وي او بيا به مو په خلکو دلته پلي کولې. هر ملک/هېواد ځآنته خپله دارالافتاء لري او د هغه دارالافتاء د اعتماد وړ ده نه د نورو.

له خلکو داسې غوښتنه کول د شريعت خلاف عمل دی او موږ ته ورته په شريعت کې هېڅ دک ودليل نه لرو او پاتې شوه لا دا خبره :

د شرعي په خبره، د دوی وزيران او چارواکي همداسې واک ته نه دي راغلي؛ قرباني يې ورکړې او څوک پرې د نيوکې حق نه لري.

تاسې څوک ياست چې له کبره ډکې دا ډول خبرې کوئ؟

په درنښت

سيد حسين پاچا

له طالبانو د قومي مشرانو او دDني علماوو غوښتنه: د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړئ

https://www.bbc.com/pashto/articles/cy9e52qv3kpo

يو طالب وزير ديني عالمانو ته؛ په نيوکو به زموږ نظام نه تخريبوئ

https://taand.net/?p=235048

ملا هبت الله له ديني عالمانو غوښتي، افغانستان د طالبانو پر حکومت عام ني،کې ونه کړي

https://www.bbc.com/pashto/articles/c51z1x7447eo

ملا هبت الله: د خپلو مشرانو عيبونه مه بيانوئ

https://www.bbc.com/pashto/articles/c3gygvprk83o

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.