د نړۍ پر مخ میشت ټول افغان ملت ته سلامونه

ګیلامان وزیر

346
سلامونه د نړۍ پر مخ میشت ټول افغان ملت ته
که هر څو زما د زندانه خوشی کیدلو ماته مزه نهٔ ده راکړی ځکه چې زموږ ملي رهبر منظور احمد پشتین د جابر ریاست پهٔ قید کې دئ خو بیا هم
هم د اوس مې خپل موبائیل لاس ته راغی نو وار له مخې ټولو ملګرو ته دغه ډاډ ورکوم چې د خپلی محکومې خاورې او خپل مظلوم ملت د خپلواکۍ امن او یووالۍ لپاره به خپله مبارزه پهٔ هر حال کې دوامداره ساتو که هر رنګ مشکلات او سختۍ مخې له راځی ، نو پهٔ ننګ افغانی و پښتانه جذبه به ورسره مقابله کؤو. اخر کې د هر هغه انسان شکریه اده کوم چې زموږ پهٔ غم غمجن او زموږ لپاره یې غږ پورته کړی دی
نورې خبرې به پهٔ ویډیویی پیغام کې درسره شریک کوم، فلحال پهٔ سفر یم
خو دغه نوی بیتونه چې د زندان پهٔ ډیرو سختو لمحو کې مې زړهٔ ته راغلی دي ، ټولو افغانانو ته ډالۍ
زهٔ عام وجود یم خاورې کیږم به فانی به شمه
خو که پهٔ ننګ د وطن مړ شوم قیمتی به شمه
قامی لښکر ته زهٔ له سر و ماله تیر ورګډ یم
نو پهٔ دې نهٔ یم چې پهٔ دار یا زندانی به شمه
که مې پهٔ ننګ د افغان کلَکه توره وتړله
اصلی وارث د خوشحال خان او ابدالی به شمه
وطن یا کفن
لر و بر زړهٔ ځیګر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.