د مدرسې فارغ – لنډه کیسه

اجمل ستانکزی

262
سپینې جامې یې په تن او سپینه پګړۍ یې په سر وه. تخرګ کې یې د ژیړو ورقو والا کتاب نیولی وو او په ډیر کبر د خپل کور خوا ته روان وو. لار کې به یې چې خلکو ته کتل نو زړه کې به یې ویل چې تر دې عامیانو زه بهتر او برتر یم ځکه نن له مدرسې فارغ شوم. نن نه پس به ماته ټول مولوي صیب وايي.
کور ته چې راغی کورنۍ یې هم خوشاله وه او ګلان یې په غاړه کې ور واچول. ملګري او خپلوان یې هم مبارکي ته ورته راغلل. دغه ورځ یې ټولو ته په کور کې درې وخته جمع هم ورکړه.
کورنۍ یې غریبه وه. یوه هفته چې تیره شوه نو مور یې ورته وویل چې زویه ته د کور مشر یې لاړ شه چیرته کار روزګار وګوره. پلار خو دې په ځانمرګي کې مړ شوی او اوس د کورنۍ مسولیت ستا دی. مخکې لدې چې مور یې بله خبره وکړي، ده یې خبره ورپرې کړه او ورته یې وویل.
مورې! ځانمرګي ورته مه وایه. ګناهګاریږې. دا استشهادیان وو. دوی د اسلام لپاره ډیره قرباني ورکړې. که زما پلار ښه مسلمان وو نو اوس به په جنت کې وي او که ښه مسلمان نه وو نو اوس به دوزخ کې وي.
د مور یې سترګو کې اوښکې راشي او ورته ووايي. زویه! دغسې مه وایه. ستا پلار ډیر نیک انسان وو. ستاسې د ښه ژوند لپاره یې ډیرې سختې وګاللې. په دغې ورځ هم کار ته په لار کې وو چې ځانمرګو حمله وکړه او د ده په شمول یې لسګونه بیګناه انسانان ووژل.
دا ځل یې زوی غصه شي او مور ته ووايي. مورې! بیا درته وایم ځانمرګي ورته مه وایه دا استشهادیان وو. استشهاد د هر چا د وس خبره نه ده. د دوی عقیده ډیره قوي وه. کاشکې جهاد نه وای خلاص شوی، ما هم استشهادي ته ځان برابراوه. زما پلار ما ته معلوم وو. مدرسه یې نه خوښیده او زه یې ښوونځي ته لیږلم. دا خو چې هغه مړ شو د کلي ملا صیب دې خیر یوسي چې مدرسې ته یې ولیږلم.
مور یې نه غوښتل چې زوی خفه کړي، ځکه نو غلې کښیناسته. زوی یې یو څو خبرې نورې هم وکړې او بیا پورته شو او مورته یې وویل چې زه ځم کار پیدا کوم.
اول لاړ د کلي ملا ته. د کلي ملا له یو څو سپین ږیرو سره ناست وو او خبرې یې کولې. ملا چې دی ولید نو ورته جیګ شو او په غیږ یې روغبړ ورسره وکړ. د کلي سپین ږیرو هم روغبړ ورسره وکړ. وروسته په خبرو خبرو کې ده ورته د خپلې مدرسې او هلته د درسو په اړه وویل. پدې کې یو سپین ږیري ورته وویل چې تا خو زمونږ له ملا نه هم ډیره دیني زده کړه کړې. راځه زمونږ جومات ته راشه. د همدې کلي یې او همدلته امام شه. د دې خبرې اوریدو سره ملا وارخطا شي. هلک له سپین ږیري پوښتنه وکړي چې مونږ خو تیار دلته ملا صیب لرو. سپین ږیری ورته ووايي چې دا به خپل کلي ته لاړ شي. ملا لدې اوریدو سره نور هم وارخطا شي خو د نورو غلطولو لپاره په شونډو موسکا راولي او دې سپین ږیري ته ووايي چې نور زه هم د همدې کلي یم. بیا هلک ته مخ ور واړوي او ورته ووايي چې تا خو ډیرې دیني زده کړې کړي. اوس اسلامي امارت حاکم دی، ځه لاړ شه تاته به ډیر غټ پوسټ درکړي. هلک چې دا واوري نو ځان ورته نور هم غټ او مهم ښکاره شي. له یو څه نورو خبرو وروسته له مجلسه پورته شي او له دوی سره مخه ښه وکړي. دا ځل ملا هم ورته پورته نشي او په ناستې ورسره مخه ښه وکړي.
دی چې کله له مجلسه لاړ شي نو ملا سپین ږیرو ته وايي: دا هلک ماته وهابي ښکاري. فکر کوم مدرسه کې یې د وهابیانو کتابونه پرې ویلي. که دا ملا کړئ ټول کلی به درته بې لارې کړي او فسق او فساد به مو په کلي کې ډیر شي. زه خو وایم چې بیخي یې لدې کلي وباسئ.
د ملا هدف خپله ملايي ساتل وي ځکه سپین ږیرو ته د ده په اړه دروغ ووايي. دې وخت کې یو بل سپين ږیری ووايي: په اخره کې مو دا اسلام مه راخرابوئ. نه وهابی غواړم نه پنج پیری. دا هلک دې دلته نه ملا کیږي. بس خلاص.
هلک خوشاله خوشاله کور ته ننوځې او مور ته ور چیغه کړې چې مورې چیرته یې. مور یې چې راشي نو ورته ووايي زه سبا ځم کابل ته. امارت خو زمونږ خپل دی او زما د دیني زده کړې په وجه به ماته په امارت کې دنده راکړي. تر ما کمې زده کړې والا په لویو لویو چوکیو ناست دي. ماته خو باید که تر هغوی ښه نه وي نو د هغوی په اندازه چوکۍ راکړي. که پلار مې ژوندی وای نو په ما به یې ښوونځی او پوهنتون ویلې. خو اوس د پوهنتونیانو وخت لاړ. اوس د مدرسو والا حکومت دی. اوس زمونږ حکومت دی.
مور یې چې نه غواړي زوی غصه کړي، خپل خفګان پټ کړي او ده ته ووايي چې خدای دې لوی سړی کړه.
هلک سبا سهار وخته د کابل په لور روان شي. کابل ته چې ورسیږي شپه د ماما کره وکړي او سهار په کار پسې ووځي. په لاره کې له ځان سره فکر کوي چې فلانی او فلانی چې تر ده یې دیني زده کړې کمې کړي په دومره لویه چوکۍ ناست دي. ده ته خو باید تر هغوی هم لویه چوکۍ ورکړي. په همدې خیالو کې لمړۍ خپل یو ملګري ته ورشي او له روغبړ او یو څه مجلس وروسته ورته خپل اسناد ورښکاره کړي چې له یوې ډیرې مهمې مدرسې نه په لوړه درجه فارغ شوی. ملګری یې د ده اسناد وګوري او مبارکي ورکړي. بیا ورته ووايي چې اوس خو هیڅ خالي پوسټ نلري او که کوم خالي پوسټ پيدا شو نو حتماً به ورته احوال ورکړي. همدارنګه د بل ملګري ادرس ورکړي چې هلته ورشي که هغوی سره کوم خالي پوسټ وي. لده نه چې خلاص شي د هغه کس خوا ته ورشي. هغه کس هم ورته معذرت وړاندې کړي.
شاوخوا پنځه هفتې همداسې کله یو دفتر ته ځي او کله بل دفتر ته. خو څوک کار نه ورکوي. د ده دا سرګرداني یې چې د ماما زوی وګوري نو ورته ووايي چې تر څو ښه غټه واسطه یا رشوت ورنکړې په دولت کې کار نشته. هلک ته هم غصه ورشي او هم ناامیده شي چې دا څه وايي.
د ماما زوی یې بیا ورته ووايي: په امارت کې تر جمهوریته ډیر فساد دی. خو هغه وخت که فساد وو نو امکانات هم ډیر وو. اما اوس فساد شته خو امکانات نشته او یوه پوسټ ته لس لس کسه واسطې والا ولاړ وي. طالبانو هم ټول مهم پوسټونه اول پخپلو ډلو تقسیم کړي او بیا هرې ډلې خپل خپلوان او ملګري استخدام کړي. هغه لږ غیرمسلکي کارونه هم دوی خپله نیولي. یوازې هغو مسلکي پوسټو باندې چې دوی یې نشي کولای، مسلکي خلک ټاکي.
هلک خپل د ماما زوی ته ووايي: نه واسطه لرم او نه هم د رشوت لپاره پیسې. خو شکر مسلک لرم. کلونه مې دیني زده کړه کړې.
د ماما زوی یې پوښتنه ترینه وکړي: ډاکټر یې، انجنیر یې، نرس یې، پيلوټ یې، فارماسیسټ یې، مستري یې… کوم مسلک یا کسب لرې؟
هلک ځواب کې ورته ووايي چې مولوي یم او د ځینو کتابو نومونه واخلي چې دا کتابونه مې ویلي.
د ماما زوی یې ورته ووایي چې دا کتابونه نه پيژنم خو دا راته ووایه چې یو کس چې مولوي شي هغه بیا چیرته کار کولای شي؟روغتون کې؟ درملتون کې؟ کارخانه کې؟ دفتر کې؟…
هلک نا امیده غوندې شي او د ماما زوی ته ووايي: ولا زمونږ کارونه خو په جومات او مدرسې پورې تړلي. نه روغتون کې کار کولای شم، نه کارخانه کې، نه دفتر کې او نه هم د انجنیري برخه کې.
د ماما زوی یې بیا ترینه پوښتنه وکړي: نو ته ولې جومات کې امامت نه کوې یا په مدرسه کې استادي ولې نه کوې؟
هلک ځواب ورکړي: دا پنځه هفتې رانه د دولتي دفترو تر څنګ نه جومات پاتې دی نه مدرسه. خو هیچیرته هم ځای نشته. د مدرسو فارغان دومره ډیر شوي چې هیچیرته هم خالي بست نشته. زه نه پوهیږم چې دا مونږ نه پس د میاشتې زرګونه فارغیږي دا به څه کوي؟ نور خو نه دولت کې ځای شته نه په جومات او مدرسه کې.
د ماما زوی یې بیا پوښتنه وکړي: انګلیسي او کمپيوټر دې زده دی؟
هلک ورته ووايي نه! مونږ په مدرسه کې د کفارو ژبه او کمپیوټر نه زده کوو.
د ماما زوی یې هم لږ غصه غوندې شي او ورته ووايي چې د کفارو ژبه او کمپیوټر نه زده کوئ او جومات او مدرسه کې ځای نشته، ځه نو لاړ شه چیرته مزدوري درته پیدا کړه.
هلک په خفګان ځواب ورکړي: مجبور یم. ټوله کورنۍ مې ماته سترګې په لار ده چې کار وکړم او کور ته یو څه پیسې ولیږم.
نور هلک هم له دولته ناامیده شي او په شخصي ځایو کې کار پسې ګرځیدل شروع کړي. یوه ورځ سهار یو ځای کې ګلکاران کور جوړوي. دی هم هلته ورشي او ورته ووايي چې که مزدورکار ته ضرورت لري. هغوی ورته ووايي چې راځه. هلک چې ټول عمر تیاره ډوډۍ خوړلې او کله یې هم مزدوري نه ده کړې، ژر ژر ستړی کیږي. اخر ګلکاران ترینه په تنګ شي او له نیمې ورځې کار وروسته د نیمې ورځې پیسې ورکړي او کور ته یې ولیږي. یو ګلکار په غصه ورته ووايي: لکه چې پلار دې ډیر مالداره وو ځکه ټول عمر دې په تیاره خوړلې او فزیکي کار دې کله نه دی کړی. تا غوندې تیارخورو ته باید څوک کار ورنکړي.
هلک له شرمه سر ټیټ واچوي او ترینه روان شي. سبا بیا کار پسې ووځي. د یو مستري دوکان ته لاړ شي او د کار غوښتنه ترینه وکړي. مستري ترینه پوښتنه وکړي چې د موټرو جوړولو کې څومره تجربه لري؟ هلک ورته ووايي چې هیڅ پرې نه پوهیږم. مستري ورته ووايي چې ځه لار دې وهه. دا د بیکارانو ځای نه دی.
هلک لدې ځایه هم ناامیده روان شي او یو درملتون ته لاړ شي. له درملتون والا نه د کار پوښتنه وکړي. هغه ترینه د تعلیم پوښتنه وکړي. نو دا ورته ووايي چې مدرسه مې ویلې. درملتون والا ورته ووايي چې بښنه غواړم زما فارمسیست پکار دی.
لنډه دا چې له هر ځایه ناامیده راستون شي. له ځان سره وايي چې د دې کلونه کلونه مدرسې په ځای مې کاشکې ښوونځی او پوهنتون ویلی وای. یا مې کاشکې یو کسب زده کړی وای. نن خو به مې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله.
څو ورځې وروسته کلي ته ناامیده ستون شي. مور یې چې د ده خفګان وګوري نو په غیږ کې یې ونیسي او ورته ووايي. زویه مه خفه کیږه. لږ ځمکه لرو هغه به خرڅه کړو او یو څو وخته به ګذاره وکړو.
زوی یې هیڅ هم ونه وايي.
سبا د هماغه سپین ږیري کور ته ورشي کوم چې ده ته د ملايي ویلي وو. کله چې دروازه ور وټکوي او هغه راووځي نو له روغبړ نه پس هغه خبره وریاده کړي او ترینه د جومات ملايي وغواړي. هغه ورته په غصه ووايي چې مونږ دلته وهابیان نه غواړو. ځه چې بیا دې دلته ونه وینم.
هلک لدې ځایه هم ناامیده بیرته کور ته لاړ شي. کور کې ډیر وخت غلی ناست او فکرو کې ډوب وي. وروسته خپلې مور ته ووايي. مورې! داسې ښکاري چې ما د خپل ژوند ډیر کلونه په مدرسه کې ضایع کړل او اوس یو بې مسلکه او بې کسبه انسان یم چې نه د ځان په درد خورم او نه هم د کورنۍ. کاشکې مې یا ښوونځی او پوهنتون ویلی وای او یا مې کوم کسب زده کړی وای.
مور یې ورته ووايي: زویه! ستا پلار د همدې ورځې لپاره په تا ښوونځی ویلې چې د نورو احتیاج نشې او پخپلو پښو ودریږې. هغه د مدرسې ضد نه وو خو نه یې غوښتل چې دومره ډیرې مدرسې دې ولرو چې فارغان یې په ټولنه یا پخپلو کورنیو بو ج شي. هغه غوښتل له تا نه تکړه ډاکټر جوړ شي ځکه مونږ پخپل دومره لوی کلي کې هیڅ ډاکټر نلرو. هغه غوښتل ته پخپل کلي کې کلینیک ولرې تر څو هم ځانته او هم خپلو خلکو ته خدمت وکړې.
زوی یې له یو څه چوپتیا وروسته ووايي: ما خو د پلار هیله پوره نکړای شوه خو زما کوچني وروڼه به ډاکټران کیږي او همدې کلي به به کلینیک جوړوي. سر له سبا به دوی د مدرسې په ځای ښوونځي ته ځي او له ښوونځي نه پس به پوهنتون وايي. د ځمکې د خرڅولو په ځای به زه نور دا ځمکه خپله کرم او خپل کور به چلوم.
مور یې ورته ووايي: زویه تا خو کله دهقاني نه ده کړې. ته به یې څنګه کرې؟
زوی یې ځواب ورکړي: سر له سبا نه نیمه ورځ له نورو سره کار کوم او نیمه ورځ پخپله ځمکه. له نورو سره په کار کولو به یې ورو ورو زده کړم او که کوم ځای کې مې مرسته پکار وه خپلوانو او ملګرو نه به مرسته اخلم.
مور یې مسکۍ شي او ورته ووايي: زویه! ستا پلار همداسې غیرتي انسان وو. نن چې تاته ګورم هغه مې سترګو ته دریږي. هغه به ویل چې انسان د خپل محنت په مټ تر هر ځایه رسیدلای شي. نن که ته همت وکړې نو ته هم ډیر څه کولای شې.
هلک دهقاني شروع کړي. نیمه ورځ د نورو په پټیو کې کار کوي او نیمه ورځ پخپلو کې. ورور ورو ترینه ښه بزګر جوړ شي. دومره کوي چې خپل کور وچلوي او چاته یې لاس اوږد نشي. هغه د مدرسې د وخت نشه چې فتوا ګانې به یې ورکولې یا به یې هر چاته ویل چې ستا د ټولو پوښتنو ځوابونه ما سره شته، یې له مغزو وتلې او اوس ترینه یو هوښیار انسان جوړ شوی. وروڼو باندې کوښښ کوي چې ښوونځي نه په ښو نمرو فارغ شي تر څو طب ته کامیاب شي. یوازینی خفګان یې دا دی چې د خپل ژوند ډیر کلونه یې په مدرسه کې ضایع کړل. همدارنګه د خپلو استادانو (مفتیانو، شیخ الحدیثانو) له غلطې رویې او جنسي ځورونې څخه نن هم کړیږي. البته د مدرسې د ژیړو ورقو کتابو ډیری خبرې یې له یاده وتلي.
د بزګري تر څنګ په اضافه وخت کې مطالعه کوي او نوي نوي شیان زده کوي. اول یې سم پښتو لیکل زده کړل او اوس انګریزي ژبه زده کوي. پلان لري چې وروسته کمپیوټر هم زده کړي او د انټرنیټ له لارې انلاین زده کړې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.