خورشيد او د خوب ګروپ يې

ژبارونکی: ابوبکر ماموند

515

خورشيد د خپل خوب اتاق ټولو وسايلو سره مينه درلوده . هر سهر وروسته له هغې چې د خپل خوب څراغ به يې خاموش کولو ، د خوب بستره يې ټولوله او د خوب لباس يې په مناسب ځای کې کېښوده . وروسته له هغه به يې سهرنی خوړ او ښوونځي ته د تګ لپاره اماده کېده . مازيګرني همداسې د ښوونځې کورنۍ دندې د ترسره کولو او له هغه وروسته د خپل کشرانو ورونو سره په درس او تمرينونو په حل کې کوښښ کولو . په همدې توګه ټوله ورز له خپلې کورنۍ په څنګ کې د مختلف کارونو په ترسره کولو کې تېروله .
د شپې لخوا هغه وخت چې د خوب لپاره به اماده کېده ، لومړی خپل د خوب څراغ روښانه کولو او وروسته به يې د اتاق څراغ خاموش کولو ، هغه د خپل خوب څراغ سره ډېره مينه درلوده او هره شپه د هغه په رڼا کې قصې لوستلې . وروسته هم له خپل څراغ نه چې ده ته يې روښنايې ورکولو مننه کوله او ويده کېده .
خورشيد همېشه د خپل اتاق د ټولو شيانو سره د پاکولو او ځای په ځاي کولو وخت کې په مهربانۍ خبرې کولې . نن شپه وروسته له خوبه د خوب څراغ ته نظر کړ او وويل : زما ښکلی څراغه ! له دې مننه چې ما ته روښنايې راکوي . څراغ وويل : هغه کس چې روښنايې ورکوي زه نيم بلکه ګروپ دی چې زما په داخل کې قرار لري .
خورشيد د دې خبرو په اورېدو ګروپ ته نظر وکړ وويل : خه نو بيا ته څوک يې چې روښنايې ورکوې؟ له تا مننه . ګروپ وويل : نه زه يوازې ېو ظرف ( لوښی ) يم روښنايې ورکوونکي دا يو نازک سيم دی چې زما په داخل کې يې وينې . خورشيد نازکه سيم چې د ګروپ يو طرف څخه لاندې راغلی په وسط کې څو وړې حلقې تشکيل کړي او دوباره د ګروپ بل طرف ته تللی وو نظر کړ او وويل : اوه نو ته څومره باريک يې مګر څومره روښانه يې ! نو ته د دې روښنايې دليل يې ؟ باريک سيم وويل : هو زه يم ولې زه په يوازيتوب کار نشم کولای .
باريک سيم په دې وخت کې وپوښتل : تا تر اوسه اورېدلی چې ويل يې ګروپ وسوځېد ؟ خورشيد جواب ورکړ : هو . باريک سيم بيا هم ادامه ورکړه : ګروپ له هوا او اکسيجن څخه خالی وي . که چېرې يوه ذره د اکسيجن څخه د ګروپ داخل ته داخل شي زه قطع کيږم . همدا ده چې نوره روښنايې نشم ورکولی او هغه وخت دی چې وايي ګروپ سوځېدلی دی . ګروپ وپوښتل : پوښيږې چې څرنګه ګروپ روښانه او خاموش کيږي ؟ خورشيد بيا هم وويل : نه که چېرې تشريح راکړې خوشحاليږم . باريک سيم وويل : ته چې کله د برېښنا ساکت باندې فشار راوړې د اتمونو جريان په ما کې جاري کيږي او زه روښانه کيږم ، او چې بيا ځلې فشار ورکړې برعکس د اتمونو جريان بې حرکت او ثابت پاتې کيږي او زه بيا روښنايې نه شم ورکولی . اوس پوه شوي ولې مې ويلي وو چې زه په يوازيتو کار نشم ترسره کولای ؟ خورشيد وويل : هو زما د خوب ښه ګروپه ! اوس په هر څه پوه شوم . واقعاً چې مونږ په يوالي او همکارۍ سره کولای شو لوی کارونه ترسره کړو.

امينه معاويه
ژبارونکی: ابوبکر ماموند
رسامي زبيره جان د قزاقستان څخه همکاري کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.