څیړنه: په ځوانانو کې د کولمې سرطان مخ پر ډېرېدو دی؟

413

د یوې څیړنې د موندنو په اساس، د کولمو سرطان په هغو کسانو کې په چټکۍ سره د ډیریدو په حال کې دی چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو کم دي. ښه خبر دا دی چې تاسې کولی شي د یو لړ روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو سره یې خطر کم کړئ.

د اروپايي ټولنې او بریتانیا یوه ګډه څیړنه ښيي چې په ټوله کې د کولمو د سرطان له کبله رامنځ ته کیدونکي مرګونه مخ په کمښت دي.

دغه څیړنه چې د انل او اونکالوژي Annals of Oncology ژورنا کې خپره شوې، پکې اوږدمهاله معلوماتو ته کتنه شوې. څیړنه ښيي چې په نړۍ کې د ۳۰ کلونو پخواني وخت په پرتله نن ورځ د کولمې د سرطان له کبله مرګونه کم شوي دي.

د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د ۱۹۸۸م کال راهیسې په ټوله اروپايي ټولنه کې د سرطان د ټولو مثبتو پیښو له جملې د ۶،۲ میلیونه کسانو ژوند ژغورل شوی دی. د څیړنې په اساس، دغه شمیر بیا په بریتانیا کې ۱،۳ میلیونه دی.

دغه څیړنه د روغتیا د نړیوال سازمان له ارقامو استفاده کوي، ترڅو د ۲۰۲۴م کال له پاره د ټولو سرطاني مثبتو پیښو له کبله د احتمالي مرګونو د شمیر وړاندوینه وکړي.

د دې څیړنې مشري کارلو لا ویچیا کوي چې د ایټالیا د ډیګلي سټډي ډي میلانو پوهنتون غړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې دویچه ویله ته د یادې څیړنې په هکله وویل: «د کولمو د سرطان له کبله د مرګونو کچه په نارینه وو کې ۴،۸ او په ښځو کې اندازه بیا ۹،۵ سلنه ده.

د یادې څیړنې په اساس، د کولمو د سرطان له کبله د مرګونو ډیری کمښت د ډیر عمر کسانو په منځ کې دی یعنې هغه کسان چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو لوړ وي.

د ناروې په اوسلو پوهنتون کې د طب د برخې پروفیسور مایکل بریتاور د دویچه ویله د پوښتنې په ځواب کې د یادې څیړنې په هکله وویل: «د کولمو د سرطان له کبله د تلفاتو کچه ۵۰ -۶۰ وه او اوس دغه اندازه ۲۰ – ۳۰ سلنه ته را ټیټه شوې. دا ښه او ستره لاسته راوړنه ده.»

د مرګونو د کمښت اصلي دلیل تر ډیره پورې د طبابت په برخه کې د جراحیو د پرمختللو تخنیکونه موجودیت او داسې وسایل دي چې د کولمو په وروستیو برخو کې سرطاني غدي تشخیص او لیرې کولی شي. سربیره پر دې، د سرطان ضد غوره کیفیت لرونکي دارو درمل او د تشخیص وسایل او امکانات یې د اصلي لاملونو په توګه یاد شوي دي.

په ځوانانو کې د کولمو د سرطان ډیروالی

یادې څیړنې دا هم موندلې چې د کولوریکټل سرطان یا د کولمو د سرطان له کبله د مرګونو کچه د۵۰  کلونو څخه د کم عمر لرونکو کسانو په ډله کې مخ په لوړیدو ده.

په ایټالیا، پولنډ او هسپانيا کې په ځوانو نارینه وو کې د کولمو د سرطان له کبله د مړینې کچه، او همدا راز په آلمان کې د ښځو په منځ کې د مرګونو کچه د ۵ نه تر ۷ سلنې پورې لوړه شوې خو دغه اندازه بیا په بریتانیا کې ان ۲۶ سلنه لوړه شوې ده.

د دې څیړنې مشر کارلو لا ویچیا زیاته کړه: «موږ له ۵۰ څخه د کم عمر لرونکو له پاره [د سرطان د مړینې د راټیټیدو] یو میلان وینو. دا میلان په انګلستان کې ډیر او په نورو اروپايي هیوادونو کې هم لیدل کیږي. موږ کولی شو دا د کولمو د سرطانونو زیاتوالي او د چاقۍ لوړې کچې سره ربط ورکړو، کوم چې د دې یو خطرناک فکتور دی.»

په هر حال، د ناروې په اوسلو پوهنتون کې د طب د برخې پروفیسور مایکل بریتاور بیا په دې باور دی چې تر ۵۰ کلونو کم عمر لرونکو کسانو کې د کولمو سرطان کم دی خو دا چې دا د اندیښنې وړ هم نه دي.

د نوموړي په خبره : «په ځوانانو کې د کولمو سرطانونو د زیاتوالي په اړه په رسنیو کې ډیرې خبرې کیږي، خو که تاسې د نسبي خطر پر ځای مطلق خطر ته وګورئ، دغه کچه خورا ټیټه ده.»

په آلمان کې د ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکو کسانو په دله کې د مړینې کچه، د بیلګې په توګه، په هر ۱۰۰ زره کسانو کې ۲ اعشاریه ۵۳ ده او دغه اندازه بیا د ډیر عمر لرونکو کسانو یعنې تر ۷۰ کلونو پورته کسانو کې بیا په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۱۶۴ ده.

د ناروې د دغه پروفیسور په خبره: «د کولمو سرطان تر ډیره د ډیر عمر لرونکو کسانو ناروغي ده. له همدې امله موږ په پرمختللو هیوادونو کې په ځوانانو کې د دغې ناروغۍ ټيټې پیښې وینو. که تاسو ۳۰ یا ۴۰ کلن یاست، […] خطر خورا ټیټ دی.»

د کولمو د سرطان لامل څه دی؟

د ناروې په اوسلو پوهنتون کې د طب پروفیسور مایکل بریتاور په خبره ساینس پوهان د “خطر په فکتورونو” پوهیږي داسې فکتورونه چې پر یادې ناروغۍ اغیز لري، خو په دې نه پوهیږو چې دوی څنګه د سرطان لامل کیږي.

سګرټ څکول، د وزن ډیر والي یا چاقي، او خوراکي رژيم، دا ټول د کولمو د سرطان د خطر فکتورونه دي خو دا معلومه نده چې څنګه په مستقیم ډول دوی پر دې ناروغۍ اغیزه کوي.

بریتاور زیاته کړه: «چاقي د خطر یو ستر فکتور دی، خو دا خطر د سګرټ څکولو په اندازه خطرناک نه دی. خوراکي رژيم هم یو کلیدي فکتور دی خو پایلې او شواهد یې بیا ګډوډ دي. د بیلګې په توګه، د سرې غوښې او د کولمو سرطان ترمنځ هیڅ ډول احتمالي اړیکې موجودې نه دي. په حقیقت کې موږ د هغو میکانیزمونو په اړه نه پوهیږو چې څرنګه د دغه سرطان سبب کیږي.»

د الکولو د استفادې مخنیوی، ښايي د کولمو د سرطان احتمال کم کړي. د روغتیا د نړیوال سازمان په هغه رپورټ کې چې د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په میاشت کې خپور شوی دی، راغلي دي چې د الکولو استفاده د کولمو د سرطان یو له عواملو څخه دی.

په نړۍ کې د زړو کسانو د زیاتوالي له امله د سرطان ناروغي هم مخ پر ډیریدو ده. د روغتیا پالانو په باور د ژوند په سبک کې بدلون راوستل، د سګرټو نه څکول، د الکولو د استفادې کمښت او د وزن کمښت ښايي په انسانانو کې په سرطان د اخته کیدو خطر تر ډیره پورې کم کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.