ایا چین حاضر دی چې میلیاردونو ډالره پانګونه په افغانستان کې وکړي؟

شاه محمود میاخېل

301

د طالبانو د لوړو چارو وزیر، ملا ندیم څه موده د مخه ویلې و; هر که نان میدهد، فرمان هم میدهد. که د فرمان مسله وڅیړو، د سیګار په قول، امریکا د طالبانو د راتګ نه وروسته ۲.۶ میلیارده ډالره افغانستان ته ورکړیدي. اروپا، چین او نورو هیوادونو په ګډه د أفغانستان سره درې سوه میلونه ډالره مرسته کړیده. په دې توګه د چین ونډه په دې درې سوه میلیونو ډالرو کې ډیره کمه ده ځکه په دغه درې سوه میلیونو ډالرو کې د اروپایي هیوادونو ونډه زیاته ده. خو په مقابل کې چین د أفغانستان نه زیاته ګټه د تجارت او د معدنونو په غیر قانوني قراردادونو کې کړیده. که محاسبه شي نو د چینایانو ګټه څو چنده د هغه مرستې نه زیاته ده چې د أفغانستان سره یې کړیده. یوازې په ۲۰۲۳ زکال کې چین افغانستان ته تقریبا ۱۱۸ میلیونه ډالره صادرات او د افغانستان نه یې ۱۶.۱ میلیونه ډالره واردات درلودل. په ۲۰۲۳زکال کې د چین او افغانستان د تجارت کسر، ۱۰۲ میلیونه ډالره دی.

په تیرو څو لسیزو کې د چینایانو همدا پالیسي وه چې په أفغانستان کې سرمایه ګذاري ونه کړی او په مقابل کې ډیر څه تر لاسه کړي. که د أفغانستان نه د تیرو کلونو د وارداتو او صادراتو ګراف وکتل شي نو چین په ۲۰۱۸زکال کې ۶۶۸ میلیونه ډالره، په ۲۰۱۹زکال کې ۶۰۰ میلیونه ډالره او په ۲۰۲۲زکال کې ۵۵۳ میلیونه ډالره صادرات أفغانستان ته درلودل . د دغه صادراتو ګټه څو چنده د هغه مرستو نه زیاته وه چې د أفغانستان سره یې درلودله. همداشان د جمهوریت په وخت کې چینایانو د سرکونو پروژې د اروپا د اتحادی د مرستو نه اخستلې وې چې د کابل-جلال اباد د لارې جوړول یې یوه بیلګه وه چې بې کیفیته سرک یې جوړ او د لویو لارو د تګ او راتګ له وجهې ډیر ژر بیرته خراب شو.

په أفغانستان کې د شوروي اتحاد سره د جګړې په دوران کې چینایانو کلاشینکوفونه او سکربیست توغندي مجاهدینو ته د پاکستان له لارې ورکول . چین د مجاهدینو په روزنه کې برخه درلوده خو په مقابل کې یې د امریکا نه نوې سلاوې تر لاسه کولې. د جمهوریت په وخت کې هم چین د لوګر د مسو د عینک قرارداد چې تقریبا درې میلیارده ډالره و، امضا کړ خو د دغه معدن په استخراج کې یې سرمایه ګذاري ونه کړله. هسې انې بانې به یې کولې او خبره دی ته ورسیدله چې د أفغانستان حکومت په دې فکر و چې چې چینایانو سره د عینک د مسو قرارداد لغوه کړي. اوس چین غواړي چې د لیتیم او تیلو په برخه کې قراردادونه تر لاسه کړي خو په عملي توګه چین په أفغانستان پانګونه نه ده کړې او نه یې کوي. په دې بحث نه کوو چې د غیر مشروع او غیر قانونمند حکومت په تشه کې ټول قراردادونه د طالبانو سره حقوقي حیثیت نه لري.

په عامیانه اصطلاح ویلې شو چې چین یوازې غواړي چې خپل څادر او خولې هر چیرته کیږدي او ځایونه ونیسي خو د پانګونې په هکله په لنډ او منځ مهال کې جدي فکر نه لري.

په ۲۰۱۴ زکال کال د The Ditchley Foundation او Open Society Foundation له خوا کنفرانس په لندن کې و چې ما هم برخه درلودله، د أفغانستان لپاره د چین خاص استازي، Sun Yuxi نه په غیر رسمي ناسته کې پوښتنه وکړه چې ستاسي پالیسي د أفغانستان په هکله څه ده او که امریکا ووځي نو ستاسي دریځ به څه وي؟ ځکه امریکا هغه وخت اعلان کړې و چې د اوبا د جمهوري ریاست د ختم پورې به د أفغانستان نه ټولې قواوي وکاږي. هغه وویل چین د أفغانستان د معدنونو په ویستلو کې عجله نه لري او کله چې شرایط برابر شول نو هغه وخت به په معدنونو کې پانګونه کوي. چین ستراتیژي د پانګونې په هکله ډیره اوږده ده او عجله نه لري. همداشان د امریکا د قواو د وتلو سره موافق نه دی او باید په أفغانستان کې ثبات موجود وي. د چین په شمول، ډیرو هیوادونو موجودیت په أفغانستان کې نه غوښته خو په عین حال کې دې ته هم حاضر نه و چې د امریکا د وتلو سره د أفغانستان سره زیاته مرسته وکړي او یا د امریکا پوځي او اقتصادي خلا ډکه کړي.

که څه هم د طالبانو او چین تر منځ روابط ګرم ښکاري خو که پورته معلوماتو ته ځیر شو، په لنډ او منځ مهال کې چین په أفغانستان کې داسې پانګونه نه کوي چې د أفغانستان اقتصاد ته رشد ورکړي. بلکې په مقابل کې غواړي چې د أفغانستان نه ګټه تر لاسه کړي. د چین او طالبانو تر منځ سیاسي روابط د نارملیدو خواته روان دي خو چین لا نه دي ویلي چې دوی د طالبانو حکومت په رسیمت پیژني. د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند د ۲۰۲۴زکال د جنورۍ په ۳۱مه نیټه وویل که افغانستان د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه لکه یو همه شموله سیاسي جوړښت، په کورنیو او بهرنیو چارو کې منځګړې تګلاره، د ټولو ترورستي ډلو په وړاندې مبارزه او د نړۍ او په خاصه توګه د ګاونډي هیوادونو سره دوستانه روابط ایجاد کړل، دا پخپله د نړۍ په کچه د افغانستان د یو ځای کیدو معنی ورکوي ځکه د ټولو خواو غوښتنو ته به یې مثبت ځواب ویلې وي .

په لنډمهال کې د چینایانو مؤخه په افغانستان کې یوازې او یوازې دا ده چې طالبان د شرقي ترکستان اسلامي تحریک وځپي او مخه یې ونیسي چې د چین د ایغور په سیمه کې لاسوهنه ونه کړي. چینایان غواړي چې نړۍ باید افغانستان پرېنږدي او هدف یې دا دی چې نور باید مصارف ورکړي او دوی یوازې خپل څادر هر چیرته کیږدي.

که د طالبانو د لوړو چارو وزیر خبره سمه وي؛ هر که نان میدهد، فرمان میدهد، اوس طالبان به د چا فرمان مني؟ ایا د امریکا فرمان مني چې تر اوسه یې افغانستان ته ۲.۶ میلیارده ډالره د دوی د راتګ نه وروسته ورکړیدي او که د چین چې تر اوسه یې لا د افغانستان سره دومره مرسته نه ده کړې چې د افغانستان په درد دواشي او په عوض یې د غریب افغانستان نه ګټه یورته کړیده؟

دا باید یاد ولرو چې چینایان ډیر هوښیار دي او خپلې ګټې د نورو د ګټو لپاره نه قربانوي کوي. طالبان یوازې د عکسونو په خپریدو او کتنو باید خوشاله نه اوسي. د دنیا سیاست د دې نه هم ډیر مغلق دی. په افغانستان کې د ګاونډيانو او هم د نړۍ د دخیلو هیوادونو د ګټو تر منځ توازن ساتل اسانه کار نه دی. هرڅوک د خپلو ګټو لپاره کار کوي. ښه به دا وي چې طالبان د چینایانو او نورو هیوادونو د رضا کولو په عوض، خپل ملت ته رجوع وکړي او د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام راوستلو لپاره زمنیه مساعده کړي. کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي او افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو ډګر نه ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.