منظور پښتون۔۔۔۔۔ ولې؟

لیک: زهیر باچا

230

منظور پښتون۔۔۔۔۔ ولي نه وژني؟

په واقعیت کي د پي۔ ټي۔ ایم۔ مشر منظور پښتون چي په لنډو وختو کي د استعمار او فاشسټ ریاست د استحصال او خلاف کوم جرات، مزاحمت او د بیدارۍ شعور دې پښتون قام ته ورکړی زموږ په سیاسي تاریخ کي يې ساری ډېر لږ تر سترګو کېدی سي۔۔۔۔
داسي نه چي د پي۔ ټي۔ ایم۔ مبارزه یوه معجزه ده بلکه د پښتنو مبارزینو او د هغو د مزاحمتي او سیاسي تحریکونو تسلسل دی۔۔۔

دې استعماري او فاشسټ ریاست پرون هم د پښتنو، افغانانو مبارزینو تذلیل او سپکاوی کړی وو، په زولنو او زندانو کي يې بندیان کړي وو، د کور کلي او وطن يې شړلی وو هم یې په خپلو ګمارولو تنخوادارو داړلي وو۔۔۔
نن هم د انګرېز د دور د تور قانون مادې د پښتنو سیاسي مبارزینو لپاره په عدالتونو کي کارول کیږي۔۔۔

د پنجاب د هر ښار پوهنتون د پښتنو او بلوڅو محصیلنو لپاره مقتل ګاوي ګرځول سوي دي ،د بلوچستان پوهنتون،لیسې او مکتبونه خو د پوځ په قلعو بدل سوي دي۔۔۔
استعماري فاشسټ ریاست یو اړخ ته خپل ټوپکماران په وردۍ کي ګماري چي په شپه اکثر اوس په رڼا ورځ پښتانه او بلوڅ محصلین له درس ځایونو وتښتوي، اول خو یې مخ لره ورک کړي خو یو نیم چي عدالت ته وړاندي کړي نو يې ترهګر او د ریاست د غدار نومولی وي۔۔۔

په چمن کي استعماري فاشسټ ریاست د پښتنو اقتصادي او نژادي قتل عام روان کړی دی او په ریاستي جبر پاسپورټ رسمي کول غواړي او پښتانه مزاحمت کوي۔۔۔۔
ډیورنډ رسمي کرښه ځکه منلی نسو چي دا د پښتون، افغان ملت پرېکړه نه ده او نه ملت دا کرښه په رسمیت پېژندلې ده۔۔۔
د کرښي دې غاړي مستعمره پښتانه خو د برټش بلوچستان یا لوی کندهار برخه پاته سوي دي، د یوه نواب په خوښه یا په یوه نوکري د ریاست قلات برخه کېدل او وروسته په پاکستان ګډېدل خو هم استعماري اقدام نسو یا د تاریخه روګرداني نسوه؟
غېرفطري الحاق خو خپل اصل ته راګرځېدلی هم سي۔۔۔
د چمن پر دروازه پاسپورټ رسمي کولو مطلب هم دا سو چي یو قام د تل لپاره پر منځ دوې ټوټې کړه، د قامولۍ، وطن دوستۍ او یوالي مفکوره یې تقسیم کړه۔۔۔

د دې جبر په خلاف چي کله د پي۔ ټي۔ایم۔ مشر منظور پښتون ږغ پورته کوي او خپلو رټلو، ځوریدلو پښتنو ته راځي نو د فاشسټ ریاست ګمارلي پښتانه پولیس يې په ډېر وحشت سره پر موټر ډزي کوي او تر هغه وروسته يې بندي کوي چي تر اوسه د اټک په جیل کي بندي دی۔۔۔
هیڅ یوه ملګري ته پولیس اجازه نه ورکوي چي د منظور پښتون سره وګوري۔۔۔

ډېره ځورونکې لا دا ده چي د هغه پښتون ملت پالو ګوندونو غړي او مهم اشخاص چي پرون يې ویل:
” علي وزیر نیسي نو منظور پښتون ولي نه نیسي“
اوس چي د تېر کال د دسمبر د میاشتي منظور پښتون تر اوسمهاله د فاشسټ ریاست په اذیت خانو کي ورځي او شپې تېروي نو دا تش په نوم ملت پالان اوس بیا وایي:
” منظور ولي نه وژني“
منظور چي اوس د مزاحمت او د پنجابي د غلامۍ د بغاوت په سمبول بدل سوی دی۔۔۔
د منظور وژل اوس د خپلواکۍ بايلل دي او منظور د خپلواکۍ ګټلو په شعار بدل سوی دی او دا شعار اوس د وینو او لمبو تر ستوني راوزي او د منظور هر یو ملګری د وینو او لمبو د قیمت په ورکولو ډېر ښه پوهیږي۔۔۔
طوق دغاړي نور به باسي،قام د ننګ سوګند دی کړی
زولنې د پښو چي کاږو،استبداد،زندان به مات کړو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.