د پاکستان د ټولټاکنو د نتایجو په اړه احتمالي سناریوگانې

اصف ننګ

250
:
د پاکستان ګوندونه او خپلواک کاندیدان د مرکزی پارلمان د ۲۶۶ انتخابی څوکیو لپاره مبارزه کوي، برعلاوه (۶۰ څوکۍ) دښځو او (۱۰څوکۍ) د مذهبي اقلیتونو لپاره د ریزرف (جمله ۷۰ څوکۍ اختصاصي) گنجایش او د ایالتي پارلمان ۷۴۹ څوکیو د ګټلو لپاره سیالي کوي،
نوټ- په یاد باید ولرو چې د پاکستان پارلمان او انتخابات د گوندې سیستم یا د سیاسی احزابو د آراوو او څوکیو له مخي رامنځته کیږي، بیشکه چې خپلواک کاندیدان اکثریت دې خو دوی حکومت نشي جوړولی، مجبور دي له گوندونو سره یوځای شي…
په خیبر پشتونخواه ایالت کې څه د پاسه دوه ثلثه سیټونه آزادو کاندیدانو (غالباً د عمران خان پلویانو) گټلې، مشابه وضعیت په بلوچستان کې دی
دواړو اسلامې گوندونو (جمعیت علما او جماعت اسلامي) او هم عوامي نشنل پارټي پخپلو اړوند حوزو کې مطلق شکست خوړلی
د پنجاب د ۱۰۰ څوکیو لپاره تر اوسه هیڅ گوند قاطع اکثریت په لاس ندی راوړی، اما په سند ایالت کې اکثریت څوکۍ PPP یو څو سیټه MQM او نورو…گټلي، نو …
✍🏻بعدي احتمالات:
(۱) اوله سناریو: غالباً به ائتلافي حکومت رامنځته کیژي (دخپلواکو کاندیدانو یا د عمران خان د طرفدارانو او پی پی پی ترمینځ)، د نواز شریف له مسلم لیگ سره د عمران خان د پلویانو یوځای کیدل ناممکن ندی مگر فعلاً یې امکان کم دی..!
(۲). دویمه سناریو: د پردي شاته (کړیو لخوا) د نتایجو د لاسوهني امکان شته، تر څو د نواز شریف پر محوریت د ځینو آزادو کاندیدانو او هکذا د مذهبي اقلیتونو او میرمنو د (۷۰ ریزرفی) سیټونو تله د مسلم لیگ په ائتلاف راغونډه کړای شي
(۳). دریمه سناریو: د PMLN او PPP ترمینځ ائتلاف (ضعیفه احتمال اما دمقتدره کړیو د ترجیح وړ) هم ممکن دی، البته چې د اقلیت څوکیو گوندونه به ورسره یوځای کیږي (بخصوص د مولانا فضل الرحمن گوند چې په دې معاملاتو کې سابقه لري) او هم به یو مقدار ریزرفی سیټونه ددغه ائتلاف په نفع وکارول شي، په هغه صورت کې به د عمران خان پلویان په ظاهره منزوی شوي وي مگر دوی به د راتلونکي حکومت لپاره تر ټولو لوی مزاحمت او د فشار وسیله وي چې د حکومت پریکړې به په پارلمان کې چلنج کولی شي…!
(۴). د انتخاباتو د نتایجو تاخیر او د موجوده عبوري حکومت دوام او حتی د نتایجو د جنجالی کیدو په صورت کې یی پایلي ملغی کول او نوی انتخاباتو ته تلل… دا هم یو احتمال دی خو قیمت به یی ډېر لوړ وی نو امکان نلري چې مقتدره کړۍ په آساني سره دې بد انتخاب ته زړه ښه کړي
✍🏻نتیجه:
راروان حکومت به ائتلافي، له اختلاف ډک، ضعیفه، په کشمکشونو کې گیر، له محبوبیت او وجاهت به خالي وي، دوی به د اساسي لومړیتوبونو په وړاندې عاجز وي لکه: (د ۱۳۲ ملیارد ډالر پورونو د ادايگۍ راکمول، د IMF د فشارونو کمول، د تورم او انفلاسیون راکمول، د برق او گاز د کمبود چاره جویی، د شرق او غرب د سیالیو ترمینځ د انتخاب ستونزه، له وسله والو مخالفینو سره د تعامل ستونزه او…)
راتلونکی حکومت به د هېواد د ثبات، پر کړکیچنې کورنۍ اوضاع او ټکري حالاتو د قابو کیدو او د مدیریت لپاره غښتلی ځواک ونلري، نو تر ډېره به (د پردي شاته ځواک) د حکومت اصلي فیصلې چلوی، د هغه څه لپاره چې د څېړونکو په تحلیل، دوی انتخابات او حالات مهندسي کړې دي…
د سختو اقتصادي او سیاسي بحرانونو او منطقوي منازعاتو او هم به د امنیتي ستونزو او گواښونو په وړاندي به تر آخره دغه حکومت درگیره پاته وی، هر گوند به د پردې شاته کړیو ته محتاج او د منازعاتو د حل لپاره به هغوی ته مراجعه کوي، متقابلاً به هغوې د محکمې په حیث عمل کوي او اصلي رسوخ به ولري، هغه څه چې پدې متزلزله هیواد کې متعارف پاته شوې؛ نو احتمالاً به دغه ائتلافي حکومت خپله کاري دوره تکمیله نشي کړای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.