د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه؛ د روغتیایي خدمتونو راتلونکی یې تیاره کړی

177
د افغانستان د یوه روغتیایي مرکز تصویر

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسوله هیدرباروایي، د ښځو او نجونو پرزده کړې د طالبانو له خوا د لګول شویو پراخو محدودیتونو له کبله د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو راتلونکې تیاره بریښي.

نوموړې دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته داسې مهال وکړې چې ټاکل شوې دا سازمان نن په یوه راپور کې د هغو ستونزو یادونه وکړي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د روغتیا په برخه کې ورسره مخامخ دي.

هیدربار زیاته کړه:

” زموږ د موندنو له مخې، د بسپنه ورکو,نکو لخوا د مرستو بندېدو پر روغتیایي سیسټم خورا ناوړه اغېزه کړې. دا هم له بده مرغه د طالبانو د هغو سرغړونو پایله ده چې د ښخو او نجونو د حقونو په برخه کې یې کړي. ښځې او نجونې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي. ښځې او نجونې ان هغو لږو روغتیایي خدمتونو ته هم سم لاسرسی نه لري، ځکه له کوره پروتلو یې محدودیتونه وضع شوي او هم نارینه ډاکټرانو ته له ورتګه منع دي.”

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسوله، هیدربار
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسوله، هیدربار

طالبانو د خپلې واکمنۍ په نژدې دوه نیم کلنه دوره کې نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړو څخه منع کړي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبرکې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

پر نجونو او ښځو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو او ځینو نورو عواملو په پایله کې په افغانستان کې داسې یو وضعیت رامنځه شوی چې په اکثرو سیمو کې یې ښځینه ډاکټرې ته لاسرسی محدود شوی.

دې مسلې په راتلونکې کې د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونود وړاندې کولو په برخه کې هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د کموالي او د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې د موجودو ستونزو په اړه په دې وروستیو کې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم اندېښنه ښکاره کړه.

دې سازمان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه راپور کې وویل چې ډېره موده کیږي چې د افغانستان روغتیایي سیسټم د بشري ځواک او بودیجې په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دی.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونباییوا ټینګار وکړ چې افغان ښځې او نجونې باید عصري زده کړو ته لاسرسی ولري.

مېرمن اوتونباییوا دغه څرګندونې پرون یکشنبې په ” ساینس کې ښځې” ، د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي دي.

روزا اوتونباییوا: افغان ښځې او نجونې باید عصري زده کړو ته لاسرسی ولري.
روزا اوتونباییوا: افغان ښځې او نجونې باید عصري زده کړو ته لاسرسی ولري.

دا وایي، په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو ځواکمنول د اقلیم له بدلون سره د مقاومت اود یوه باثباته پرمختګ په څېر ننګونو ته د رسېدو په چارو کې د دې هېواد نیمایي ظرفیتونه ازادوي.

یوناما پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې موږ باید نن او هره ورځ د دغې ځواکمنتیا لپاره کار وکړو.

یوناما ویلي چې موږ له افغان ښځو او نجونو سره چې د ساینس په ګډون د زده کړې لپاره مبارزه کوي ترڅو ملي او نړیوالو ستونزو سره مقابله وکړي، درېږو.

په ساینس کې د ښځو د ونډې په اړه نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه او هم د عصري زده کړو مرکزونه د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.

د زده کړې د برخې فعالان اندېښنه ښیي چې که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، ترڅو کلونو پورې به افغانستان د طب په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو او نورو عصري علومو کې د ښځینه متخصصینو له یوې نه جبرانیدونکې تشې او دا هېواد به له یوه بل بحران سره مخ شي.

ازادي رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.