مينه

لیکوال: نصیر احمد احمدي

328

نجلۍ د کړکۍ پرده چوله کړه، د سهارني لمر ژيړې وړانګي يې پر سپين مخ ولګېدې، لۀ ويښتو يې سرۀ بخونه رڼا پورته شوه. يؤه شيبه يې لۀ پورته انګړ ته وکتل. غريو واخيسته، ځان يې پړمخې پر کټ وغورځاوه.
يؤ ورو غږ يې واورېد
ــ تۀ لېونۍ يې لېونۍ!
نجلۍ هماغسې اوږده غزيدلې وۀ، تورې څڼې يې د ښۍ اوږې لۀ پاسه پۀ سپين بالښت غونچه پرتې وې، ورو ورو سونګېدله… وروسته پر اړخ را واوښته، د لويو سترګو سپين يې د کوچنيو نريو رګونو لۀ لاسه سور بخوند ښکاريدل. پر مخامخ کټ ناستې چاغې نجلۍ ته يې وکتل، سره راټولې ډکې شوندې یې وخوځيدې.
ــ زما ساده ترورزۍ، تۀ څۀ خبرۀ يې ؟
چاغه نجلۍ ولاړه شوه، د پردې يؤه څنډه يې پۀ ګوتو کې ونيوله، لاندې انګړ ته يې کتل، ويې ويل:
ــ ليونتوب مۀ کوه، تۀ ورته وګوره، څۀ بلا ده ؟! يؤ وحشي کليوال.
پرده يې پرېښوده او د غزيدلې نجلې تر څنګ کېناسته، ورو يې وويل:
ــ لۀ زړۀ يې لرې که. هيسته يې وغورزوه، زړۀ دې داسې چا ته ورکه چې ستا وړتيا ولري.. تۀ ښکلې يې، لوستې يې، د شتو مو شمېر نشته، کورنۍ مو پۀ عزت ياديږي، خو ستا خپل مزدور خوښ شوى دى.
نجلۍ پۀ خوابدې غږ وويل:
ــ تۀ پۀ دې شيانو نۀ پوهيږې، مينه داسې څۀ نۀ ده چې يؤ څوک يې پخپله وغواړي، او يا بيه پرې ورکړي. مينه پخپله راځي او د انسان له خوښې پرته د هغه زړۀ نيسي. هغوی چې غواړي پۀ زور ځان مين کړي اؤ پۀ مينه پسې ګرځي، دا مينه نه بلکې د نفس او شهوت غلامي ده. مينه د سهارنۍ وږمې پۀ څير پاکه او زړۀ راکښوونکې ده.
چاغې نجلۍ ته خندا ورغله، تنګې سترګې يې لا پسې تنګې شوې، پۀ ملنډو يې وويل:
ــ دا د کتابونو خبرې پرېږده.
ــ تا تۀ به خود د کتابونو خبرې ښکاري. ځکه تا مينه نۀ ده کړې، تۀ د مينې پۀ راز نۀ پوهيږې، تۀ…
چاغې نجلۍ د خبرو وار ور څخه واخيست:
خو کاشکې په يوه سم شي مئینه وای. لۀ رنګه تور، ببر ويښته اؤ خيرنې جامې.
نجلۍ يؤ سوړ اسويلی ويست. ولاړه شوه، پرده يې چوله کړه، ويې ويل:
ــ ته به يې بدرنګه بولې، خو ما ته د طاووس تر بڼکې ښايسته دى. دوه مياشې وشوې چې هر سهار تر لمر ختو مخکې راويښېږم کله چې د لمر وړانګې د پردې پر پاسنۍ برخې ولګيږي، همغه مهال دى هم راځي.
– يؤ، یؤ نيم ساعت د انګړ پۀ ګلانو او چمن کې کار کوي اؤ بيرته پخپله مخه ځي. زۀ په دې موده کې دلته ولاړه يم. هر سهار مې همدا حال وي، ورته ګورم اؤ ژاړم.
نجلۍ سوړ اسويلى ويست. يوه شيبه غلې شوه، بيرته پۀ خبرو راغله.
ــ پۀ لومړي ځل مې پۀ همداسې يؤ ژېړ سهار کې وليد، لۀ خوبه را پورته شوم، سترګې مې وموښلې او له همدې کړکۍ مې لاندې انګړ ته وکتل، يؤ نرى خو خيرن ځوان ولاړ ؤ، په پايپ يې د انګړ د منځ سړکونه پرېمنځل… لۀ کوټې ووتم، پۀ زينو ښکته شوم. په سالون کې مې پلار، مور او کوچنى ورور سهارنۍ ته ناست وو، پلار ته مې مخ ور واړوه :
ــ دا پردى سړى څوک دى ؟
هغه خپلې عينکې پۀ سترګو سمې کړې. د ميز پر سر لۀ ايښي غاب څخه يې د کيک يوه ټوټه ورپورته کړه، په ډکه خولۀ يې وويل:
ــ مزدور دى ، سهار، سهار به يؤه ګړۍ راځي او انګړ به پاکوي…
زۀ د تل پۀ څير لۀ يوې پراخې زيرپيرانۍ سره سر تور سر د باندې ووتم. د عادت لۀ مخي به هر سهار يوه شيبه د تاکونو تر چليې لاندې پۀ ايښي څوکۍ کېناستم او د انګړ لۀ ازادې هوا، سرو ګلانو اؤ شنو وښو څخه به مې خوند اخيست، لاړم په څوکۍ ايښى کتاب مې را واخيست، دا يؤ عشقي ناول و چې ما به يې هر سهار څو پاڼې لوستلې، ځوان ته مې پام شو، د تاکونو تر منځ لۀ يوې لويې چولې څخه ښکاريده. د هغه راته شا وه، خړ کميس يې د وليو په برخه کې په خؤلو لوند ؤ اؤ پۀ کوچني لؤر يې د انګړ واښه رېبل.
دکتاب پۀ لوستلو بوخته شوم… د پاڼې د را اړولو پۀ وخت مې سر پور ته کړ، ځوان خپل پخوانى ځاى پريښى و او د انګړ په بل سر کې يې په ځړيدلي سر واښه ريبل.
پۀ بل سهار چې کله تر چليې لاندې کېناستم، د دوو ولاړو تاکونو د تنو تر مينځ لويه چوله سرو ګلانو نيولې وۀ، ځکه درې لويې ګلدانۍ څنګ پۀ څنګ ايښودل شوې وې، دا يواځنۍ لويه چوله وۀ چې زما د ناستې لۀ ځايه به د انګړ ډېره برخه ترې ښکاريده، ځکه د تاکونو له تنو سره د مرسل د ګلانو يؤ مترى بوټى ولاړ وو. له پورته د تاکونو ګڼې پاڼې له چليې څخه را ځوړندې وې او د ګلانو او پاڼو تر منځ له کوچنيو سوړو پر ته بل څۀ نۀ ښکارېدل.
خداى شته چې يؤ څۀ خوشکه راغله . له خولې مې چېغې ته ورته ناره ووته:
ــ اې، تا تۀ وايم، دلته راشه.
ځوان خپل لؤر پۀ چمن پرېښود، راغى او په زړيدلي سر دوه درې ګامه لرې رانه ودرېد، د هغه پۀ غنم رنګه تندي ډومبک ډومبک خؤله پرته وۀ.
هڅه مې کؤله چې خپل ځان آرام وښيم،خو لاسونه مې لۀ خوشکې لړزېدل. ورو مې وويل:
ــ دا ګلدانۍ دې د څۀ لپاره دلته ايښي دي؟
بې له دې چې سر پورته کړي، خړې شونډې يې وخوځيدې؟
ــ ښۀ ښکاري.
د هغه پۀ دې خبره کې يؤ رنګه ويره راته ښکاريه شوه.
ما ځان آرام کړ.
ــ نه پخپل پخواني ځاى ښۀ ښکاري، بېرته يې يوسه!
هغه تر يوې ګلدانۍ لاندې ووت، خو بېرته يې پخپل ځاى کېښوده . ورو يې وويل:
ــ که يې سبا ته يوسم. پروا خو به نۀ کوي؟
بې له دې چې لۀ کتاب څخه سترګې واړوم ومې ويل:
ــ ولې، درنې دي؟
ــ نه، خو ما ويل چې دغه نږدې چمن به را ورېبم.
پۀ حيرانتيا مې وپوښتل:
ــ ولې، د ګلدانيو يې د چمن لۀ رېبلو سره څۀ؟
هغه يوه شېبه غلى ؤ، وروسته يې لنډ ځواب راکړ.
ــ هيڅ.
شيبه وروسته چې مې سر پورته کړ، د پخؤا پۀ څير مې د انګړ ډېره برخه
ليداى شواى. ځوان په پخواني ځاى کې واښه ريبل.
پۀ دریم سهار د حويلي ټول چمن د غالۍ غوندې يؤ حال او ښکلی ښکاريده، خو چولې ته نږدې واښه لا د پخوا غوندې رسيدلي او څڼيور وو.
د ځوان بياتي په لاس کې وه او د ګلانو په مينځ کې ولاړ و.
هغه ته مې ور غږ کړ، راغى او پۀ زړيدلي سر زما مخې ته ودريد.
ما وويل:
ــ د چمن دا ځاى هم ورېبه، وروسته بيا کولاى شې چې ګلان جوړکې.
ــ ښۀ، نن به يې ورېبم.
ــ خو همدا اوس لؤر را واخله!!
د هغه تندى تريو شو، بې له دې چې څۀ ووايي چټک ګامونه يې واخستل، د چمن پر سر ايښي خيرن څادر يې ور پورته کړ او لۀ انګړه ووت.
پۀ زړۀ کې راتېره شوه، لکه چې کار يې پريښود. له ځان سره مې وويل، بلا مې ورپسې.
خو پۀ هغه غرمه چې له پوهنتونه راغلم، ټول چمن پۀ يوه حال و.
نجلۍ غلې شوه پرده يې پرېښوده، کټ ته نږدې د ميز پۀ سر ايښی ګيلاس يې د جګ له اوبو ډک کړ، په سر يې واړاوۀ. د خپلې ترورزۍ تر څنګ کېناسته.
چاغې نجلۍ د هغې تر اوږدې غاړې خپل لاس را وګرځاوۀ، ورو يې ړنګه کړه.د هغې سر يې پخپل ځنګانه کېښود او د تندي لخوا يې د خپل لاس ګوتې د هغې پۀ تورو ويښتو کې تېرې کړې.
نجلۍ په مخامخ ديوال راځړيدلي انځور ته وکتل په انځور کې دوه د غاټولو سرۀ ګلان ښکارېدل، بې له دې چې بلې خوا ته وګوري په مړاوې غږ يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
ــ د مور له خولې خبره شوم چې هغه ټکنده غرمه راغلى ؤ او چمن يې ريبلى ؤ، ذهن مې لۀ پوښتنو ډک شو. پۀ سبا چې دباندې ووتم، دى د سړک پۀ جارو کولو بوخت ؤ، يوه شيبه مې کتاب وکوت، بيا ولاړه شوم، څو ګامه مې واخستل د هغه تر څنګ ودرېدم. ورو مې وويل:
ــ ولې دې د سهار لخوا چمن نۀ ريبه؟
هغه په جارو را ټولې شوې پاڼې او خزلې په پلاستيکي ستل کې اچولې ويې ويل:
ــ څۀ فرق کوي؟
ــ خو تا نن سهار هم چمن ريبلى شو. د څۀ لپاره ټکنده غرمه راغلې؟
هغه ځواب رانه کړ، لاړ او دوه درې ګامه لرې يې د نل خولې ته پلاستيکي پيپ ور واغوست زۀ هم خيل واخیستم چې دا خبره به هرو مرو مالومومه، په خشکه مې وويل:
ــ تا ته وايم، کوڼ يې که څنګه؟!
د لومړي ځل لپاره يې نېغ راته وکتل، په سترګو کې يې شرم،معصوميت اؤ قهر سره ګډ شوي وو، خو غږ يې پوست ؤ.
ــ ولې مې زوروې، چمن ؤ ورېبل شو، څۀ سهار څۀ غرمه، اوس مې پرېږده چې دا سړکونه پريمنځم.
دا يې وويل او د غزيدلي اوږده پيپ په څوکه پسې لاړ.
آه! ما په لومړي ځل ماته وخوړه، خپل ښايست او غرور مې تر پښو لاندې ليد. خپل ټولګيوال مې سترګو ته ودرېدل، هغوی چې له ما سره د خبرو لپاره به يې زده پوښتنې را څخه پوښتلې او يا به يې زما د نوټ د کتابچو وړلو ته پلمې پيدا کولې خو اوس د لومړي ځل لپاره يؤ نالوستي او خيرن کليوال زما لۀ خبرو څخه ستړى شوى و. دا نو ما ته د زغملو وړ نۀ وه.
ګړندي ګامونه مې واخيستل، ورغلم او په خشکه مې ورته وويل:
_ ته بايد د خبرو ادب زده کړې.
هغه وخندل.
خو ما هيڅکله په تورو شونډو کې دا ډؤل خوږه خندا نۀ وۀ ليدلې. هغه يوازې د پيپ اوبو ته کتل چې په رغړيدو يې د سړک خړه ورسره ټولوله.
ومې ويل:
ــ نور نو تآ ته ضرورت نۀ لرو.
ــ ډېر ښۀ، خو دا خبره دې بايد د پلار لۀ خولې راته راووځي نه ستا،ځکه زۀ هغه راؤستى يم، د هغه په خولۀ به لدې ځايه ځم.
لړمون مې اور واخيست؟
ــ ته يؤ احمق او بې سواده کليوال يې.
ــ او ته يوه لوستې خو کم عقله نجلۍ.
ما ته يوازې ژړا را پاتې وه، بې اختياره مې له خولې يوه چيغه ووته، هغه پيپ وغورزاوه. زما مخې ته ودرېد، وار خطا يې د کور خوا ته وکتل، په دواړو لاسو يې خپله لمن ونيوله او په وارخطا غږ يې وويل:
ــ دا لمن قران ومنه، مور او پلار به دې څۀ فکر کوي؟ پۀ ګلانو مې ځکه چوله بنده کړه چې تا ونۀ وينم، چمن مې ځکه د سهار لخوا ونۀ ريبه چې تۀ هلته ناسته يې، ما ويل چې سترګې مې در وانه وړي، پردۍ ناموس يې.
ژړا مې په ستونې کې بنده شوه، يوه شيبه مې ورته وکتل، د هغه په سترګو کې وېره او وحشت سره راټول وو، په خواره خوله يې وويل.
ــ ځم، چې دا سړک پرينمځم.
نجلۍ غلې شوه، وښوريده او ستونې ستغ پرېوته، چاغې نجلۍ خپل ځنګون ته وکتل په ځنګانه باندې يې د کميس پرته لمن په اوښکو لنده وه، د نجلۍ غږ يې واورېد:
په سبا چې دباندې ووتم، په چمن کې هيڅوک نۀ و، نۀ پوهېږم چې ولې مې زړۀ نيولى راته وايسېد، داسې ؤم لکه کومه ورکه چې مې شوي وي، بې له دې چې د کتاب پاڼې را واړوم بيرته مې پخپل ځاى کېښود، پۀ چمن کې مې قدم وهل غوره وګڼل خو کله نا کله به مې بې اختياره د انګړ د دروازې په لور مغزى کوږ شو.
ټوله ورځ مې چورت خټه ؤ، ټيکه نۀ راتله، ما ته کله پخوا داسې احساس نۀ ؤ پيدا شوى، د شپې مې هم سر درد کاوۀ او تر ډېره خوب نۀ راته.
سهار يؤ څۀ ناوخته له خوبه راپاڅيدم، له پاسه مې انګړ ته وکتل نۀ پوهيږم چې ولې مې د خوښۍ احساس وکړ، ټکري ته مې لاس وروغزاوه او په لومړي ځل په پټ سر انګړ ته ووتم، هغه د مڼو د ونې سيوري ته ناست و او سهارنۍ يې خوړه له خولې مې بې اختياره ووتل:
بخښنه غواړم.
ويې ويل:
پروا نۀ کوي.
يوه شېبه دواړه غلي وو. دۀ لۀ ډوډۍ څخه غټه ګوله جوړه کړه، بيا يې د چايو سور ورپسې وکړ او پۀ ډکه خولۀ يې وويل:
ــ چاى اوډوډۍ دې مور راته راوړه، هغه ډېره مهربانه ده.
ــ ستا مور به هم مهربانه وي.
ــ وۀ.
ــ څۀ مانا؟
ــ هغه مړۀ ده.
ــ اوف، وبخښه.
ــ پروا نۀ کوي.
هغه پياله لۀ چايو ور ډکه کړه او بې له دې چې راته وګوري ویې ويل.
ــ مور نلرم، پلار مې هم پور پرې کړى، دوه کوچنۍ خويندې راترغاړې دي.
ــ هغوی له تا سره اوسي؟
ــ نه، پۀ کلي کې دي، لۀ خپلې انا سره، خو زۀ د هغوی لپاره کار کوم، سهار دلته راځم او نوره ورځ په ريړۍ کې ميوه خرڅوم.
په خوشالي مې وويل:
ــ ښۀ ، نو چې داسې ده، له خپلې ريړې څخه زموږ کور ته هم ميوه راوړه.
دۀ وخندل.
ــ سمه ده له دې هيسته به هر سهار ميوه درته راوړم.
دۀ رښتيا ويل، پۀ سهار د څوکۍ تر څنګ د ميوې کڅوړه ايښي وۀ او دى د ګلانو په پرې کولو بوخت ؤ.
پورته کوټې ته وختم د غاړې لۀ بکس څخه مې دوه سلګونه را واخستل، انګړ ته لاړم او پيسې مې ورته ونيولې.
خو دۀ يؤ سلګون ور واخېست، جيب ته يې لاس کړ او څۀ ماتې روپۍ يې راته ونيولې.
ما وويل:
پروا نۀ کوي..
خو دى پۀ خبره کې راولوېد.
نه، ما خپل حق راوګرځاوه، يواځې لس روپۍ مې ګټه درباندې کړې ده.
د ميوې راوړل راته ښۀ وو، ځکه د پيسو د ورکولو په مهال به له هغه سره د خبرو پلمه راته جوړيدله، د هغه خبرو خؤند را کاوۀ، خندا يې په زړۀ پورې وه خو دى به ډير نۀ غږېده.
پۀ کوم سهار چې به رانغی نو ټوله ورځ به مې د خولې خوند بدؤ .
نجلۍ يوه شيبه غلې شوه، د ښۍ سترګې لۀ کونج څخه يې يوه اوښکه ورغړېده او د غوږ له پاسه يې په ګنو ويښتو کې پټه شوه ورو يې وويل: پوهېږې، زۀ مئینه شوې يم.
هغې يؤ سوړ اسويلى ويست او زياته يې کړه:
يؤ سهار مې ورته وويل:
-ولې واده نۀ کوې،
ویې خندل:
-ولور غواړي، زۀ يې وسه نۀ لرم.
پۀ خندا مې وويل:
-خو ښاري نجلۍ وکه.
بې له دې چې راته وګوري شونډې يې موسکۍ شوې.
-ښاري نجلۍ؟
پۀ بيړه مې وويل:
-زۀ يؤه داسې نجلۍ پېژنم چې هم لوستې ده، هم شتمنه او هم د ښې کورنۍ، غواړي چې له تا سره واده وکړي.
دۀ وخندل، ټيټ شو او د ګل د بوټي يوه ماته لښته يې په بياتي غوڅه کړه، په خندا يې وويل:
ــ دا ليونۍ څوک ده؟
ــ ولې به ليونۍ وي؟
ــ ليونۍ يې توره وي که سپينه.
ــ ټوکې نۀ کؤم رښتيا وايم.
زۀ پوه شوه چې وروستۍ ټکى مې پۀ ډېر جديت سره له خولې راووت، ځکه هغه راته کتل او څيره يې نيولي غوندې وه.
يوه شيبه غلى ؤ او وروسته يې پۀ حيرانتيا وپوښتل:
ــ زۀ يې ليدلى يم؟
ــ هو ستا له ژوند څخه هم خبرۀ ده.
حيرانتيا يې دوه چنده شوه.
ــ ولې غواړې چې له ما سره واده وکړي.
ــ د دې خبرې ځواب نۀ شم در کولاى.
ــ يؤ دليل خو به لري.
بې اختياره مې وويل:
ــ شايد درباندې مئینه وي.
خندا ورغله، ښۀ شيبه يې وخندل او په خندا کې يې وويل:
-په ليونۍ مې اړوې که څنګه؟ تا وويل چې هغه زما له ژوند څخه خبره ده، په دې به هم پوهيږي چې زه له نيستۍ سره غرمه را جګېږم يؤ بېسواده او کليوال سړى يم…
پۀ خبرو کې يې ور ولوېدم.
-خو ته يې خوښيږې.
هماغسې پۀ خندا کې يې وويل:
ــ لېونۍ ده، لېونۍ، زۀ هغه نۀ شم خوشحاله کولى، او بلۀ.
ناڅاپه غلى شو.
پۀ بېړه مې وپوښتل.
ــ اؤ بل څۀ؟
هغه يؤ سوړ اسويلى ويست، يؤ داسې اسويلى چې ما ويل د ونې له را ځړيدلو پاڼو څخه به لوګى پورته کړي يوه خبره يې له خولې راووته.
د هغه دې خبرې زما په زړۀ کې نرۍ څړيکه تېره کړه. شونډې يې خوځيدلې خو ما څۀ نۀ اورېدل. نۀ پوهيږم چې څۀ به مې ويلي وي که نه، څنګه به لۀ هغه ځايه را ولاړه شوې يم، خو چې يؤ وخت مې ځانته پام شو، پۀ همدې کت پړمخې پرتۀ ؤم او پۀ اوښکو مې د بالښت پوښ لوند ؤ.
نجلۍ غلې شوه، خپلې پښې يې ورټولې کړې، کېناسته، د هغې د سترګو اوږده باڼه د ډېرو اوښکو لۀ لاسه سره سريښ وو.
يؤ ځل بيا د پردې تر څنګ ودرېده، او پۀ داسې حال کې چې دباندې يې کتل شونډې يې ورپېدې.
ــ لۀ هغې ورځې راهيسته بيا نۀ يم ورکښته شوې، يوازې ورته ګورم او د غم پېټى درنوم، آه! مينه څومره ظالم نوم.!!!
نجلۍ خپلو لاسونو ته وکتل د ښي لاس طلايي بنګړى يې پورته کش کړ، بنګړى يې څنګلې ته نږدې ونښت ورو يې وويل:
ــ مينې داسې خواره کړم، خندا يې راڅخه واخېسته، ملګري راڅخه خوا بدي شول. درسونه مې هېر کړل، خوب او خوراک يې راباندې حرام کړ، مور او پلار مې خوابدي کړل، آن خپل کوچنى ورو مې چې تر ځان راباندې ګران دی پۀ څپېړه وواهه.
نجلۍ يؤ ځل بيا غلې شوه، شونډې يې سره سرېښ وې، خو پۀ اننګو يې يؤې اوښکې پۀ بلې پسې منډې وهلې. د پخوا پۀ څېر يې انګړ ته کتل، ورو يې وويل:
– څۀ وکړم، پۀ زيارتونو وګرځېدم، تاويذونه مې په غاړه کړل، خداى ته مې وژړل، خو هيڅ ګته يې ونۀ کړه. هغه زما له زړۀ څخه ونۀ ووت، آه! زۀ حاضره يم چې پخپله هستي نيستي خپل پخوانی ژوند واخلم، خو نۀ يې شم تر لاسه کولاى ،
تۀ پوهېږې د هغه وروستۍ خبره څۀ وۀ؟
دى مئین دى پخپلې يؤې کليوالې يې زړۀ بايللى.
چاغې نجلۍ وازه خولۀ نيولې وۀ، پۀ سترګو کې يې اوښکې رغړيدلې، خو څۀ يې ونۀ ويل.
د نجلۍ شونډې وخوځيدې:
ــ منى را روان دى، دى به لاړ شي.چمن به ژېړ شي، پاڼې به تويې شي، خو زۀ نۀ پوهيږم چې زما د ژوند پاڼه به پۀ خپل ځاى پاتې شي که نه؟
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.