له کومه ځایه یې راپېل کړم

ليکنه: سحرگل سحر

213

شپږ کاله به کیږي چې المان ته راغلی یم او شاوخوا څلور کاله به کیږي چې کار کوم، تېره میاشت اوسلینډر بیهورډه « د بهرنیو اتباعو اړوند اداره» راڅخه د آلماني ژبي د ( A2 ) سند غوښتنه وکړه او راته ویې ویل همدا سند راوړه چې درته یو کلنه قبولي درکړو، خو زه یې نه لرم، لومړی چې المان ته راغلم درس مې ونه وایه هسې یوخوا بل خوا راباندي ډېر وخت تېر شو او اوس همدا یو کار دی ځم او راځم.
ـــ ښه نو د ژبې کوم کورس خو دې ندی ویلی، کوم بل څه دې بغېر له کار کولو ترسره کړي ؟
ـــ نه بل هم کوم داسې سند یا لاسته راوړنه نه لرم، بس همدا یو کار کوم.
ـــ معاش دې څومره دی یعنې په تېرو څلورو کلونو کې دې یو څه پانګه ځان ته جمع کړې؟
ـــ نه، بس دومره دي چې همدلته خپل مصارف وکړم، د کور کرایه ورکړم او پاتې پیسې کورنۍ ته ولیږم.
دا خبرې څه وخت مخکې یو ملګري راته وکړې چې نورهیڅ نه پوهېده چې راتلونکي ته څه وکړی؟
موږ تر اتیا سلنه افغانان ، په خاص ډول پښتانه همداسې ناخبره ژوند کوو، بس همدا غټه لاسته راوړنه بولو چې ځان مې تر اروپا رارسولی بس خلاص، خو داسي نه ده.
موږ دلته نور ډېر کارونه ترسره کولی شو، د خپل خدای راکړي استعداد څخه که استفاده وکړو، ډېر ژر خپل ځان او کورنۍ په پښو درولی شو، ځکه چې دلته د هرڅه د ترسره کولو زمینه مساعده ده.
که غواړو لوړې زده کړې وکړو، که وغواړو کاروبار وکړو او یا هم یوه ښه دنده ولرو یعني هیڅ هم سخت ندي، که خپله پوهیدو خو ښه او که نه پوهیدو چې څه وکړو یا یې له کومه ځایه راپېل کړو بیا نورې لاري شته، د بېلګې په ډول المان کې د لارښوونې او مرستې اړوند ادارې شته، چي موږ ته لارښوونه کوي او یا هم دولت راسره په هره برخه کي مالي مرسته کوي، خو مهمه دا ده چې موږ یوڅه وکړو، لاس تر زنې کښېننو او هسې بې ځایه خپل وخت ضایع نه کړو.
هغسې خو ډيرې مختلفې لارې او کارونه شته چې د هرکس په ژوند پورې مربوط وي، یعنې خپل یو مسلک یې وي او غواړي هم په هغه مسلک کې نوره پوهه ترلاسه کړي او پرمختګ وکړي، خو زه دلته درته ځینې داسې لومړني مهم شیان په ګوته کوم چي د هرچا لپاره او د هر مسلک لپاره مهم دي، چې کوم کس نوی المان ته راشي ورته مهم دي چې ترسره یې کړي او په ترسره کولو سره یې ډیرو نورو کارونو ته لاره خلاصیږي.
لومړی : ترهرڅه لومړی ژبه مهمه ده چې باید څه ناڅه زده شي، لږ ترلږه دومره زده شي چې د یوچا سره پوهاوی پرې ترسره شي، مثال د « B1 » سند ترلاسه شي، چې بیا په قانوني مراحلو کښې هم په کار راځي او ژبه یې هم کافي ده.
دغه راز د « B1 » د سند په لرلو سره کولای شئ اوسبیلډونګ (مسلکي زده کړې) وکړئ، یا هم د المان « سورپاسپورټ » تر لاسه کولو لپاره د دې سند درلودل ضروري دي او همداسې د ډیرو نورو کارونو لپاره ضروري دی، نو څومره چې ژر کیږي د همدې سند د ترلاسه کولو پوري باید ژبه زده کړل شي
دویم : په المان کې د موټر لایسنس ډېر مهم دی، زه ډیر کسان دلته پیژنم چې کلونه کلونه یې کیږي په المان کې ژوند کوي، خو د موټر لایسنس نه لري، دوی ته دا یو لوی غر غوندې کار ښکاري، خو هیڅ سخت کار ندی، ځکه ته کولای شې د ژبې یا کوم بل کورس یا کار ترڅنګ ، په خپل موبایل کې د لایسنس درسونه هم تعقیب کړې او چې هر وخت چمتو شوی کولای شئ امتحان ورکړئ.

د لایسنس په اخیستلو سره د ډیرو نورو کارونو دروازې هم درته خلاصیږي، هم به هوسا کار یا دنده ولرئ اوهم به دې تر عادي کار معاش لوړ وي ، نو چې څومره ژر کیږي، د موټر لایسنس باید واخیستل شي.
دریم : عامه پوهاوی؛ څومره چې ژر کیدای شي په آلمان کې د ژوند، کارونو، قانون او اصولو په اړه ځان پوه کړئ.
د ( Einbürgerung Test ) په نوم کورس چې سند یې په راتلونکې کې د المان د پاسپورت په اخېستلو کې درسره مرسته کوي مهم دی، ښه ده چې دا هم ولوستل شي.
په دې کورس کې په آلمان کې د ژوند په اړه د ډیرو موضوعاتو او کارونو څخه خبریږئ، چې بیا ډېر ژر ځانته اهداف ټاکلی شئ،خپله تګلاره ټاکلی شئ او په آلمان کې ځان ډېر ژر راپورته کولای شئ.
څلورم : کار وکړئ، څومره چې ژر کیږي ځان ته سپین کار ولټوئ او کار شروع کړئ، په ډېری کسانو په لومړیو وختونو کښې ډېر وخت ،آن کال دوه درې هسي بې ځایه تېر شي، خو بیا وروسته پوه شي او بیا کار شروع کړي.
په لومړیو کې خلک داسې فکر کوي، چې بس همدا سوسیال او یا جاب سینټر هرڅه دي، خو داسي نده په کار کولو سره تاسې د سوسیال درې یا څلور برابره پیسې لاسته راوړلی شئ، عامه پوهاوی ترلاسه کولی شئ، ډېر ژر ژبه پکې زده کولی شئ او داسي نور…
پنځم : لوړې زده کړې وکړئ، که په تعلیمي برخه کې کوم سند لرئ کولای شئ دلته یې د المان په اړوندو ادارو کې تایید کړئ، له شک پرته چې تاسې بیا پر دې اسنادو دلته ښه او مناسبه دنده ترلاسه کولای شئ او کولای شئ په هماغه برخه کې زده کړو ته دوام هم ورکړئ.
په دې اړه ډیر مالومات په (Handbook Germany) ویب پاڼه کې هم موندلی شئ او یا هم لکه مخکې مي چې وویل په خپله سیمه کې نږدې له کومکي ادارو سره په اړیکه کې کیدای شئ او په دې کار سره په راتلونکې کې يو ښه ژوند درلودلی شئ.
شپږم : اوسبیلډونګ ( چټکې زده کړې ) وکړئ، په آلمان کې هرکال په زرګونو کسان اوسبیلډونګ یا یو مسلک زده کوي او بیا په هغه برخه کې کار کوي، چې هم هوسا وي او هم يې پيسې تر عادي کارونو ډیرې وي، تاسې هم کولای شئ چې یو مسلک انتخاب او زده کړې پکې وکړئ.
په دې برخه کې هم لکه مخکې مي چې وویل د لارښونې اړوند؛ د بېلګې په ډول Caritas, Diakonie او یا هم نورې ډیرې کومکي ادارې شته، چې له بهرنیو وګړو سره په مختلفو برخو کې وړیا مرسته کوي، لار ورته ښیي او معلومات ورکوي.
همداسې ډېر نور مهم کارونه هم شته، چې ترسره شي او دلته یې یادونه وشي د دې ټولو یادونه ښایي په یوه ګڼه کې ونه شي، دا ځل مو درته د همدې څو مهمو کارونو سپارښتنه وکړه چې باید ورته پاملرنه وشي، په راتلونکې ګڼه کې به بیا نور همداسي مهم شیان چې موږ دلته په ژوند کې ورته اړتیا لرو او یا د هغو په ترسره کولو سره موږ یو ښه ژوند جوړولای شو درته په ګوته کړم.

سرچينه: هڅوب مجله، دوهمه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.