قرغزستان کې د افغانستان په اړه غونډه؛ مهم بحثونه یې کوم دي؟

129
د قرغزستان پلازمېنه بیشکک

ټاکل شوې ده چې نن په قرغزستان کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وشي.

د پلازمېنې بیشکک په ننۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن، د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د دې ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د ملګرو ملتو یو شمېر استازې هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.

د ازادي راډیو د قرغزي څانګې مشر کباد کاسیم بیکوف وایي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړیو استازیو تر دې مخکې څلور ځله سره لیدلې دي، خو په بیشکک کې ننۍ غونډه ځانګړی اهمیت لري.

بیکوف زیاتوي:

” دا لومړی ځل دی چې قرغزستان د داسې غونډې کوربه دی. د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن لا دمخه، د سې شنبې په ورځ بشکیک ته رسېدلي دي. د دې غونډې هدف د منځنۍ اسیا د دولتونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د تعامل او تماس زیاتوالی دی. په وروستیو کې داسې راپور خپور شو چې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو. په ډسمبر کې قزاقستان پرېکړه وکړه چې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته وباسي، نو اوس دا سوال پیدا کیږي چې منځنۍ اسیا او اروپایي تولنه به له طالبانو سره د تعامل په برخه کې په یوه مسیر روان شي؟ ”

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د بیشکک په غونډه کې به د افغانستان پر اجتماعي-اقتصادي وضعیت، له افغانستان سره د مرستو په اړه، همدا راز په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پرهڅو خبرې وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر( یوناما) لوګو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر( یوناما) لوګو

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتو د مخدرو موادو او جرمونو پرضد د مبارزې د ادارې استازي هم برخه واخلي.

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې تېره غونډې پروسږ کال د مې په میاشت کې، د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې وشوه.

نژدې پنځه میاشتې مخکې تر دې ورته غونډه په بروکسل کې شوې وه. وړم کال تاشکند د داسې یوې غونډې کوربه و او تر هغه مخکې لومړۍ غونډه د قزاقستان په الماتې کې جوړه شوې وه.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.