د فتوا په باره کې مختصر بحث (اوومه برخه)

عبدالباري جهاني

255

تفسیر او مفسرین:

د قرآن شریف تفسیر له څلورمي هجري پېړۍ څخه پیل سو او تر نني ورځي پوري، یوازي اهل سنت والجماعة په لس هاوو تفسیرونه لیکلي او لا اوس به هم لیکل کیږي. که څه هم چي په قرآن شریف کي راغلي دي « هغه داسي ذات دی چي پرتا باندي یې کتاب نازل کړی دی چي په هغه کي داسي آیات دي چي هغه محکمات او د کتاب اصل او اساس دی او بل یې متشابهات دي. هغه کسان چي په زړونو کي کوږ والی لري هغوی په متشابهاتو پسي ګرځي او داسي یې تاءویلوي چي مطلب یې د خلکو ګمراه کول وي؛ په داسي حال کي چي د هغو آیتونو په تاءویل پرته له الله څخه بل څوک نه پوهیږي او څوک چي په علم کي ثابت قدمه دي هغوی وايي چي موږ پر ټول کتاب باندي چي د الله له طرفه نازل سوی دی ایمان راوړی دی او دا خبره یوازي د عقل خاوندان کوي» دریم سورة اووم آیة

تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، لومړی تفسیر جامع البیان فی تفسیرالقرآن. د ابوجعفر محمدبن جریر طبري دی، چي په څلورمه هجري قمري پېړۍ کي یې په ۳۰ ټوکه کي لیکلی دی.

بل مفاتیح الغیب دی چي تفسیرالکبیر بلل کیږي، چي فخرالدین رازي په شپږمه هجري پېړۍ کي په ۳۲ ټوکه کي لیکلی دی.

تفسیرالقرآن العظیم ( ابن کثیر):  اسماعیل بن عمر بن کثیر، په اتمه هجري پېړۍ کي، په ۹ ټوکه کي لیکلی دی.

الجامع الاحکام القرآن: محمدبن احمد قرطبي په اتمه پېړۍ کي په ۲۰ ټوکه کي لیکلی دی.

تفسیرجلالین: جلال الدین محلي و جلال الدین سیوطي په اتمه هجري پېړۍ کي په شپږ ټوکه کي لیکلی دی.

تفسیر روح البیان: اسماعیل حقي بروسوي په دوولسمه هجري پېړۍ کي په ۱۰ ټوکه کي.

نور نو، له اهل سنت والجماعت څخه کمال الدین حسین واعظ کاشفي د تفسیر حسیني په نوم، سید قطب، ابوالعلاء مودودي او په لس هاوو نورو علماوو تفسیرونه لیکلي دي. البته دلته مو د شیعه علماوو تفسیرونه، چي شمېر یې د سنیانو تر تفسیرونو زیات دی، نه دي ذکر کړي او په ایران کي اوس حاضر د عبدالله جواد آملي پر تفسیر باندي کار روان دی چي ټول ۸۰ ټوکه دی او تر اوسه پوري یې ۷۰ ټوکه چاپ سوي دي.

دلته به د بحث د اوږدېدلو د مخنیوي لپاره، د شیعه ګانو یا اهل تشیع پر تفسیرونو باندي بحث نه کوو او یوازي به د سنیانو تفسیرونو ته اشاره وکړو. که د سنیانو تفسیرونه ټول پر یوه لاره وي نو بیا خو د دومره زیاتو تفسیرونو لیکلو ته اړتیا نه وه  او یو، یا نهایت دوه تفسیرونه کافي وه. او که د دې دومره زیاتو تفسیرونو ترمنځ اختلاف موجود وي، چي حقیقتاً موجود دی، نو بیا خو دا ډېره لویه ستونزه ده.

قرآن شریف په عربي ژبه نازل سوی دی. عوام یوازي په خپلو ژبو پوهیږي او د افغانستان په څېر یوه وروسته پاته هیواد عوام خو په خپله ژبه کي هم چنداني سواد نه لري. او څوک چي یوازي په خپله ژبه کي سواد ولري او یا بیخي سواد ونه لري نو هغوی به په دې څه پوه سي چي دا یا هغه آیة سم ترجمه سوی او تفسیر سوی دی او که غلط ترجمه سوی یا تحریف کړه سوی دی.

مخکي مو ولوستل چي د هجرت د لومړۍ پېړۍ په دریمه لسیزه کي د پیغمبرص د یارانو، لویو صحابه وو او پیروانو ترمنځ، د قدرت پر سر، اختلافات د جنګونو میدان ته ووتل او په لږه موده کي څه باندي سل زره مسلمانان پکښي قتل سول. په زړه پوری خبره دا ده، لکه مخکي چي مو اشاره ورته وکړه، هري خوا د قرآن شریف په آیتونو استناد کاوه او د یوه بل په مقابل کي جګړه یې د خدای په لار کي جنګ باله او خپلو پیروانو ته یې د وژل کېدلو په صورت کي د جنت وعدې ورکولې. دا اختلافات پراخ سول، او د هغو پر اساس نوي طریقې، مذهبونه او لاري جوړي سوې. د دې ټولو اختلافاتو عاملین هغه لومړني مسلمانان او رهبران دي چي په هر څه پوهېدل او د قدرت او مال لپاره یې ټولو اسلامي اصولو او د خالق احکامو ته شا وګرځوله. که سیاسي او پوځي مشرانو مسلمانان په تورو او وسلو سره بېل کړل؛ علماوو او مذهبي مشرانو په عقایدو، تفسیرونو او تعبیرونو سره بېل کړل. په دې اختلافاتو کي عوام هیڅ ګناه او مسوولیت نه لري؛ ځکه چي عوام نه د تفسیر کولو پوهه او صلاحیت لري او نه د تفسیرونو ترمنځ په توپیر پوهېدلای سي.

تفسیرونه خو لا پرېږده چي کله کله د قرآن شریف عربي داسی ترجمه سوې وي چي د لوستونکي د ګمراهی سبب کېدلای سي. مثلاً زه د سعودي عربستان عربي په پښتو او عربي په انګلیسي قرآن شریف او تفسیر لرم. پښتو ترجمه یې چنداني غلطي نه لري او یا یې په غلطي پوهېدل ښايی زما تر صلاحیت لوړ وي. خو د انګلیسي ترجمې دوه مثالونه به یې درکړم؛ البته زما سره یې مثالونه ډیر دی:

د سورة نور یا ۲۴ سورة په دریم آیة کي نکاح په جنسي اړېکو Sexual Relationsترجمه سوې ده. او وايي چي یو زناکار سړی یوازي له زناکاري او مشرکي ښځي سره جنسي اړېکي لرلای سي او زناکاره ښځه یوازي له زناکار یا مشرک سره جنسي اړېکي لرلای سي.

په هغه مبارک آیة کي راغلي دي چي زناکار سړی یوازي له زناکاري او مشرکي ښځي سره نکاح کولای سي. )الّزانِیَ لا ینکِحُ الّا زانیة او مشرکةٌ . . . ) په داسي حال کي چي جنسي اړېکي بله خبره ده او کېدلای سي چي هم مشروع او هم غیر مشروع وي خو نکاح یوازي مشروع عقد دی چي د ښځي او نارینه ترمنځ، د دوو شداهدانو په حضور کي، د دواړو په خوښه او رغبت، تړل کیږي.

په ۹۳ سورة کي ۷ ایة کي یې ضال چي مطلب یې ګمراه دی په سرګردان ترجمه کړی او په اتم آیة کي یې ( و وجدک عایلاً فاغنی — ته مو غریب او نېستمن پیدا کړې او بیا مو غني کړې) اغنی چي مطلب یې شته من کېدل دي جَعَلَ غنِیاً  To become rich  په مستقل Independent   ترجمه کړی دی چي د غریبۍ او نېستمنۍ په مقابل کي یې استعمال بیخي بېځایه دی او راتللای نه سي. عربي په انګلیسي تفسیر داسي ډیري غلطۍ لري چي باید سعودي عربستان، د چاپ په وخت کي، توجه ورته کړې وای چي نه یې ده کړې.

اوس به راسو تفاسیرو ته، چي زموږ د بحث موضوع ده. لکه مخکي چي مو وویل مفسرینو هر یوه د قرآن شریف کلمات او آیتونه د خپل علم او پوهي او شخصي درک په اساس تفسیر کړي دي چي طبعاً لوستونکی او اورېدونکی له سوالونو سره مخامخ کوي او سرګردانه کوي. لومړی خو باید دا ووایو چي قرآن شریف د حق متعال کلام دی. دا کلام په عربي ژبه نازل سوی دی او د تفسیرولو او تعبیرولو صلاحیت یې، له پیغمبرص څخه پرته، له هیڅ بنده سره نسته. حق متعال پخپله وايی چي قرآن شریف یې د دې لپاره په عربي ژبه نازل کړ چي تاسي په پوه سی. انّا انزلنا قرآناً عربیاً لعلکم تعقلون. سوره یوسف آیة ۲.

په قرآن شریف کي، ښايی ډېر لږ آیتونه وي چي هغه به تفسیر ته اړتیا ولري نه دا چي د تفسیرونو د جلدونو شمېر یې تر ۳۰ یا ۳۲ ټوکو پوري ورسیږي او د تفسیرونو شمېر هم ۷۰- ۸۰ او یا لازیاتو ته پورته سي او له خلکو څخه په لوی لاس لاره ورکه کړي. که قرآن شریف تفسیر ته اړتیا درلودلای نو حضرت پیغمبرص پخپله تفسیراوه او دا کار یې نورو مسلمانانو ته، چی صلاحیت یې هم ورسره نسته، نه پرېښودی.

څو ورځي مخکي په یو ټیوب کي د ایران د زاهدان یوه سني  مشهور مدرس مُلا، مولنا عبدالغني بدري پر یوه درسی صنف باندي پېښ سوم. مولوي صاحب د قرآن شریف ۹۵ سورة یا سورة التین تفسیرکاوه. د تفسیر په وخت کي تر ۲ سوه تنه زیات ځوان شاګردان  او د پاخه عمر شاګردان ورته ناست ول او د مولوي صاحب خبري یې یاداشت کولې. مولوي صاحب ( والتین والزیتون. و طور سینین. و هذالبلدالامین. داسي تفسیراوه:

مولوی صاحب وویل « حق متعال په سورة والتین کي په پنځو دلیلو، چي درې یې نقلي دي، یو دلیل یې وحی دی او بل یې عقلي دی دا بیانوي چي انسان چي یوه مقام  او عزت ته رسیږي هغه د توحید له برکته دی او که الله په وحدانیت ونه مني نو ځای یې اسفل السافلین دی. وګورۍ الله دلایل ذکر کړي دي. دا دلایل ډېر ضعیف دي؟؟؟ سهار مي هم دغو دلایلو ته اشاره وکړه. دا چي خدای عز وجل سوګند یادوي هغه سوګند په ونو نه یادوي بلکه سوګند په مقدسو ځایونو یادوي. مطلب یې هغه اماکن دي چي پر هغو باندي وحی راتلې. دا هغه اماکن دي چي له وحی سره یې ارتباط درلود. مخکي مي درته وویل چي د قرآن شریف په څو ځایونو کي دا داستان تکرار سوی دی. که حق تعالی په مکه سوګند یادوي نو مطلب یې دا دی چي هغه د وحی مرکز دی او که په طور سوګند یادوي نو مطلب یې د طور غر نه دی بلکه په هغه غره کي پر موسی علیه السلام باندي وحی نازل سوي دي.

دلته چي په څلورو شیانو سوګند یاد سوی دی؛ تاسي ګوری چي دوه ځایونه یې په مشخص ډول د وحی مرکزونه دي. لکه طور سینین، چي مطلب یې کوه طور او هذالبلدالامین چي مطلب یې مکه مکرمه ده. اما هغه دوه نور هم د وحی مرکزونه دي. مطلب یې یوازي وني نه دي. مفسرین په تېره بیا شیخ حسین علي رحمةالله وايی والتین یعني زما دي د تین یا انځرو په ځای قسم وي. یعني هغه ځای چي هلته انځر پیدا کیږي او هلته رشد او نمو کوي. له دې څخه یې مطلب د شام هیواد دی. شام هغه ځای دی چي هلته پر ابراهیم علیه السلام باندي وحی نازلي سوې. او کله چي زیتون یادوي نو له هغه څخه یې مطلب هغه ځای دی چي زیتون پکښي کیږي او له دې څخه یې مطلب هغه ځای دی چي عیسی السلام پکښي زېږېدلی دی او هلته پر عیسی علیه السلام باندي وحی راغلي دي. په واقعیت کي دا د ابراهیم څخه نقلي دلیل دی او له عیسی څخه نقلي دلیل دی. خدای تعالی په دې سورة کي  مطلب ووایه او په کوه طور کي مي موسی ته هم دغه مطلب وحی کړ او دا چي په مکه مکرمه یې سوګند کړی دی یعني اې زما پیغمبره! تاته هم  دغه وحی کوم او دا خبره څرګنده وم چي لقد خلقنا الانسان فی احسن تقویم. څلورم آیة یعني موږ انسان په زیباترین شکل پیدا کړ….»

دا ټولي خبري چي مولوي صاحب وکړې؛ د حق متعال له کلام سره اړه نه لري. حق متعال یوازي د انځر، زیتون، کوه طور او مکې مکرمې ذکر کړی او په دغو څلورو شیانو یې سوګند کړی دی. د شام او ابراهیم علیه السلام، د زیتون او عیسی علیه السلام او باقي نوري خبري مسلمانانو وروسته جوړي کړي دي. حق متعال کولای سوای چي د انځر پر ځای شام او د زیتون پر ځای فلسطین یا بیت المقدِس ذکر کړي. ولي یې خپل مطلب په داسي رمزی کلماتو افاده کړی دی چي په هغو باندي یوازي جریر طبري، ابن کثیر، جلالین او نور مفسرین پوهیږي. او اصلي سوال دا دی چي مفسرین د حق متعال په نیت څه پوه سول چي د خدای مطلب له انځر څخه شام او له زیتون څخه بیت المقدِس دی؟ ځکه چي دا صلاحیت خو یوازي له حضرت پیغمبرص سره وو او هغه مبارک په دې باره کي هیڅ نه دي ویلي بلکه نازل سوي آیات یې تر خپلو امتیانو پوري رسولي دي.

مفسرینو، د تفسیرونو په لیکلو سره، نه یوازي اسلام ته هیڅ خدمت نه دی کړی بلکه د هغوی تر منځ یې اختلاف ایجاد کړی او همدغه د عقایدو اختلافات بالآخره د جنګ او جګړو سبب سوي او په سل هاوو زره مسلمانان پکښي قتل سوي دي.

اوس به د عبدالله یوسف علي تفسیر، چي مرحوم صباح الدین کشککي په دري ترجمه کړی دی راواخلو. زه یې چنداني په مفهوم نه یم پوه سوی. که مي څوک په پوه کړي ثواب به وګټي. « . . . د دوو لومړنیو نښانو او مخصوصاً د انځر په باره کي د مفسرینو تر منځ ډېر زیات اختلاف موجود دی.( له کشککي صاحب څخه حتماً یو مطلب پاته سوی دی ځکه چي وروسته له انځر سر ه ارتباط ورکیږي) که د هغه حقیقي معنا په نظر کي ونیسو او له هغه څخه د زیتون د مېوی یا د زیتون د وني مفهوم واخلو نو زیتون د انسانانو لپاره، له ډیرو خواوو، ګټور دی. د زیتون غوړي تر نورو غوړیو ښه دي او د نورو غوړیو په څېر تاوانونه نه لري. او که زیتون وخوړل سي نو د ډیرو مرضونو علاج په کیږي. د غرونو زیتون له کوچنیو خستو څخه ډک، بېخونده او اکثراً چینجن وي. ګواکي دلته د انسانانو زحمت او زیار ته اشاره سوې ده چي د هغوی د زیار په نتیجه کی زیتون تربیه کیږي. پخپله انسان هم که تر تربیې لاندي ونیول سی  نو بهترین شکل اخلي او که پر خپل سر لوی سي او له سالمي تربیې څخه محروم سي نو ډیر پست انسان ورڅخه جوړیږي. ویل کیږي چي عیسی علیه السلام د زیتون ونه ځکه نفرین کړې ده چي یوازي پاڼي یې درلودې او مېوه یې نه کوله. او دا هم و همدې موضوع ته یوه اشاره ده.

د زیتون تمثیلي مفهوم د ا دی چي له هغه څخه د خدای نور تجلی کوي. امکان لري چي دلته زیتون څخه مطلب هغه غر وي چي د بیت المقدِس له دېوالونو څخه بهر واقع دی. او دغه راز کېدلای سي چي اشاره و هغه تعریف او توضېح ته وي چي عیسی علیه السلام د قیامت له ورځي څخه کړی دی»

زما په عقیده دغه راز بدرنګه، بې معنی او عامیانه تعریف پرته له دې چي د حق متعال پر  کلام باندي تېری وبولو بل څه نه سو ورته ویلای. ما د یوسف علي عبارات څو ځله ولوستل او تر پایه پوري په ونه پوهېدلم. د مفسر له خپلي لیکني څخه معلومیږي چي دی په خپل تفسیر اعتماد نه لري ځکه دوه درې ځله وايی چي امکان لري دا یې مطلب وي او امکان لري هغه یې مطلب وي. کله چي څوک په یقین سره په خپله پوهه اعتماد ونه لري نو د حق متعال پر کلام باندي په دومره نیمګړې پوهه ولي لیکنه وکړي؟

تفسیر کابلي هم، چي تبصره یې یو څه لنډه ده، د نورو محققینو له قوله لیکنه کوي. « څرنګه چي انځر او زیتون ډیري زیاتي ګټي لري نو د انساني ټولني له حقیقت سره یې مشابهت زیات دی. ځکه نو حق متعال د ( لقد خلقنا الانسان فی احسن تقویم ) په دغو دوو سوګندونو پیل کړی دی. ( دا وروستی آیة له څلورم سوګند څخه، چي مکه معظمه ده، وروسته راغلی دی؛ یعني د مفسر د عقیدې په خلاف له لومړیو دوو سوګندونو څخه وروسته نه دی راغلی. جهاني ) ځیني محققین وايي چي دلته یې اشاره دوو غرونو ته کړې ده چي د بیت المقدِس په ګاونډ کي پراته دي. ګواکي قسم پخپله په دې ونو نه دی بلکه په هغه مقدس مقام دی چي دغه وني هلته ډیري زیاتي پیدا کیږي او د عیسی علیه السلام د زېږېدني او د رسالت د پیل ځای دی »

په تفسیر حسیني کي د دې آیة مبارک په تفسیر کي راغلي دي: « په انوار کي یې راوړي دي چي د انځر او زیتون په دوو مېوو د سوګند یادولو سبب دا دی چي انځر یوه پاکه مېوه ده او فضله مواد نه لري. نرمه غذا ده، ډېر ژر هضمیږي او د ډیرو مرضونو دوا ده او ډیري زیاتي ګټي لري. بلغم حلوي، د مسانې رېګ لیري کوي د اینې او سیروز علاج په کیږي او بدن او پښتورګو ته غوړي ورکوي. په خبر کي راغلي دي چي بواسیر له منځه وړی او خلکو ته یې ډیري ګټی رسیږي. زیتون مېوه ده او له ډوډۍ سره هم خوړه کیږي او داسي غوړي لري چي ډېر ګټور دي. او وايي چي له انځر او زیتون څخه مطلب هغه دوه غرونه دي چي په مقدسه خاوره کي موقعیت لری چي یو یې طور سینا او بل یې  کوه تینا دی. دا دواړه هر یو د انبیاوود عبادت ځای وو او یا دوه مسجدونه دي په دمشق او بیت المقدِس کي او په معالم کي یې راوړي دي چي تین د اصحاف کهف مسجد وو او زیتون د ایلیا مسجد وو او په تبیان کي یې راوړي دي چي دا جبل جودي او جبل بیت المقدس دي چي حق تعالی په هغوی سوګند یاد کړی دی او سوګند په طور سینا یعني هغه ځای چي حضرت کلیم مناجات پکښي وایه او سوګند په دې امان ورکوونکي ښار څخه یې مطلب مکه معظمه ده . . . »

قضاوت به لوستونکو ته پرېږدم. آیا د حق متعال کلام په دغه شکل، دغه ساده ګي او دغه بې پروايی تفسیر کېدلای سی؟ دې تفسیر ته اصلاً حاجت څه وو؟ سړی له دغو څلورو تفسیرونو څخه د نورو ټولو تفسیرونو اټکل کولای سي. د مفسرینو چي هر څه په زړه کي ورګرځېدلي دي، د خپلي فضل فروشی لپاره یې، لیکلي او کاغذونه یې تور کړي دي او د خپلو دغو بېځایه لیکنو په وسیله یې د خیر پر ځای شر رسولی او د مسلمانانو ترمنځ یې  اختلافات ایجاد کړي دي.

مولوي عبدالغني بدري لا د والتین والزیتون د سورة  څلورم آیة ( لقد خلقناالانسان فی احسن تقویم) د تفسیرولو په وخت کي  یوه کیسه هم وکړه چي د و التین د سورة تر نور تفسیر لا په زړه پوري وه او سړی حیران سي چي مُلایانو او مفسرینو خپل شاګردان څه ډول روزلي او غولولي د ي او خلکو ته یې قرآن شریف څرنګه ترجمه کړی او معرفي کړی دی.

مولوي صاحب وویل چي زه به د دغه مبارک ایة په اړه یوه کیسه درته وکړم چي له دلچسپۍ څخه خالي نه ده او هغه دا چي « د عباسي خلفاوو په زمانه کي د خلیفه یو وزیر وو چي ډېره ښکلې مېرمن یې درلوده. یوه شپه یې د هغې حسن او ښکلا ته کتل او فکر یې وکړ چي د ده تر مېرمني به هیڅوک ښکلی نه وي نو یو ځل یې تر خولې ووتله چي که به ته تر سپوږمۍ ښایسته نه یې پر ما به طلاقه یې. وروسته متوجه سو چي دا یې څه ډول خبره وکړه؟ تر سپوږمۍ خو هیڅوک ښایسته کېدلای نه سي. پر ما خو خپله ښځه طلاقه سوه. وزیر سهار خلیفه ته ورغی او دا کیسه یې ورته تېره کړه چي زما څخه داسي سهو سوې ده اوس به څه کوم؟ خلیفه خپل علماء او ملایان راوغوښتل او د دې مسلې په باره کي یې پوښتنه ورڅخه وکړه. ټولو وویل چي ښځه طلاقه ده او هیڅ چاره یې نه کیږي ځکه چي تر سپوږمۍ خو ښکلی موجود له سره نسته. خو په دامنځ کي د امام ابوحنیفه یو شاګرد هم ناست وو او هیڅ یې نه ویل. خلیفه ږغ ورباندي وکړ چي ستا څه رایه ده؟ ولي خاموش یې؟ د ابوحنیفه شاګرد وویل چي که د « لقد خلقناالانسان فی احسن تقویم » آیة باندي ایمان لرو نو حق متعال خو ویلي دي چي ما انسان تر ټولو مخلوقاتو ښکلی پیدا کړی دی. سپوږمۍ هم یو مخلوق دی نو کېدای سي چي د وزیر صاحب مېرمن تر سپوږمۍ ښکلې وبولو. مسله حل سوه. وزیر خوشاله سو»

لومړی خو داسي احمق نه پیدا کیږي چي خپلي مېرمني ته ووايی چي که به ته تر سپوږمۍ ښکلې نه یې پر ما طلاقه یې. د سپوږمۍ ښکلا د انسان له ښکلا سره څرنګه مقایسه کېدلای سي؟ ځکه چي د یوې ښکلي مېرمني ښکلا خو د هغې په سترګو، خوله، پزه ، وېښتانو، پوست، قد و قامت، لاسونو پښو کي ده او سپوږمۍ خو له دې شیانو څخه یو هم نه لري نو سړی به یې څرنګه ورسره مقایسه کوي؟ او که یې چیري فرض کړو چي وزیر دا حماقت کړی دی او سپوږمۍ په ریشتیا هم تر ټولو انسانانو ښکلې ده او په دې حساب پر وزیر باندي مېرمن طلاقه سوه نو دا خو رِجعي طلاق دی او د مېرمني او مېړه په توافق سمدستی فسخ کیږي او د لویو ملایانو او مفتیانو رابللو ته ضرورت نه پیدا کیږي.

او وروستۍ خبره دا ده چي مولوي صاحب « احسن تقویم» په ښکلي شکل یا جوړښت ترجمه کړی دی او په دغه آیة مبارک کي احسن د ښکلي نه بلکه د بهترین معنی ورکوي. لکه د یوه چا د ښه کار د ستایلو په وخت کي چي خلک یا یو څوک پر هغه باندي ږغ کوي چي احسنت! یعني بهترین کار  دي وکړ او یا بهترینه خبره دي وکړه. نه دا چي ډېر ښکلی کار دي وکړ. د سورة ۲۳ المومنون ۱۴ آیة « فتبارک الله احسن الخالقین » ستر دی هغه الله چي بهترین خالق دی. د دې مطلب ښکلی خالق راتللای نه سي. ځکه چي له دې مبارک آیة څخه مخکي نور آیتونه د مور په نس کي د انسان د جوړېدلو او ودی کولو په باره کي دي او په وروسته کي الله ته ، د همدغه بهترین خلقت په خاطر، بهترین خالق ویل سوی دی. یعنی مولوي صاحب نه یوازي د قرآن شریف د آیة غلط تفسیر کړی دی بلکه خپل شاګردان یې په لوی لاس ګمراه کړي دي.

تفاسیر له سره ترپایه له دغه راز غلطیو څخه ډک دي او همدغه غلطۍ دي چي د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو سبب سوي دي. ځکه چي مفسرینو هر یوه په خپل وار د الله تعالی کلام د خپلو اټکلونو سره تعبیر او تفسیر کړی او هیڅ مفسر په هیڅ برخه کي هیڅ ډول استناد نه لري.

حقیقت دا دی چي قرآن شریف اصلاً تفسیر ته ضرورت نه لري. که څوک اسلام او مسلمانانو ته خدمت کوي نو قرآن شریف دي سم او صحیح ترجمه کړي. قرآن شریف پخپله تر ټولو ښه رهنما دی. حضرت رسول ص د حجة الوداع په خطبه کي وویل چي ستاسي د رهنمايی لپاره مي قرآن شریف درته پرېښود. که قرآن شریف، په غلطو ترجمو او له ځانه په جوړو کړو تفسیرونو، تحریف سوی نه وای نو حقیقتاً به د ټومسلمانانو لپاره تر ټولو بهترین رهنما وای او هیڅ ډول عقیدوي اختلافات به منځته نه راتللای.

                                 پاته لري

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

څلورمه برخه دلته ولولئ

پنځمه برخه دلته ولولئ

شپږمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.