درد

لیک: نایله سهار

256
پوهیږې ساه اوسېدل څه ته وایي؟
که هغه ونه اوسي نو ټول بدن دي ضعیف وي۔۔۔
زړه دي وجود ته وینه نه سي رسولای او
ذهن خپل چارو ته سم نه رسیږي۔۔۔
خو۔۔۔۔
که هغه واوسي ټولي چاري ډېر ښه مخ ته ځي۔۔۔
زړه خوشحاله وي ټول بدن ته وینه رسوي بدن پوره انرژي لري هر څه په هوس او خوشحالۍ سره کوي۔۔۔
ذهن ته نوي او بهترین نظریات راځي چي د ژوند او چارو لا سمون رامنځ ته کوي.
پوهیږې؟
ستا تر تګ وروسته زما وجود د ساه له نشتون سره هیڅ توافق ونه کړ
ذهن مي ستا بغیر بل هیڅ هم یاد نه ساتي۔۔۔
زړه مي یوازي دماغ ته وینه لیږي تر څو ستا یادونه تل تازه اوسي۔۔۔
ټول بدن مي ورځ په ورځ بې ساه او بې روحه کیږي۔۔۔
 څه وخت  مخکي مي غوښتل ځان وژنه وکړم تر څو د دا تدریجي مرګ څخه خلاصه سم۔۔۔
خو د مور د سترګو اوښکي او ناهیلي مي دې ته هم نه پرېږدي۔۔۔
ټول ژوند مي ستا لپاره قربان کړ۔۔۔
تر مرګ مخکي د ژوند دا څو ورځي مور ته ډالۍ کوم۔۔۔
که څه هم ستا سره چي زما کوم ژوند وو، د زړه د خوشحالۍ او روغ وجود وختونه وه،خو له بده مرغه هغه چا چي زه زېږولې یم هغې ته تش د ژوند دا پاتي مرګوني ورځي ډالۍ کوم.
ستا تګ زه په نا علاجه ناروغي اخته کړم چي د ژوند ختمېدو ته مي د ګوتو په شمېر ورځي هم نه دي پاته۔۔۔
 تاته مي ژوند ویلی وو او ستا د تګ سره سم مي ژوند هم ختمیږي۔۔۔
خفه نه یم شکرګزاره یم چي پرودګار ستا تر تګ وروسته لویه تحفه یعني نږدې وختو کي مرګ راته ډالۍ کړ۔۔۔۔
خو زه اوس یوازي د هغې له اوښکو شرمیږم چي خپل وجود، خپل ژوند او خپله ځواني یې تر ما قربان کړه کاش چي ما مور ته د هغې د زحمتو په نتیجه کي زما د خوشحاله ژوند ډالۍ ورکړې وای۔۔۔
خو خفه د هغه چا راتلونکي دردونو ته یم چي زما زړه او زما د مور د زړه ټوټه یې قتل کړه۔۔۔
اوس هم زما پر تا لږ درد هم نه پیرزو کیږي کاش چي الله تاته هیڅ درد درنکړي ځکه د درد درک ما ته تر هر چا ښه معلوم دی۔۔۔
تا چي ماته درد راکړ هغه ما ورغمی خو هغه درد چي پرتا تېریږي  هیڅکله یې نسم زغملای۔۔۔
ستا دردونه دي رب زما کړي۔۔۔
کاش چي په دا نړۍ کي بل داسي څوک ومومې چي زما په اندازه مینه درکړای سي بیا به هغه وخت زما روح سکون ترلاسه کړي۔۔۔
زما قبر ته مه راځه۔۔۔
زه پوهیږم که ته زما قبر ته زما لیدو ته راسې نو حتمن به دي سترګي د اوښکو را ډکي سي خو هغه وخت به زه نه یم چي ستا اوښکي پاکي کړم۔۔۔
 لطفا ماته هغه درد مه راکوه چي وروسته مرګ هم ما لالهانده کړي۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.