په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او واورو ورېدو په دوام، د هېواد په ختیځ د نورستان ولایت ځایي مسوولین وايي، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله شاوخوا ۲۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
باختر آژانس او نورې رسنۍ د نورستان د مسوولینو په حواله لیکلي چې هلته له نړېدلو کورونو تر دې دمه پنځه مړي را ایستل شوي او د نورو کسانو د رایستلو هڅې روانې دي.
د مسوولینو په وینا، چې د دې غرښویېدنې له امله ۲۰ کورونه نړېدلي او ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
د نورستان ځايي مسوولینو د دې غرښویېدنې لامل اورستي اورښتونه بللي دي او خلکو ته یې زیانونه درانه ګڼلي دي.
د ویلو ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په ډېرو ولایتونو کې شدید اورښتونه وشول چې له امله یې د ځینو ولایتونو لارې هم تړل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښو د هېوادوالو ژوند اخیستی دی او په دې ورځو کې پو یو شمیر ولایتونو کې د ورښت او وارو وریدو وړاندوینه شوې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.