له بندیزونو وروسته افغانستان کې څنګه “زرګونه” ښځو تجارت ته مخه کړې ده؟

142
  • نورګل شفق
  • بي‌بي‌سي، لندن

“اوړي کې میدان وردګ کې زردالو، مڼه او هر څه ډېر ارزانه وي، من ۳۰-۴۰ افغانۍ پیدا کېږي، زه هغه اخلم، وچوم یې،‌ پروسېس کوو یې او بیا یې خرڅوو.”

دا د یوې افغانې سوداګرې فلوران نوري خبرې دي چې د ‘فَري افغان’ په نوم د وچې میوې یوه شرکت مشره ده.

دا وايي چې ان یوازې له زردالو دوه درې ډوله وچه میوه ترلاسه کوي او زیاتوي، “چپه نمک دی، شکرپاره ده، دوه درې رقمه کښته دي. مڼې هم وچوو؛ ممیز له ځينو نورو سیمو اخلو او په خاص ډول یې وچوو او بیا یې پر مشترایو خرڅوو.”

د اغلې نوري د شرکت محصولات بهرنیو هېوادونو ته هم ځي.

وچه میوه

د عکس سرچینه،FLORAN NOORI – FARI AFGHAN

د عکس تشریح،د ‘فَري افغان’ په نوم د وچې مېوې شرکت مشره فلوران نوري وايي، له زردالو دوه درې ډوله کښته جوړوي، چپه نمک، شکرپاره او ډول ډول وچه میوه پروسېس کوي او بیا یې پلوري.

هغه وايي، “زموږ محصولات قطر، دوبۍ او کاناډا ته لېږل کېږي او پروسږکال مو امریکا ته هم صادرات درلودل، هغوی په کابل کې یوه نمایشګاه کې زموږ کښته خوښ شوي وو.”

خو د فلوران نوري غوندې ګڼې افغانې سوداګرې اوس له ځينو کاروباري ستونزو هم ځورېږي چې وروسته پرې راګرځو.

” ځينو پخوانیو ښځينه دولتي‌ مامورانو هم کاروبارونه پیل کړي”

سوداګرې

د عکس سرچینه،NATASHA SAPAI

د عکس تشریح،په لغمان کې ځينې مېرمنې له میوو او سبزیو اچار جوړوي، مالداري کوي؛‌ لبنیات ترې تولیدوي، لاسي توکي جوړوي او بیا یې په ښار بازار کې پلوري.

د افغانستان د میدان وردګ ولایت د فلوران نوري له کار سره په یو څه توپیر په لغمان کې یو شمېر ښځې بیا له میوو او سبزیو اچار جوړوي، مالداري کوي؛‌ لبنیات ترې تولیدوي، لاسي توکي جوړوي او بیا یې په ښار بازار کې پلوري.

لغمان کې ٰد افغانستان ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې’ مشره نتاشا ساپۍ وايي، پر ښځو د طالبانو حکومت له بندیزونو وروسته ګڼو مېرمنو اوس داسې کاروبارونو ته مخه کړې ده.

اغلې ساپۍ زیاتوي، “موږ سره داسې ښځې شته چې لېسانس دي، مخکې یې دولتي وظیفې درلودې، خو د نظام له سقوط سره یې دندې له لاسه ورکړې او له بېچارګۍ سره مخ وې. اوس یې تجارت ته مخه کړې. د ښوونځي نجونې هم له بېلابېلو رواني فشارونو سره مخ وې نو هغوی ته مو هم د کار او بوختیا زمینه برابره کړې ده.

په لغمان کې د ښځينه سوداګرو دا خونه شاوخوا نهه میاشتې مخکې فعاله شوې چې مشره یې پلوشه ساپۍ وايي، په دې موده کې اوس شاوخوا ۶۰۰ ښځې ورسره ثبت او په کار بوختې دي.

دوی د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازار غوښتنه کړې او هیله منې دي چې د طالبانو حکومت به یې ورسره ومني.

تر ۱۴۴ زره ډېرې رسمي او نارسمي ښځينه سوداګرې

ښځې

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،‘د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې’ د مدیره پلاوي مشره فریبا نوري (په منځ کې ناسته مېرمن) وایي، دمګړۍ څه باندې ۸۰۰۰ ښځینه سوداګرې رسمي جوازونه لري او ۱۳۶ زره نورې په نارسمي توګه فعالیت کوي.

په افغانستان کې په وروستیو څه باندې دوو لسيزو کې زرګونه افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې پر کارورزګار بوختې وې. د دوی تجارت ته د ودې ورکولو په موخه په ۲۰۱۷ کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د سوداګرۍ وزارت تر چتر لاندې د خصوصي سکتور په توګه ‘د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونه’ رامنځ‌ته شوه. هغه مهال شاوخوا ۸۰۰ ښځينه سوداګرې او کارخانه لرونکې ورسره ثبت وې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کارونه اغېزمن شول او تر څو میاشتې ځن وروسته یې بېرته فعالیت پیل کړ.

د دې ادارې د مدیره پلاوي مشره فریبا نوري وايي چې په دغه هېواد کې اوس د ښځينه سوداګرو شمېر تر پخوا ډېر شوی، “په هېواد کې تر بدلون وروسته په سروې کې راته جوته شوه چې په مختلفو سیمو کې څه باندې ۸۰۰۰ ښځو په رسمي ډول له سوداګرۍ، اقتصاد، عدلیې وزارت او ښاروالیو جوازونه ترلاسه کړي او ۱۳۶ زره نورې ښځې په نارسمي توګه له موږ سره ثبت دي چې تر ډېره د مالدارۍ او بڼوالۍ برخه کې کار کوي”

د اغلې نوري په وینا، پخوا نهو خو اوس شپږو برخو کې ښځو ته د کار اجازه شته، “ښځې اوس په درو سکتورونو ښوونې او روزنې، ودانیزو چارو او د کانونو په برخه کې د کار اجازه نه لري او تر ډېره د وچې میوې، ترکارۍ او د لاسي صنایعو په څېر سکتورونو کې لګیا دي.”

خو دغه سوداګرې له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ دي.

ستونزې څه دي؟

سوداګرې

د عکس سرچینه،AWCCI

د عکس تشریح،د هوايي دهلیزونو او د ښځینه سوداګرو لپاره د ځانګړو ناندارتونونو کمښت، پر سفرونو محدودیتونه او ګڼې نورې ستونزه شته چې دغه سوداګرې ترې ځورېږي.

د وچې میوې کاروبارۍ فلوران نوري وايي چې د پخوا پرتله د هوايي دهلیزونو نشتوالی او د ښځینه سوداګرو لپاره د نندارتونونو کمښت یې ګټه وټه اغېزمنه کړې ده.

د کارګو له لارې په ګرانه بیه د توکو بهر لېږل، په رسمیت د طالبانو حکومت د نه پېژندنې له کبله د ځينو بهرنیو قونسلګریو بندښت او لامله یې د سوداګرو د ویزو او سفرونو جنجالونه او وخت نا وخت له ګاونډیو سره د لارو تړل کېدل یې هم تاواني کوي. تر څنګ یې پر ښځينه سوداګرو د محرم درلودلو په څېر د سفرونو پر مهال محدودیتونه یې هم له نړیوالو بازارونو رامنع کوي.

د یادې سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي مشره فریبا نوري هم وايي چې مخکې هوايي دهیلزونه وو او سبسایډي یې دولت ورکوله خو اوس ښځې هغسې په کم لګښت توکي بهر نه شي لېږلی.

دا زیاتوي، “که د شخصي کارګو پر مټ یې لېږي نو تر بهر رسېدو پورې د جنس تر بیې یې کرایه لوړېږي. که په یخچالي موټرو کې یې زمیني لېږي نو لس-شل ورځې نیسي او تر مشتري په وخت نه رسېږي. ستونزه دا ده چې ټول زحمت ښځې کاږي خو صادرولو ته یې نارینه‌و ته سپاري چې اصلي ګټه هغوی کوي او ښځې ډېره کمه ګټه ترلاسه کوي.”

د طالبانو حکومت د ښځینه سوداګرو لپاره څه کوي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له بهرنۍ نړۍ سره پر سیاسي خنډونو سربېره یې هم تېر ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو کچه یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالره او د تېر ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه لوړه وه.

که څه هم په دې کې د ښځينه سوداګرو ونډه معلومه نه ده خو د دغه وزارت سلاکار او ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې حکومت د ښځینه تجارانو د سوداګرۍ ملاتړ او ورته د اسانتیاوو بردابرولو لپاره هلې ځلې کوي.

اخوندزاده
د عکس تشریح،د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار او ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي چې په تېرو دوو کلونو کې ۱۲۰۰ ښځینه سوداګرو ته جوازونه وېشل شوي چې دا ښکاروي، حکومت د هغوی ملاتړ کوي.

ښاغلی جواد زیاتوي، “د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تقریباً ۵۰ زرو نه ډېرې مېرمنې د تجارت په برخه کې فعالې دي. هېڅ کومه ستونزه نه شته، په تېرو دوو کلونو کې مو تر ۱۲ سوو ډېر جوازونه ورته وېشلي چې دا په خپله ښکارندويي کوي‌ چې اکثره یې تجارت کوي او کوم ممانعت ورته نه شته”

اخوندزاده جواد همدا راز وايي چې دمګړۍ د هوايي دهلیزونو له لارې له افغانستانه چین او متحده عربي اماراتو او له هغه ځایه نورې نړۍ ته صادرات او واردات کېږي او د یوه شخصي شرکت له لارې هند ته هم ځي. دی زیاتوي، “موږ غواړو نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلیزونه فعاله او تجارت ته وده ورکړو، حتی تېر کال زموږ مېوې امریکا، اروپا، عربي او اسیايي هېوادونو ته صادرې شوې، نو موږ ډاډه یو چې تجارتي اړیکې مو ټولې نړۍ سره روانې دي”

خو دغه سوداګرې وايي چې که هوايي دهلیزونه ډېر شي، پر توکو د پخوا غوندې سبسایډي ورکړل شي، ښځينه سوداګرو ته ځانګړي نندارتونونه ډېر شي، د جوازونو په ورکړه او بازار موندنه کې مرسته ورسره وشي او د ښځو د کاروبار په برخه کې سیاسي چلندونه ونه شي، نو د دوی کاروبارونه غوړېدلی، د افغانستان د اقتصاد په څرخولو کې لا ګټور رول لوبولی شي او له ځانه سره لا ډېرې ښځې پر کار روزګار بوختولی او پر خپلو پښو د درېدو جوګه کولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.