زموږ یوه لویه ستونزه او د هغې حل میشتېدل او میشت کول

پوهاند محمد بشیردودیال

196

زموږ یوه لویه ستونزه او د هغې حل

(میشتېدل اومیشت کولsettlement)

څو ورځې مخکې یو ځل بیا د غره د ښوېیدو او د یو شمېر هیواوالو د وفات خبر نشر شو. دا څویم ځل دی چی بیلابیلو ځایونو کې یا دغرونو او غونډیود ښوېیدو یا د سیلاو له امله ناوړه پېښې رامنځته کیږي. له دې ډول ناوړه پېښو برعلاوه؛ د نفوسو د اسکان لپاره د حکومتی پالیسی دنشتوالي له امله له لاندې ستونزو سره مخ یاستو:

  • ځینو سیمو کې دنفوسو بیځآیه زیات تراکم،
  • د ډیرو ښو حاصل ورکوونوکو زمکو له لاسه وتل او زراعتی استعمال په رهایشي بدلول،
  • کورونو ته د زمکې ښوییدو، زلزلو، زیم او سېلاو له امله زیان رسیدل،
  • په سیمه کې د لازمه عامه خدماتو د نشتون له امله د خلکو ستونزې،
  • د چاپیریال ساتنې ستونزې،
  • امنیتی ملحوظات،
  • سیاسي- اداري متناسب تشکیلات رعایتول،
  • د کورنو مخې ته دلازمې فضا او کافی شنې ساحې نشتوالی او داسې نورې ستونزې.

ډیره ضرور ده  چې دا مسئله د حکومت پالیسي کې (د نفوسو د میشت کولو settlement) تر عنوان لاندې شامله شي. Settlement اصطلاح بیلابیلی ماناګانې لري، خو زموږ بحث یواځې په دیموګرافی کې دی. دلته لاندنۍ مانا ورڅخه مطلوبه ده:

Settlement is a place where people live. This can be a community that’s smaller than a town, like a village. Also, if one country establishes a colony somewhere else, that can be called a settlement.

په وضاحت سره زموږ مطلب دا دی چې دخلکو د اسکان برخه کې حکومت مسئولیت لري. دلته د settlement اصلاح هم میشتوالی او هم یو محل کې د میشتولو مفهوم رسوي. حکومت د خلکو داستوګنې لپاره د سړکونوپه کښلو، دبریښنا په رسولو اود ابو په برابرولو سره کلیو ته ډیر ښه انکشاف ورکولای شي. په دې سره د ښارونو اوسنی نامساعد حالت اصلاح کیږي. اوس زیاتره هیوادو کې دکلي ویلا ګانې او ولسوالیو کې ژوند (باکیفیته)  تعریف شوی دی. اسکان او میشت کیدل د دیموگرافی بحث دی، متاسفانه دې برخه کې موږ ډیر وروسته پاتې او بیخبره یاستو. کله چې موږ د خپلو نفوسو د تراکم، کثافت اوویش( population density and distribution) مسئلې ته نظر کوو، زښت زیات خپه کیږو. ځینو سیمو کې د نفوسو تکاثف یو مربع کیلومترکې ۱،۷ تنه او یوشمیر سیمو کې تر شلو اوړی(!)( له بده مرغه زموږ احصائیوی کالنۍ دې برخه کې دقیق ارقام نلري). له دې برعلاوه حکومت مکلف دی، دنفوسو د اسکان لپاره هغه سیمې وښيي چې محلی اقتصادی منابع په غوره توګه ترکار لاندې راشي، حساس فرهنګی میراث خطر سره مخ نشي، زراعتی او صنعتی محل ټاکنه وشي، د راتلونکو لویو انکشافی پروژو ساحه نه وي، د  استملاک ستونزه ونلري، د کان او ملی پارک ساحه نه وي، سیلاو لرونکی او ښوییدونکی نه وي.

وړاندیزونه:

پېشنهاد کوم چې د اقتصاد، کرنې او انجنیری پوهنځیو کی دی دیموګرافی مضمون دوو سمسترونو کې ځای پرځای شي. پیشنهاد کوم چې د کلیو د پرمختیا او ښاروالیو مسئولین دې برخې ته په علمی ډول پام واړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.