د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ نړۍ کې ۴۰ سلنه خلک په خپلې مورنۍ ژبې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري

137

نن د فیبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، په همدې مناسبت یوناما پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې ورځې مبارکي تر څنګ ویلي چې «کلتوري او ژبنۍ تنوع د باثباته او سوله‌ییزو ټولنو لپاره مهم رول لري.»

له دې سره د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي چې د نړۍ ۴۰ سلنه وګړي په هغه ژبه زده‌کړو ته لاسرسی نه لري چې دوی پرې خبرې کوي او یا هم پوهېږي.

  یونسکو همداراز ویلي چې نن ورځ ۲۵۰ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له ښوونځیو بې برخې او ۷۶۳ میلیونه نور د سواد زده‌کړې په اساسي مهارتونو کې لاسرسی نه لري.

مورنۍ ژبه

مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي، چې یو ماشوم  یې له کوچنیوالي څخه له خپلې مور، پلار او یا له خپلو نږدې کسانو څخه زده‌کړې.

نړیوال لیکوال  نېلسن منډېلا ویلي:« که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه یوازې مفهوم ترې واخلي، ستاسو خبره به د هغه مغز ته ولوېږي، خو که له هغه سره په مورنۍ ژبه خبرې وشي، ستاسو خبرې به د هغه زړه ته ولویږي.»

د مورنۍ ژبې ارزښت

د مورنۍ ژبې ارزښت په دې کې دی چې ماشومان کولی شي په اسانۍ  سره  خپل عواطف او احساسات تر نورو ورسوي.

بله ګټه یې دا ده چې زده‌کړه ورته اسانه وي او پرته له کومې ستونزې کولی شي د ژورو معلوماتو  مفاهیموته ننوځي.

سربېره پر دې مورنۍ ژبه یوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې د یو ملت  لپاره هم زیات ارزښت لري ځکه  ډېری فرهنګي میراثونه موږ هغه وخت پېژندلی شو چې اصلي ژبه  یې ژوندۍ وي.

د پښتو ژبې نامتو شاعر خوشحال‌ خان خټک د مورنۍ ژبې په اړه ویلي:

 فارسی شعر مې هم زده سلیقه لرم د دواړو

پښتو شعر مې خوښ کړو هر څوک خپل ګڼي ښاغلي

په نړۍ کې یوه ورځ ځکه د مورنۍ ژبې نړېوالې ورځ په نوم ځانګړې شوې چې خلک د خپلې مورنۍ ژبې په ارزښت وپوهېږي، په اړه یې ډېرې څېړنې وکړي، او خلکو سره د خپلې مورنۍ ژبې ته کار کولو او نمانځلو انګېزه شتون ولري.

د یادولو ده چې  په ۱۹۹۹ کال کې د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه د یونیسکو له خوا ونومول شوه او دا ورځ هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي.

خامه پرس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.