د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان یو بې ساری بشري ناورین تجربه کوي

ازادي رادیو

245
یو شمېر بېوزلۍ ځپلې افغانې مېرمنې – ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان “ای او ام” وايي افغانستان یو بې ساری بشري ناورین تجربه کوي او د خلکو اړتیاوې په اندېښمنونکي ډول په تېزۍ سره مخ په زیاتېدو دي.

یاد شوي سازمان “په نړۍ کې ترټولو ننګونکي بحراني شرایطو” په نوم په راپور کې له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ته په اشارې سره لیکلي دي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۵۰۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي چې له ۱۰ زره ډير یې یواځې د جنورۍ میاشتې تر نیمايي ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو کې زیاتوالي، پر پولو فشارونه زیات کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان “ای او ام” ټینګار کوي چې د افغانستان خلک د بشري ناورین د کمولو لپاره د هغه اړتیا وړ پرمختیايي مرستو په ګډون چې نړیوال بسپنه ورکونکي یې دا مهال نه تمویلوي، اوږدمهاله پاېښت لرونکي د حل لارو ته اړتیا لري.

یاد سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو پر وضعیت اندیښنه څرګندوي چې افغانستان ته یو شمېر ستنو شویو کډوالو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له سخت ستونزو سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له دوی څخه عبدالقادر چې تازه له پاکستانه راستون شوی دی او دا مهال په لغمان ولایت کې اوسیږي وايي، اووه ماشومان لري خو یوه مړې ډوډۍ ورته نه شي پیدا کولای.

“بارانونه هم دي، ژمی هم دی، ځای هم نشته او ناروغیو سره ډير په تنګ راغلي یو. هيڅ هم نلرو، نه ځای لرو، نه د درمل او دوا اخیستلو توان لرو چې ماشومانو ته یې واخلو، کار او بار نشته. ”

له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم له ګڼو ستونزو شکایت لري
له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم له ګڼو ستونزو شکایت لري

له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په سوړ ژمي کې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه داسې وايي:

“تر اوسه مو د هیڅ کوم بنسټ لخوا مرسته نه ده ترلاسه کړې، ډیرو ستونزو سره مخ یو ان دا چې دا سوړ ژمی پرته له ګاز، بريښنا، صندلۍ یا سون توکو تیروو. موږ له خلکو پور اخلو او له همدې لارې خپل د ژوند لګښتونه په ډيرې سختۍ پیدا کوو. ”

دوی د طالبانو له حکومته او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي او له دوی سره مرسته وکړي.

پاکستان د روان کال میلادي کال له پیله دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې چې لا هم روانه ده.

که څه هم بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د پاکستان دا پرېکړه غندلې، خو دې هیواد ویلي چې د خپلو خلکو امنیت ورته تر هرڅه مهم دی او د افغانستان په ګډون د ټولو هېوادونو بې اسناده اتباع له خپل هېواده وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان “ای او ام” په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې سیاسي بدلونونو افغانستان له کړکېچ سره مخ کړی دی او په دې هېواد کې د نفوس دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر “اوچا”ویلي و، په روان زیږدیز کال کې نږدې ۲۸،۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.