فولکور کې د میرزمان خان د غزواتو یادونه

دودیال

238

میرزمانخان، د غازی امان الله خان دغه ریښتینی  او ژمن دوست، د استقلال دبیرته ترلاسه کولو جګړه کې (دڅلورمې جبهی د قوماندان) په توګه یاد شوی دی. دا ځکه چې؛ د استقلال د بیرته ترلاسه کولو لپاره کندهار، پکتیا او مشرقی پورې درې جبهې ټاکل شوې وې.

د ارواښاد عطایی، ارواښادغبار او کهزاد لیکنوکې د ختیځ جبهه له کمکی خیبر، ډکې، بریکوټ ، ګله پیچ او کاوټي  او بیا په مجموع کې چترال او د هغو څېرمه سیمې وې، د دې شرح موږ ته یو څه نیمګړی ښکاري، خو د جنګ کرښه له لنډي کوتل هم اووښته او تر پېښور رسیده. د انګریز لښکرکې ډیر پنجابی ګورکه اجیر سرتیری هم جنګیدل. افغانان چې څومره تاړاکګر انګریز ته په غوسه وو، همدومره پنجابی ګورکه وو ته په غوسه وو. ځینی وخت یې هغوی ته (انګریزسیکهان) ویل . دهغه وخت د روایاتو له مخې؛ د جګړې د سختو شیبو په ترڅ کې ختیځ کې د جګړې د کرښې دماتیدو ویره څرګنده شوه.  دا وخت له انګریزي استعمار سره څلورمه جبهه  دولسي ننګیالو له خوا پرانیستل شوه او فتح هم شوه. د دې اتلولی مخکښ میرزمانخان و. هغه په سیمه کې د یوه مخورپه حیث له خپل رسوخ کار واخیست اود جګړې صفونو ته یې دسیمی ننګیالی چمتو کړل. په تیره بیا د ۱۹۱۹ کال د می دمیاشتی لومړی نیمایی برخلیک جوړوونکی ورځې وې. د بریګیډ بالدوین د  مجهز لښکر او د هغوی د هوایی ملاتړ سره سره  انګریز ونشو کولای چې دلته پرمختګ وکړي، نوځکه انګریز خپل یو بل له نظامی پلوه  د لوړې رتبی او د جنګی تجربی له پلوه  پوخ قوماندان جنرال فاولر هم دغی جبهی ته  مارش کړ. د می ۱۴مه د جګړې ترټولو سخته ورځ وه. له مرکز (کابل) څخه دافغانی اردو لپاره د ټاکل شوی قوماندان  اراده ضعیفه شوی وه، منظم پوځ او د سوق او ادارې ترمنځ  اړیکه شلیدلی وه، خو افغانی باتورو سر تیرو او ولسي لښکر لا هم مقاومت کاو. پورته په ارکان کی ستونزه وه، خوصفونو په میړانه جګړه کوله، همدا وخت د میرزمانخان ولسی لښکر مرستې ته ودانګل. د دغی پیښې جریان په مختلفو بڼو راغلی او ډیر تکرار شوی دی، خو مهمه دا وه چې باید ملاتړی  ځواک ډګر ته  داخل شوی وای، باید د غازی امان الله خان پت او عزت او د استقلال د داعیې ننګه دسرونو په نذرانه ساتلی شوی وای. همدا مهال غازی میرزمانخان د شرقی جبهی سپر او ډال شو.

غازی امان الله خان  او میرزمان خان کونړی

د می د میاشتې  ۱۶مه لا د اتلولی او قربانیو ورځ وه. په کونړ ، ننګرهار او لغمان کې ولسی لښکر د میرسید پاچا، غازی میرزمانخان، د اسلامپور پاچا صیب، د چکنور ملا صیب او  سید احمد تر لارښوونې لاندې پر مخ ولاړل او د می تر ۱۸مې یې راقمونه فتح کړل. له همدې ورځې وروسسته د جګړی راتلونکی وضعیت د افغانی لښکر د بری  شاهدی ورکړه.

ځینې وګړي د فکر او تدبیر او ځینی نور بیا دعمل او منډو- ترړو اتلان وي. غازی میرزمان خان په دواړو ډګرونو کې مخکښ و. د هغه هیڅ تدبیر خام نه و او همدومره هم عملګرا شخص و. د ده اتلولی دهغه وخت یو ولسی شاعر شاعر (تورطالب) د دغې جګړې پرمهال دغه چاربیته ویلې ده:

غزا د ارناوۍ وه

د شنو توپو ږلۍ وه

ساپي پرې رژېدل لکه ګلونه د نمېر

ټول وو له سره تېر

***

غزاوه په کفارو

غوږ ښه کېږدئ هوښيارو

د ټول ساپي سالار و د کونړ ميرزمان خان

جبين يې و روښان

***

جبين يې د نرګس و

بدن يې د طاوس و

ورپسې تمام ولس و هر غازي لکه پتنګ و

اسلام د کفر جنګ و

***

اوه کسه بادران شو

جنت له ځي روان شو

جنت له ځي ر وان شو حورې تلې ورنه چاپېر

ټول وو له سره تېر

***

جنت کې يې دېرې شوې

د ګلو منجرې شوې

له قار يې سترګې سرې شوې حيدر  وويل لاړئ چېرته

ساپو ورځئ پرې بېرته

***

وباسئ پسې تورې

پيالې ګرځوي حورې

ځان مړ کړه که تربور يې چې لاړ نه شې له ميدانه

ښکاره دې کړه مېړانه

***

ښکاره زلمي د جنګ شو

ستانه بېرته په ننګ شو

په سرو وينو کې رنګ شو ارناوۍ د دوی سولۍ وه

د شنو توپو ږلۍ وه

***

حیدر چاړه په لاس

ورستون شو په اخلاص

وهل به يې کوز او پاس په کفر ګډ و لکه شېر

ټول وو له سره تېر

***

دې شېر يې وکړه توره

مور مه شه په ده بوره

بدن يې ډک له نوره افرین شه په قتلان

مردار يې کړل سګان

***

مورچل کې شهسوار و

جنت ته اميدوار و

ملګری يې سردار و له ګولو ډکه ځولۍ وه

د شنو توپو ږلۍ وه

***

خزان راغی په ګلو

شور ګډ شو په بلبلو

جنت د هغو خپل و چې تمام يې کړه پرې سیر

ټول وو له سره تېر

***

جنت شه ترې قربان

ورځي مير اعظم خان

ورځي مير اعظم خان لایق د حورو دی ګل مست

د خدای په مينه مست

***

د خدای په مینه سېر شو

په ځمکه باندې زېر شو

جمروز د خلکو هېر شو په کفارو يې حمله کړه

ترې غوڅه بې کله کړه

***

ترې غوڅې يې مرۍ کړې

کفارو به زارۍ کړې

بختيار پسې خوارۍ کړې د بير مخکې لولۍ وه

د شنو توپو ږلۍ وه

***

د تور طالب  بیان

ښکاره په درست جهان

بادر ميرزمان خان لره به ورکړي عزت ډېر

ټول وو له سره تېر

ویل کیږی چې د ارناوۍ جګړه، یوه ډیره سخته  جګړه وه. پورته ولسی شعر زموږ د نورو فولکلوریکو ژانرونو(لنډیو، چاربیتو، ولسی نکلونو او متلونو) په ردیف کې ځکه ځای لري، چې ویونکی یې یو ولسي شاعر او د ولسی خلکو له خولې تر موږ پورې رارسیدلی دی. زموږ فولکور د نورو اړخونو ترڅنګ، دحماسو د منځپانګې لرونکی هم دی. تاریخ لیکوال حق لري چې له هغو څخه داخځ په توګه کار واخلی.

اخځ:

۱.عطایی. محمد ابراهیم.(۱۳۷۴)، د افغانستان لنډ تاریخ، سبا میوند خپرندویه ټولنه: پېښور.

۲.غبار، میرغلام محمد.(۱۳۴۶)، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی ټوک، دولتی مطبعه : کابل- افغانستان.

۳. … وطن ادب ( ویبپاڼه)، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو دایرة المعارف.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.