د دوحې غونډي کومي اغېزمني پايلې لرلې؟

154

ملګرو ملتونو دوحې ناستې جوړولو سره غوښتل طالبانو سره د تعامل څرنګوالي په اړه یو توافق ته ورسېږي، بشري مرستې دوام وکړي او افغانستان له پاره د استازي ټاکلو په اړه پرمختګ وشي. همدې حال کې روسيې د دوحې ناسته ناکامه بللې ده.

که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په دوحه کې د افغانستان له پاره د ځینو هيوادونو د ځانګړو استازیو د دویم پړاو ناسته ګټوره وبلله؛ خو شنونکي وايي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې په اړیکو کې کړکېچ لا هم دوام لري.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د طالبانو پر مخالفت سربېره هم ګوتېریش وویل، په دې اړه اجماع شته او د دغه استازي د ټاکلو له پاره به مشورې پیل کړي.

دا چې دغه استازی باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل همغږي وکړي؛ اړتیا ده، چې د ټاکلو له پاره یې باید د طالبانو نظر هم واخستل شي، په داسې حال کې چې دغې ډلې د استازي د ټاکلو سره کلک مخالفت کړی دی.

اصلي ستونزه څه ده؟

له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل له پاره د حل لارې پیدا کول او په نړیوالو ادارو کې د طالبانو د ادارې ادغام یو له هغو موضوعاتو و چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو له خوا پرې بحث وشو؛ خو طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ او په دغه ناسته کې د ګډون له پاره یې شرط ایښی و.

له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د نظر اختلاف لا هم نه دی حل شوی. طالبان وايي، نړۍ دې یې حکومت په رسمیت وپېژني، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د طالبانو ادارې په رسمیت پېژندل د بشري حقونو رعایت، د ښځو حقونه او د ټول ‌ګډونه حکومت جوړول پورې مشروط کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، نړیواله ټولنه فکر کوي چې په افغانستان کې د ټول‌ ګډونه حکومتولۍ، بشري حقونو او ښځو حقونو په برخه کې پرمختګ نه دی شوی؛ برعکس د بشري حقونو حالت لاپسې خراب شوی او طالبان د ښځو سرکوبولو ته دوام ورکوي.

خو طالب ویاند ذبېح الله مجاهد د دغو غوښتنو په اړه د طالبانو پر پخواني دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ له نړۍ سره تعامل غواړو او غواړو چې له نړۍ او ملګرو ملتونو سره ښه تعامل ولرو؛ خو له بده مرغه هغوی تل په څنګزنو او په افغانانو پورې اړوندو مسایلو باندې تمرکز کوي.»

سیاسي شنونکي عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، دا چې طالبان د ښځو حقونه کورنۍ موضوع بولي، سمه نه ده: «د ظاهرشاه په وخت کې د افغانستان استازي د بشري حقونو اعلامیه لاسلیک کړې ده. له دې امله که چېرې طالبان له نړۍ تعامل غواړي، باید د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او معیارونو ته درناوی وکړي.»

خو طالب ویاند وايي، چې نړیواله ټولنه د رسمیت پېژندلو له پاره دا وړ شرطونه نه ږدي: «د افغانستان اسلامي امارت له اړخه خنډونه نه شته، هغوی خنډونه پیداکوي او هڅه کوي چې د افغانستان په چارو کې یو ډول لاسوهنه ولري.»

د طالبانو ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد
د طالبانو ادارې ویاند ذبېح الله مجاهدانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د کړکېچ د پای ته رسېدو له پاره لارې شته؟

پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په تېرېدو سره لا هم دغه ډله د بشري حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنو په اړه ځواب ورکولو ته نه ده چمتو شوې او افغان مېرمنې او نجونې تر اوسه ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ محرومې دي او د کار اجازه نه لري.

ذبېح الله مجاهد وايي، د ښځو د حقونو خوندي کول وخت ته اړتیا  لري: «ځینې موارد چې د ښځو اړوند دي، موږ یې د حل په هڅه کې یو، خو دا وخت ته اړتیا لري او د افغاني ټولنې درک کولو ته اړتیا لري.»

خو د لیکوال او سیاسي شنونکي محمد امین فروتن په اند، ژر تر ژره د دغه کړکېچ حل ناشونی دی. فروتن دویچه ویله ته وویل: «طالبان او  طالباني تفکر به په هېڅ دلیل د بشري حقونو رعایت ته حاضر نه شي.»

سیاسي شناند عزیز معارج هم په دې نظر دی، چې د طالبانو په منځ کې داسې کړۍ شته چې له نړۍ سره د تعامل پر وړاندې خنډ دي :«له بده مرغه د طالبانو په منځ کې داسې ډلې شته، چې ستونزې جوړوي او د ټولو طالبانو د بدنامۍ لامل کېږي او دا بهرنیو هېوادونو ته بهانه ورکوي.»

د ټول ‌ګډونه حکومت جوړول

په افغانستان کې د داسې ټول‌ ګډونه حکومت جوړول، چې ټول قومونه پکې موجود وي، د طالبانو واکمنۍ په رسمیت پېژندلو له پاره د نړیوالې ټولنې یوه بله غوښتنه ده.

طالبان وايي، حکومت یې ټول ‌ګډونه دی او له ټولو قومونو پکې خلک موجود دي. ذبېح الله مجاهد وویل: «دا اوس افغانستان ټول‌ ګډونه حکومت لري. زموږ په حکومت کې پښتانه، تاجک، هزاره، بلوڅ او نورستاني شته او د مخکیني حکومت ۸۰ سلنه کارکوونکي اوس هم په کار بوخت دي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر لوړو دولتي بستونو تر ډېره طالبان او پښتانه ټاکل شوي، خو د نورو قومونو اړوند کارکوونکي خپل کار ته دوام ورکوي.

فروتن وايي، ټول‌ ګډونه حکومت په دې معنا دی چې د افغانستان ټول خلک پکې ځان وویني او «ټول له یو ډول حقونو» برخمن وي. عزیز معارج هم په دې اند دی، چې یوه ډله نه شي کولی ټول واک ونیسي او دا وړ حکومت ټول‌ ګډونه نه دی. هغه وویل، مسلکي کادرونه باید په حکومت کې شامل شي.

په همدې حال کې ترکي خبري اژانس انادولو د سې ‌شنبې په ورځ د روسیې د باندنیو چارو وزارت د ویاندې ماریه زخارووا، له قوله لیکلي  چې د دوحې دوه ورځینۍ ناسته ناکامه وه. په دې خبر کې د زخارووا له قوله راغلي: «د افغانستان په اړه هر ډول نوښت او د یوه نوي سمت رامنځته کول د اسلامي امارت او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ پرته له ماتې سره مخ دی.»

د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویاندې دغه راز د دوحې په ناسته کې د پخواني حکومت د مامورینو او مدني ټولنو غړو په ګډون هم نیوکه کړې ده.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.