پوهول او پوهېدل: د مسلکي مفاهمې پرمختللي مهارتونه او سلوکونه

481
 پوهول او پوهېدل: د مسلکي مفاهمې پرمختللي مهارتونه او سلوکونه
لیکوال: قدرت الله هېوادپال
آیا فکر کوئ چې په شخصي او مسلکي اړيکو کې مو څوک پر خبره نه پوهيږي؟ آیا په بهتره توګه نشئ کولای نور پر څرګنده او بااعتماده توګه پوه کړئ؟ آیا نور ګيله من دي چې پر خبره مو سر نه خلاصيږي؟ د بهتره درک او اوريدو ستونزو په اړه فکر کړئ؟ زموږ کتاب کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي.
په دې کتاب کې به تاسې ولولئ، چې څرنګه:
– بهتره غوږ ونيسئ او د نورو پر ويناوو پوه شئ
– څرنګه په غوره او څرګنده توګه خپل پيغام نورو ته ورسوئ، نور پوه کړئ
– ستونزې، شخړې او پيچلې خبرې اترې د متقابل درناوي او منل شوو اصولو په رڼا کې پر مخ يوسئ
– د اغيزمنې خپلمنځي مفاهمې له لارې شخصي او مسلکي اړيکې غښتلې کړئ
– د مسلک پوهانو له شخصي تجاربو او کيسو څخه یې عملاً زده کړئ
مفاهمه د نن يو تر ټولو مهم مهارت بلل کيږي، مهمه نه ده چې په کوم مسلک کې ياست، ښه مفاهمه تاسې د پرمختګ او ودې بیلابيل فرصتونه رامنځ ته کولای شي. که دغه مهارت نوی زده کوئ يا له وړاندې پکې پوهه لرئ، په هر صورت کې زموږ کتاب له تاسې سره مرسته کولای شي، تر څو د مسلکي او ريښتونو تجربو په رڼا کې خپل اړونده مهارتونه نور هم بهتره کړئ!
د کتاب د څپرکو لنډيز، (۱) لومړی څپرکی: ښه مفاهمه ولې مهمه دی، (۲) دوهم څپرکی: ژبه او پيغام، (۳) درېيم څپرکی: مخاطبین، (۴) څلورم څپرکی: اغېزناکه لیکل، (5) پنځم څپرکی: ليکلو ته تياری، (۶) شپږم څپرکی: ليکنه، برخې او کړنلاره، (۷) اووم څپرکی: غبرګون، پر مفاهمه نظر ورکول، (۸) اتم څپرکی: مسلکي خپلمنځي مفاهمه، (۹) نهم څپرکی: مذاکره او خبرې اترې.
په ټول افغانستان، پيښور او کوټه کې يې له خپلو نږدې کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کولی شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.