دوست محمد خان کامل مومند

لطیف یاد

218

نن دپښتونخواد نا متو محقق ، کره کتونکی او څیړونکی ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند دري څلوېښتم تلین دی.
ستر عالم او دپښتو ژبې ستر محقق او مورخ او نقاد ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند هغه لیکوال وچې که هر څومره دده شخصیت ستاینه وکړو بیا به هم لږه وي .کامل صیب دپښتو ادب په آسمان کې هغه ځلانده ستوری و چې دپښتو په ډیرو شاعرانو او له هغو نه په دووسترو شاعرانو رحمان بابا او خوشال بابا یې په زړه پورې تحقیقي کتابونه ولیکل چې له ده نه د مخه هیڅ یوه محقق پرې نه ولیکلي .
کامل صیب د ۱۹۱۵ زیږدیز کال دسیپتمبر دمیاشتې په ۱۶ نیټه دپښتونخوا په مرکز پيښور کې زيږیدلي و . پلار یې فو جون خان نومید چې دسول جج په عهده یې په پیښور کې ملازمت کاوه، خو دپلار نیکه اصلي ځای یې دنوښار دتحصیل دډاګۍ کلی دي. کامل صیب د باړې دمومندو دحسن خیلو دڅانګې پورې اړه لري .کله یې چې پلار په ۱۹۲۶ زیږدیز کال له پيښوره هریپور ته ترانسفر( بدل ) شونو کامل صیب یوولس کلن واو هلته یې له نامتو اوجید عالم مولانا غلام غوث هزاروي نه سپیڅلی قران دترجمې ( ژباړې ) سره ولوست.
کامل صیب خپلې پرائمري ( لومړنۍ ) زده کړې دبیښور دمحله خدایداد په ښوونځي ( برایمري سکول ) کې ترسره کړي دي . په ۱۹۳۲ زیږدیز کال کې یې خپل مټر ک دګورنمینټ های سکول مردان نه کړی دی او تر هغه وروسته چې مټرک یې بشپړ کړ دپيښور په درسګاه اسلامیه کالج کې شامل شواو دکالج په دوران کې دخیبرمیګزین ( مجلې ) مدیر و .کامل صیب دپيښور داسلامیه کالج نه وروسته په ۱۹۳۴ زیږدیز کال یې دولسم ټولګی پای ته ورساوه او بیا دپيښور دایدوړد په کالج کې شامل شو او په ۱۹۳۶ زیږدیز کال یې خپل څوارلسم ټولګي له همدې کالجه بشپړ کړ.دی وروسته علیګر مسلم یونیورسټي ته لاړ او هلته یې خپه د ايل .ايل .بي( قانون ) ډیګري هم ترلاسه کړه او وروسته یې په پيښور کې دوکالت دنده پیل کړه چې دژوندانه تر پایه یې همدغه دنده سرته رسوله .
کامل صیب په پښتو ، اردو ، فارسي ، انګریزي او عربي ژبو پو هیده .دکامل صیب دژوندانه په مهمو علمی لیکنو کې دده علمي ، تحقیقي ،تاریخي او تنقیدي لیکنې دي . ده دپښتو دمشهورو شاعرانوخوشال بابا ، رحما ن بابا ،سکندرخان خټک ، علیخان او نصرالله خان نصر پر دیوانو نوبشپړې لیکنې کړي دی او ددوی داشعارو تاریخي ، علمي او ادبی جاج یې اخیستي دي . سربیره پردې یې سلګونه علمی مقالې او لیکنې کړي دی چې دهغه وخت په ادبي او علمي مجلو او خپرونو کې چاپ شوي دي .کامل صیب ددې تر څنګ چې ستر لیکوال او محقق و نو دپښتو ژبې ښه شاعر هم و. همداراز کامل صیب په پیل کې د( کامل یثربي ) تخلص کاوه ،خو وروسته بیا دده تخلص یوازې کامل یا کامل مومند و. دپښتو شاعرۍ مجموعه ېې « دفکرونو ډيوې» او دفارسی شاعری یی د«خم خانه یثرب » په نوم شایع ( خپرې ) شوي دي.
ماددې کرښو لیکوال( لطیف باد ) دښاغلی ارواښاد دوست محمد خان کامل صیب مشهور کتاب (خوشال خان خټک ) چې په اردو ژبه یې لیکلی و او په ۱۹۵۱ زیږدیز کال دپښتونخوا دپيښور داداره اشاعت سرحد له خوا په ۲۱۶ مخونو کې خپور شوی و له اردو ژبې نه په پښتو ژباړه چې بیا دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ دپښتو څیړنو دنړیوال مرکز له خوا په څلورزره ټوکو کې چاپ شو . له بده مرغه زما دغه کتاب دکابل د خونړیو جګړو په سرو لمبو کې وسوځید ، خو له نیکه مرغه په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې ددویم ځل لپاره دپښتونخوا په مرکز پيښور کې ددانش دخپرندویی ټولنې له خوا چا پ شو .
دخوشال خان خټک په کتاب کې دخوشال بابا ژوندلیک ، کورنۍ او لومړني حالات ، سرداري او منصبداري ، داورنګزیب سره دخوشال بابا پيښې، دده قید او بند ، دایمل خان دغورځنګ ( تحریک ) ، دخوشال بابا دژوندانه وروستۍ موده او دده مړینه او دده دشاعرۍ په اړوند په زړه پورې مطالب شته .
ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند د۱۹۸۱ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه د پښتو نخوا په مرکز ( پېښور ) کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې .
اروادې ښاد ه او یاد دې تل تازه وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.