بخښنې نړیوال سازمان: طالبان باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي

101

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په غزني کې د دوو کسانو د اعدام په غبرګون کې دا کړنه د نه زغم، انساني کرامت ته سپکاوی او د نړیوالو قوانینو او معیارونو سرغړونه بللې.

په بریتانیا کې د بښنې نړیوال سازمان تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې د عادلانه محاکمو نه‌شتون د جدي اندېښنې وړ بللی او زیاتوي، طالب چارواکي باید سمدستي اعدام او نورې ظالمانه سزاګانې ودروي.

په دې اعلامیه کې د دې سازمان د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي له قوله لیکل شوي: “اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په طالبانو د بشري حقونو د ښکاره سرغړونو له امله فشار راوړي څو دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو حقونو خوندیتوب ته درناوی کېږي.”

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې په غزني کې دوه تنه د قتل په جرم اعدام کړي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.