عباس ستانکزی پر حقه او نديم پر ناحقه او له هر اړخه ملامته دی

سيد حسين پاچا

249

عباس ستانکزی پر حقه او نديم پر ناحقه او له هر اړخه ملامته دی

اصل کې شارع الله دی نه انبياء عليهم الصلوة والسلام ان تر دې چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم پر ځان د بيبيانو د خوښۍ لپاره د شاتو د نه خوړلو او د خپل ګران تره ابوطالب لپاره د هدايت واک نه لري، نو امپړ ملا نديم څوک دی چې د نجونو په زده کړه کې د ستانکزي مخالفت وکړي؟

نديم د نګه جهالت لکۍ نيولې او د افغانستان د ښځينه ځوان قشر د زده کړو د مخنيوۍ، مېرمنې له کاره بندولو او هېواد د لا وروسته پرېښوولو لپاره له بېګانه استخباراتو ګومارل شوی دی. نه عالم دی او نه د علم پر لار تللی دی

نوټ : پر جمعه ګل مې فساد وکړ  +  دی مې اوده (بېده) کړ زه ترې پټه ووتمه

رښتيا چې باجوه او شيطان لغماني د زاړه او نوي ښکېلاک په لارښوونه او ملاتړ پر ټولو فساد وکړ ؛ حکومتي واکمنان يې پخپلو کې سره ووېشل. د ډاکټر عبدالله په شمول يې ډېرو ته د راتلونکي حکومت او واک په تمه دروغژنې ((کاذبانه)) هيلې ورکړې. هغوی پخپلو کې سره بې باوره او ويې پاشل او زمينه يې طالب ته جوړه کړه. طالب يې راوړ او دلته يې د باجوه او د دواړو ښکېلاکونو په خوښه واکمن کړ او هم يې دلته داسې په يوه باريکه او خامه  استخباراتي لومه وتړلو چې اوس ترې خپله د حل لار ورکه ده او له يوې ورځې بلې ته بېلارې کيږي او د تمرّد لار خپلوي او له بل لوري يې ټول ملت طالب ته ګروګان په لاس کې ورکړ چې اوس د طالب او د ملا نديم په څېر خلک دلته زموږ واکمنان دي چې له زده کړې او علم سره علنًا قولاً، عملاً، قلبًا او اخلاقًا خلاف او جوړ نه راځي او د چورلټ دښمنۍ لار يې غوره کړې ده.

ښاغلی نديم ګله،

وايی کله چې ښاغلی حکمتيار ستاسې د هغه لومړي پار په واکمنۍ کې چې د کابل د چهاراسياب او اړوندو سيمو ته راورسېدئ او بالآخره هغه اړ شو چې هغه سيمه پرېږدي او سروبي ته راشي او له زرداد او له ليوني سپي سره يې واړول. يوه ورځ مازيګر مهال د کوچانو يوه ډله مشران حکمتيار ته د زرداد په غوښتنه ښه راغلاست ته سروبي ته ورغلل او له حکمتيار سره يې وکتل. حکمتيار صاحب ورسره هغه مهال ډېرې ښې خوږې نرمې او پستې خبرې کړې وې. د خدای شان دی چې کوچان خو غرتي او زړه پاک خلک دي څه يې چې پر زړه وي هغه په زغرده پر خوله وايی، نو د هغوی مشر حاجي صاحب مرجان ورته ويلي وي :

((خدايګو حکمتيار صاحب، ډېرې ښې او ښکلې خبرې دې وکړې، خو کاشکې چې داسې مخکې هم وايی. خدايګو چې مچ به هم ستا له پزې پرته د بل چا پر پزه ناست نه وای.))

خدايګو،

چې ستا دا دښمنانه کړنې او جارحانه کارونې وي، نو ژر دی چې د امارت اسارت لکۍ به دې په خير سره له ډزوډوز پرته ختم وي، خو د ملت لږ نور زغم ته اړتيا ده.

تاسې ښه پوهېږئ چې دا ولس مو پخپلو افراطي کړنو او څرګندونو او له زده کړې سره د نه پخلا کېدونکې دښمنۍ او نابانديتوب له امله تېرې پزې ته راوستی دی.

دا واوره چې دا ولس به په راتلونکې له تاسې پسې لمونځونه خو لا څه ان چې پخپلو جنازو کې به مو هم نه پريږدي.

ته شخصًا ښه پوه شه چې دا ولس خپلو اولادونو په تېره بيا خپلو لوڼو ته زده کړه، ښوونځی او پوهنتون غواړي او تا يې مخه نيولې او د تعليق يا معلق پلمه دې نيولې، خو ستا مخه داسې نه ده.

تاسې د ګاونډي نظامي بنسټ  Panjab regiment or Panjabi Establishment  پروژه واست، پروژه ياست او پروژه به ياست. تاسې د اسلام د حفاظت او د شريعت د نفاذ لپاره هډو رامينځته شوي نه ياست او نه د دې سترې سپېڅلې موخو لپاره روزل شوي ياست. تاسې د دې لپاره روزل شوي ياست چې څنګه وکولی شئ چې د هغه بېګانه بنسټ او د هغه د بادارانو د موخو د تطبيق او تعقيب لپاره جوړ ياست او لا تر اوسه هماغه موخې سرته رسوئ.

ضياءالحق هم همدغسې د شريعت کاذبانه نارې سورې وهلې او ان تر دې چې په هغه زاړه د لارډ ميکايل په قانون کې اتمه ماده هم بدله نه شوه کړلی. خلک په دې پوه دي او پوهيږي چې څنګه يې له دې ځايه ولېږه او څنګه يې پرې مظلوم او بېګناه فلسطينيان هغه وخت ووژل چې اسرائيلي موشي ديان يې خپله منښته کړې ده.

يو وخت کې ارواښاد بېجليګر پرې نيوکه کړې وه او ويلي وو چې  دا څنګه اسلام دی؟

دا خو يې چې په رېړه کې اچولی وای او له کراچې يې را روان کړی وای، نو اوس به تر تورخمه رسېدلی وای، خو پته يې نشته.

Turkey converts another former Istanbul church into a mosque

https://www.aljazeera.com/news/2020/8/21/turkey-converts-another-former-istanbul-church-into-a-mosque

ګرانه نديم خانه،

ته ځان لږ پوه او هوښيار کړه چې،

يو وخت د ترکي عثماني خلافت د فتوحاتو او برياو په وخت کې عيسوي مشران راهبان د (ايا صوفيا)) تاريخي کليسا  Hagia Sophia  دننه راټول شوي ول او په دې يې بحث او خبرې کولې او پخپلو کې په دې سره نه جوړېدل چې :

((ايا عيسی عليه السلام جواری خوړلی دی يا نه؟))

مسلمانان پرې ورننوتل او ويې نيول او خبره خلاصه شوه.

زه باور لرم چې که تاسې خپله شخصًا، خالد حنفي او داسې نور لنډه اندي او د زده کړې علني دښمنان او مخالفين موجود ياست، نو ژر دی چې له تاسې سره به هم د هماغه عثماني خلافت تاريخ بيا تکرار شي.

ګرانه نديمه،

پام دې اوسه چې نور ښويی نه شې.

دا د اسلام خاوره ده او لله الحمد افغانستان له دويم او درېم راشده خلفيفه ګانو له پيره تر دې دمه يو سوچه منځلاری اسلامي ټاټوبی پاتې شوی. خير دلته زموږ د خپلې سرزورۍ او سرتنبه ګۍ او له ناپوهۍ چې لا تر اوسه موږ په کور دننه، سيمه ييز او نړيوال سياست، چلونو او نيرنګونو سره سم اشنا نه يو او کله چې موږ ته مذهب راوړاندې شوی، نو موږ پکې تېروتلي يو او دوکه مو خوړلې ده.

دا ځکه چې موږ ساده، پاک زړي او سيخ خلک او راسخه ټولنه يو او له تاريخي پلوه موږ د مذهب او مقدساتو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شوي نه يو او په هر سنګر کې ترې مو ښه په کلکه او مېړانه دفاع کړې ده، خو نور داسې نه دي.

خير اوس خو شوی کار دی او اوبه له ورخه تېرې شوي دي بيرته ژر نه راګرځي او دا وخت نيسي. زه باور لرم چې دا ولس ژر په خير سره بيرته راوېښ او پر خپل اصلي دښمن به له سره غور وکړي او خپلو اولوياتو به مخه کړي چې تا او ستا ملګرو ته به هم لار دروښيي او بيرته به دې خپلې اصلي دندې ته وروګرځوي او درته به ووايی چې دغه دې ځای او دغه دې رسالت دی.

نور په دې سره سر نه خوږوو چې علم پر نجونو فرض دی او يا نه؟

دا به هله په خير سره وشي چې يو ځل دا ولس خپله راوېښ او تا ته د جنګ له ليارې نه، بلکې د منطق او استدلال له مخې په زغرده او نره ځواب درکړي چې نور دې مخې ته ښه!

((ويجعل الرجس علی الذين لايعقلون))

موږ دا ملت او دا ولس د دې ايات تر ارشاد او تقاضا لاندې مجبور ومکلف يو چې بيرته د دغه ستر الهي ارشاد ته رجوع وکړو. دا اوس زموږ د ملت او ولس مسؤوليت او رسالت دی چې له خپل عقل کار واخلو او دا موږ دېته سوقوي چې موږ پخپلو کړووړو له سره غور وکړو او يوه روښانه، مصؤونه او معقوله لار د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره وټاکو. تر څو به ستا غوندې د علم يو مخالف او علني دښمن ته موقع ورکوو؟

تاسې بايد پوه شئ چې،

زده کړه د نر او ښځې اړتيا (ضرورت) دی او ستا په شمول هېڅوک دا حق نه لري چې مخته يې خنډ شي او موانع او خنډونه ورته ايجاد کړي.

دا ښه په سړه سينه او خلاصو غوږونو واوره چې که له دې وروسته تاسې خپله شخصًا او يا ستا نور همفکره او امثالهم د نجونو د زده کړو مخنيوی کوئ او مخې ته يې خنډونه راولاړوئ، نو ما کان او ما يکون يا په نورو ټکو مخکې او وروسته ټوله پړه او مسؤوليت به يې ستا پر اوږو بار وي.

دا خوشې اوتې بوتې دې نورې پرېږده چې تاسې شيخ ملا هبت الله ته تر ټولو نژدې کس ياست. حق حق دی او ته او شيخ دې دواړه له خدای او رسول صلی الله عليه وسلم او له حق معتبر او لوړ نه دی.

لږ ځمکې ته راکښته شه!

لږ خدای و رسول وپېژنه!

لږه خدای او رسول (ص) ته غاړه کښېږده!

په درنښت

سيد حسين پاچا

عباس ستانکزی : علم د پرمختګ يوازېنۍ لار او په نر او ښځو دواړو فرض دی

https://www.bbc.com/pashto/articles/c4n33qrz77go

د ستانکزي او شيخ نديم جنجال د انجونو په زده کړو

https://www.youtube.com/watch?v=11oIDwhh7Ps&t=11s

ستانکزی : مخالفان دې نه انګېري چې موږ د جګړې وس نه لرو

https://taand.net/?p=236133

د نجونو د زده کړو په اړه د ستانکزي خبرو ته د شيخ نديم ادعا شوی غبرګون

https://taand.net/?p=236137

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.