د خره ملګرتيا! ( لنډه کيسه)

ليکنه: محمد شفيق شرفزی

457

څه بدې ورځې راباندې راغلې! د وظيفې نه ووتلم، د بلې دندې پسې ډېر وګرځېدم، څوک چې مې پېژندل او دنده يې لرله ورغلم، او د دندې لپاره به مې ورته ويل. ډېرو په تمه هم کړمه، خو کومه نتيجه يې ور نه کړه.
بله ورځ له ښاره کور ته روان وم، په لاره کې مې د مکتب د وخت يو ټولګيوال په مخه راغی، هغه د معلمۍ دنده لرله. د روغبړ نه وروسته يې راته وويل « راځه هغه ونې لاندې يو پنجه کينو» ماویل سمه ده. د هغه له وظيفې خبر وم، چې معلم دی. له ما يې د وظيفې په اړه وپوښتل. ما ورته جريان تېر کړ، بېچاره راته خپه شو، خو ډاډ يې را کړ، چې «مه خپه کېږه، خدای ج مهربان دی هر څه به سم شي. دولت تا په شان خلکوته ضرورت لري» بيا يې راته وويل، « رښتيا ته خو انګليسي کې ښه وې، راځه تر څو درته وظيفه پيدا کېږي. زه بعد د وخته يو کورس کې درس ورکوم تاته به هم يو ټولګی برابر کړم. سات به دې سات تېر وي او يو څه د جيب خرچه به دې هم کېږي» ما هم ومنله، چې هره ورځ خو هسې هم ښار ته راځم. درځه د وظيفې لټه به هم کوم او د کورس په وخت کې به کورس ته ځم.
معلم صېب بله ورځ زنګ را ووهه، چې ټولګی مې درته تيار کړی سبا راشه. سبا ورغلم او تدريس مې پېل کړ. ښه وم له ځان نه هم راضي وم او شاګردان هم خوښ مالوميدل. څو ورځې لاړم راغلم. زما د پخوانۍ دندې تنخوا پنځه دېرش زره افغانۍ وه، نو چې کله به مې معاش واخستو يو څو روپۍ به مې د صراف سره کېښودې. پدې ورځو کې مې ترې لږې لږې اخستې او خرچه کولې به مې.
فکر مې وکړ چې هره ورځ پنځوس افغانۍ تش په د موټر په کرايه مصرفووم. که يو موټرسېکل واخلم راته به ښه تمام شي. لاړم له صراف نه مې څلوېښت زره افغانۍ واخستل او موټرسیکل مې پرې واخست. کورس ته به هم تلم او خپل کارونه به مې هم لټول. دې کې درې مياشتې ووتل، چې حساب مې وکړ ماته يونيم زر افغانۍ راپه برخه شول. کورس خوند رانه کړ، ځان سره مې وويل، چې له دې کاره کور کې ښه يم. کورس مې پرېښود.
ورځې شپې اوړي دندې پسې ګرځم خو نه پيدا کېږي. د صراف سره مې روپۍ هم خلاصې شوې. ورو ورو مې د کور سامان په خرڅولو پېل وکړ. موټرسیکل، مباېل، د ښځې ګاڼه او قيمتي شيان يو يو خرڅوم او کور ته پرې سودا راوړم.
ناامېده شوم دنده هم نه پېدا کېږي بله ورځ ښار کې روان يم ګورم، چې د وظيفې يو ملګری مې وليدو، په رېړه يې ترکاري اچولې او خرڅوي يې د روغبړ نه وروسته مو ښه يو پنجه وژړل، زړه مو سپک کړ.
خوا کې د چايو سماوار والا و، ملګري مې چای راوغوښت، همدلته مې ذهن ته دا خبره راغله، چې اوس راته بله چاره راپاتې نه ده، ملګري ته مې وويل،« څنګه به وي، چې يو ځای کې دغسې د چايو سماوار ولږوم؟ هغه هم مشوره راکړه. په سبا ښار ته راغلم، او سیده د درمسال خواته دوکانونو ته ورغلم يو مې سماوار واخست، دوه درجنه مې وړې پيالې، پنځه ورې چاینکې، يو کیلو شين چای، يو سطل او يو من خس واخستل او کوم ځای، چې مې ملګري راته ښودلی وو هملته ولاړم. د عيدګاه مسجد خواکې مې د سرک په غاړه سماوار باندې کړ. په اوله ورځ مې تر مازيګره درېسوه دېرش افغانيو کار وکړ. خوشحاله وم سامان مې ټول کړ او ریکشا کې مې د دامان هډې پورې په څلوېښت روپۍ يوړ، څلوېښت مې تر کوره کرايه زرنج والا ته ورکړه. په سبا هم همداسې او بله ورځ هم.
ورځ تر بلې مې کار ښه کېدو، آن تر زر افغانيو مې کاروبار ورسېد. يوه شپه مې ښځې راته وويل، چې« نن مې خور راغلې وه، هغوی د دهقانۍ کار کوي. ما ورته ستا کيسه وکړه، ما وېل کار مو اوس شکر ښه دی، خو د ورځې دوه سوه افغانۍ په کرايه لګوي».
خور مې را ته وويل، چې «موږ دوه خرګاډي لرو، د ښار منډيي ته پکې ترکاري وړو، زه به مې خاوند ته ووېم، يو به تاسو ته درکړو خپل ټول سامان دې پکې وړي او راوړي د کرايې نه به خلاص وي. او زوی به مې هره ورځ واښه ورته راوړي» زه هم خوشحاله شوم، چې حد اقل يو دوه سوه روپۍ خو به بچت شي.
د باجه زوی مې ماښام خرګاډی راوست، ښه ډېر واښه يې هم ورسره راوړل، سهار د وخته مې لمونځ وکړ او سامان مې په خرګاډي کې بار کړ لږ واښه مې هم راواخستل.
خپل ځای ته ښه پر وخت ورسېدم. خر مې له رېړې خلاص کړ، او په يو ګوښه ځای کې مې خر د رېړې ټاېر پورې وتړو، واښه مې هم ور واچول. وخت په وخت به مې پرې پام کولو.
مازيګر شو، يو وخت مې، چې پام وکړ خر نه شته! هاخوا دېخوا مې وکتل په نظر رانغی. ماښام شو. جومات ته مانځه ته لاړم. لمونځ مې چې وکړ، ملا صېب ته مې وويل، چې که يو اعلان وکړي، چې خر مې ورک شوی، ويې دګلم، «اخر جومات د خرو د اعلانونو ځای شو…ځه ورک شه».


رښتيا هم غريبي سړي نه عقل اخلي! مسجد نه راووتلم، يو خوا بل خوا سرګردانه ګرځم، خو خر نشته. يو ځای کې چمن کې څو ځوانان ناست دي ور نږدې شوم سلام مې وکړ. دوی خپلو کې ګپ لګوو، ماوېل« وروره مانه خر ورک شوی تاسو خو به نه وي ليدلی؟» دوی کې يو ډېر ټوکي مالومېده، يو ملګري ته يې اشاره وکړه ويل « داخو به نه وي؟ وګوره غوږونه يې د خره غوندې دي» زه ډېر خجالته هم شوم او خندا هم راغله، چې دا مې څه په لانجه ځان واړوو.
مجبوري بد شی دی! د شپې تر لسو بجو مې ولټوو خو پېدا مې نکړ. اخر مجبور شوم سامان مې خر ګاډي کې بار کړ او د خر زين او جامن مې په خپله اوږه وتړلو او رېړۍ مې ځان پسې کشوله.
د مستوفيت په چوک سيده پُل بهسود او بيا د دامان په سرک د کور په طرف روان شوم. په ټوله لار مې د ځان سره ويل، ښه دی چې ورځ نه ده، د نامې جامې سړی وم کوم بلدي کس به ليدلی وم ويل به مدير صېب ځان نه خر جوړ کړی. خدايه ته مې عرض واخلې، ما خو په وظيفه کې خيانت هم نه دی کړی، دا د کومې ګناه سزا وينم! يو دا کار پاتې وو غريبۍ اخر دې راباندې د خره پېښې وکړې! بيا به مې ويل، دېنه دې بدتره نه وي. د سل رقمه فکرونو او تشويشونو سره کور ته ورسېدم.
نه پوهېږم په ژړا و که په خولو و خو لوند ګریوان د کور په انګړ ننوتم، په ټوله لار مې اوښکې نه دي درېدلي. ماشومانو مې راته ويل، چې ماښام مې خوريی راغلی وو ويل، چې د ماما نه خر تختېدلی او کور ته راغلی. ماویل دا څه وايې! په ما خو دې پدر نالت ټول ښار لوټ په لوټ ولټوو. د خلکو د خندا او په خپل ځان په ژړا يې کړم. که حوصله مې نه وی کړی دوه درې ځايه يې په جنګ اړولی وم. رښتيا، چې د خر ملګرتيا دې شرموي، خر که هر څومره ښه شي عاقبت دې شرموي او په جنجال دې اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.