په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو ننګونې

نذیراحمد سهار

199

د ۲۰۲۲ کال د جنوري په یوه یخه شپه کې یوې لویې کارګو الوتکې په هانور هوايي ډګر کې د جرمني ۲۴۲تنه افغان سیمه ییز همکاران (Afghanische Ortskräfte) او د هغوی د کورنیو غړي کوز کړل. په دې الوتنه کې په لسګونو تنه خبریالان او د هغوی کورنۍ وې، چې د جرمني د بې پولې خبریالانو ټولنې او نورو ادارو له لارې له افغانستان نه را اېستل شوي وو. په دې ډله کې یو تن عظیم الله و، چې درې کاله يې د افغانستان په شمال کې د بهرنیو ځواکونو له مالي ملاتړه برخمنې یوې سیمه ییزې راډیو سره خبریالي کړې وه. عظیم الله له دې امله خوښ و، چې نور د طالبانو له اړخه له ورپېښو ګواښونو خوندي دی، خو دې اندېښنې یې ذهن ژور بوخت کړی و، چې په دغه نوي چاپیریال کې به دی په خپل مسلک کې د کارکولو فرصتونه ومومي او که یه؟
دغه اندېښنه د ‘ګڼو هغو خبریالانو په ذهنونو او دماغونو کې راګرځي، چې د جګړې، ګواښونو او تعقیبونو له امله په لویدیز، په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د جلاوطنۍ شپې تېروي. ډېری دغه خبریالان د ۳۰ او ۵۰ کلونوترمنځ عمرونه لري او له تخصصي زده کړو او کافي کاري تجریو سره سره په نوي محیط کې ډېر انتخابي عمل نه شي کولای. له همدې امله یا غیر ارادي مسلک بدلوي او یا د تخنیکي او اضافي زده کړو له لارې په نوي محیط کې د نویو فرصتونو په لټه کې دي.
مسلکي هویت ساتل څومره ممکن دي؟
د کډوالۍ/جلاوطنۍ یو خورا ناوړه او ډېر محسوسېدونکی اړخ غیر داوطلبانه مسلک تغییرول (Involuntary Career Changes) دي. دغه تغییر له داوطلبانه او پلانیزه مسلک بدلولو سره توپیر لري او ډېر وخت غیر ارادي او اجباري وي. د داوطلبانه هغه برعکس، چې افراد پکې د یوې واردمخه کاري ساحې او محیط د انتخاب لپاره کافي فرصتونه لري، دغلته فرصتونه خپلخوښي نه دي. دلته معمولا د بهرنیو فاکتورونو او ناکنټرول وړ شرایطو له امله سړی خپل کاري مسیر بدلوي او دا تغییر د فرد مسلکي هویت(Professional identity)، کاري کرکټراو د اړیکو کانالونه هرڅه اغیزمنوي.
د افغانستان د تېرو دوونسلونو د جلاوطنۍ او کډوالۍ تجربې ښيي، چې اکثریت کدرونو خپلې کاري برخې په غیر ارادي ډول بدلې کړې او راوروسته نسلونه یې ددې جوګه کړل چې د ټولنیز ادغام د بهیرونو بشپړاوي او محیطي همغږیو له لارې د خپلخوښو انتخابونو پر بنسټ پرمخ لاړ شي. واک ته د مجاهدینو له راتګ سره هممهاله لویدیز ته کډوالو او جلا وطنه افغان خبریالانو د کډوالۍ خبریالي (Immigrant journalism) ونه پاللای شوای، ځکه کډوالي په یوه متفاوت او بل ژبي محیط کې تیت او پاشلې وه او دوی د خپل مسلکي هویت پرېښودو ته اړ وو، خو برعکس په پاکستان او ایران کې د کډوالۍ خبریالي(جهادي ژورنالیزم) کافي مخاطبان هڅوونکي عوامل، کډوال نفوس او ګډ ژبی محیط درلودل. تازه جلاوطنه خبریالان هم له ورته برخلیک سره مخ دي. له خپلې کاري ساحې سره فاصلې او په کوربه ټولنه کې محدودو او تړلو اړیکو او شرایطو دوی د خپل مسلکي هویت د له منځه تګ او راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي. دا د نوي محیط پر ټولنیزو، فرهنګي او رواني اغیزو سرباري دي.
د لویدیزو هېوادونو په سیاستونو کې د افغانستان کمرنګي او له نړیوالې صحنې د کابل غیابت ددغو هېوادونو د رسنیز پوښښ په ډلبندۍ کې د افغانستان ارزښتکچه ټیټه کړې چې پّه پایله کې یې په لویدیزو رسنیو کې د افغان خبریالانو لپاره کاري فرصتونه هم کم شوي دي. اروپایي، په ځانګړې توګه جرمني او فرانسوي ژبې رسنۍ د بهرنیو خبریالانو له جذب او کارزده کړې پروګرامونو سره راښکون نه لري او د خبریالۍ لپاره د نوې سټنډرډ ژبې زده کول هم اوږدمهالی بهیر دی.
عظیم الله چې د ځاني امنیت او مسلکي هویت د خونديتابه لپاره جلاوطنه شوی، اوس په دې فکر دی چې له خپل مسلکه هم جلا شي. د هغه په باور، د جلاوطنۍ رسنۍ له اقتصادي او فرصتي اړخونو محدودې دي او د کوربه هېوادونو سیسټم پر دې تمرکز لري، چې چټکه کاري قوه و روزي او د کار مارکېټ ته یې سوق کړي. په دې توګه ډېر خبریالان اړ وځي، چې خپل مسلکي هویت پریږدي او په یوه بله برخه کې بوخت شي.
ډیجیټل کانالونه، د تمرکز نوې نقطه
د تحقیقي خبریالانو د نړیوالې شبکې د ارزونو له مخې، په تېرو ۱۵ کلونو کې د محتوا د وېش د ډیجیټل کانالونو ( ټولنیزو شبکو) له را څرګندېدو سره جلاوطنې خبریالۍ نوې سا اخستې او خبریالان د مسلکي هویت په ژوندي ساتلو کې د تېرو لسیزو په پرتله په غوره دریځ کې دي. د افغان خبریالانو یوه وړه برخه په نویو جوړو شویو جلاوطنه رسنیو او د کوربه هېوادونو د رسنیو په پښتو او دري سرویسونو کې فعال دي. یوه برخه په دې هڅه کې دي چې د شنونکو او کارپوهانو تر نامه لاندې په بهرنیو او افغان رسنیو کې خپل حضور وساتي.
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې د ارزونو له مخې، د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته شاوخوا ۶۰ ملي او سیمه ییز ټلویزیوني چینلونه، ۱۱۷ راډیوګانې، ۴۹چاپي خپرونې، او ۲۱ خبري اژانسونه د سیاسي او مالي ستونزو له امله تړل شوي دي. له اتو زرو ډېر د رسنیو کارکوونکي چې شاوخوا ۶۰ سلنه جوړوي، وزګار شوي او له ۱۵۸۰ تنو ډېر امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني، فرانسې او هسپانیې ته جلاوطنه شوي.
له کورني محیط سره د اړیکو ساتل او پالل جلاوطنه خبریالانو ته له مسلکي اړخه مهم دي، ځکه خبریالان په فزیکي لحاظ د پېښو له جغرافیا لرې دي او دا فاصله او لرېوالی د هېوادمیشتو خبریالانو له لارې طی کیږي. له هغوی سره د روابطو پالل او له پخوانیو خبري سرچینو سره نږدې پاتې کېدل د جلاوطنه خبریالۍ راتلونکی تضمینولای شي.
له هېواده بهر خبریالان معمولا پر هغو معلوماتو او اطلاعاتو تمرکز کوي، چې په کور دننه خبریالان یې د مختلفو بندیزونو او د اطلاعاتو د کنټرولي ویش او جریان له امله نه شي پوښلای. د خبري منځپانګو ارزښت له پېښو سره د خبریالانو په فزیکي نږدیوالي کې نغښتی او څومره چې له پېښو سره د خبریال فزیکي واټن، سیاسي چلند او له پېښو غیر حضوري یا ددویم او درېیم کس، په تېره ولسي روایت ډیریږي، هومره د واقعیتونو روغ لېږد او د اطلاع او خبر رسونې پر بهیر د خبریال تسلط کمزوری کیږي. دا چاره یو خوا د شایعاتو اوسخت پروپاګند (Hard propaganda) لامل کیږي او بل پلو د خبریال ژورنالستي هویت او د خبر رسونې دقیق انتقال او اعتبار اغیزمنوي. په دې توګه په دواړو کوربه او اصلي محیطونو کې مخاطبان او د رسنیو څارونکي دې ته ځیر کوي چې د جلاوطنه خبریالانو له رپورټنګ او د محتوا له وېش سره محتاطانه چلند غوره کړي. دا د خبریالانو د مخاطبانو شمېرکچه اغیزمنوي او راښکون او د خبرونو او پیغامونو چټک لېږد او د شریکولو بهیر کمزوری کوي.
د ناروې د اېن اېل اې پوهنتون د رسنیزو څیړنو استاد (Terje S. Skjerdal) وايي، چې د ډېرو جلاوطنه خبریالانو په خبرو باور نه شي کېدای، یا په بله وینا، ډېر یې خبریالان نه دي. د هغه په باور، « ستونزه هغه وخت را ټوکیږي چې خبریالان خپل مسلکي عینیت شاته پریږدي او [یوازې] لګیا وي».
رسنیزې ټکنالوژۍ د کډوالو او جلاوطنه خبریالانو لپاره د فرصتونو یوه نوې کړکۍ پرانستې ده. د زورواکو او مستبدو رژیمونو پر وړاندې د ټولنیزو شبکو او بېلابېلو پلاټفورمونو استعمال د سانسور او محتوا د کنټرول محددیتونه کم کړي، خو انفرادي توب پکې مخ پر غالب کېدو دی. دې ته زه د انفرادي (Individual journalism) یا همغه ښاروند خبریالۍ اصطلاح کاروم. انفرادي خبریالي په افرادو پورې محدوده ده او مسلکي پوهه، زده کړې، د ژورنالیزم ارزښتونه، ارونه او معیارونه پکې کم، یا بیخي په پام کې نه نیول کیږي. هرکس د خپلو شخصي وړتیاوو، امکاناتو او له خبري پېښو سره د لېوالتیا او نږدې والي له مخې خبري محتوا تولید او خپرولای شي. دا ډول خبریالي په جلاوطنۍ کې د شایعې او پروپاګند کچه لوړوي او د جلاوطنۍ د ژورنالیزم او خبریالانو اصالت زیانمنوي خو که دا په شبکه یي خبریالۍ او د خبر د خپراوۍ پر یوه مشخص ادرس بدلیږي، ارزښت او اعتبار یې خوندي کیږي.
پّه دې برخه کې د یو شمېر افغان خبریالانو هڅې پاموړ دي، ځکه د افغانستان له وضعیت نه د یوه نسبتا غوره او ناسانسوره تصویر درلودو لپاره یې نوي رسنیز او د خبریالانو د ملاتړ ادرسونه معرفي کړل. له افغانستان نه د خبریالانو له وتلو سره په بهرنیو هېوادونو کې نوې رسنۍ را وټوکېدې او ځینې پخوانۍ هغه په انلاین بڼه ژوندۍ پاتې شوې. دغه ګامونه کافي نه دي او نه هم
ټول خبریالان تر پوښښ لاندې راوستلی شي، خو لږ ترلږه د ژورنالیستانو ملاتړي بنسټونه کولای شي چې د اړیکو او همغږۍ یو ټولشموله شبکه یي رول ولوبوي.
دکوربه هېوادونو سیاستونه څه دي؟
د جرمني د بهرنیو چارو او فرهنګ وزارتونو د تېر کال په اکتوبر کې په ګډه د خبریالانو، رسنیزو کارپوهانو او د بیان ازادۍ د مدافعانو د ملاتړ لپاره یوه نوې پروژه (The Hannah Arendt Initiative) پرانېسته چې په جرمني او بهر کې د بیړنیو سکالرشیپونو او روزنیزو دورو، له لارې د خبریالانو د ملاتړ هڅه کوي. ددې پروژې له لارې چې (DW Akademie ) د اروپايي ټولنې د جلاوطنه خبریالۍ صندوق(JX Fund)، د اروپايي ټولنې د خپرونو او رسنیو د ازادۍ صندوق (ECPMF) او (MiCT) یې شریکان دي، د افغانستان، روسیې، بلاروس، اوکراین او ایران خبریالان او د رسنیو کارپوهان تر پوښښ لاندې راولي.
له دې وړاندې تېر کال کوربر شټیفټونګ د جلاوطنه خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو لپاره په هامبورګ کې کنفرانس جوړ کړی و، چې د افغان خبریالانو په ګډون پکې شاوخوا ۱۰۰ خبریالانو برخه اخستې وه. دغه راز دوی د جلاوطنه خبریالانو د مسلکي بوختونې لپاره ځینې پروژې هم لري، چې یو شمېر افغان او د نورو هېوادونو خبریالان پکې بوخت دي.
د جرمني دولت او اړوندو ادارو د افغان خبریالانو د خوندیتوب او انتقال له لومړني پړاو وروسته ځینې نور مرستندوی ګامونه هم اخستي، خو د محدود پوښښ له امله ډېر محسوس نه دي. تر ټولو مهمه مساله د خبریالانو، لیکوالو، د بشري حقونو د مدافعانو او د اکاډمیکو مراکزو د غړو کټګورایز او منسجم کول دي. په دې برخه کې ځینې لومړني او له تنګو او تړلو شرایطو سره مل ګامونه ( د سیمینارونو، روزنیزوو ورکشاپونو او لنډمهالو سکالرشیپونو په اډانه کې) اخستل شوي، خو دا ټول په شرایطو برابر خبریالان تر پوښښ لاندې نه راولي. هغه خبریالان چې د خبریالانو د ټولنو له اډانې بهر د نورو ادارو په همکارۍ تخلیه شوي، د خبریالانو د ټولنو له چتر نه بهر دي. یا د بشري حقونو هغه فعالان، لیکوالان او د پوهنتونونو استادان چې د خبریالانو د ټولنو تر چتر لاندې تخلیه شوي، د بشري حقونو او جرمني د اکاډمیکو مراکزو په پروګرامونو کې نه ترسترګو کیږي.
سالم سروري (م. نوم)، چې د بشري حقونو تر مدافع ډېر خبریال او د بشري حقونو ګزارشګر پاتې شوی، د بشري حقونو د مدافعانو ترنامه لاندې تخلیه شوی، خو هغه د بشري حقونو اړوند پروګرامونو سره ډېر هوسا نه دی. د هغه په باور، اړوندو ادارو باید تخلیه شوي افغانان د هغوی مسلکي مخینې ته په پام په اړوندو کټګوریو کې ځای پرځای کړي وای او بیا یې د خپلو ملاتړو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راوستي وای. دغه نه انسجام ددې لامل ګرځي، چې یوه ستره برخه د (The Hannah Arendt Initiative) په څېر له په پام کې نیول شویو لومړنیو بیړنیو اقداماتو بهر پاتې شي.
د جلاوطنۍ او کډوالۍ ژوند له صفره د سلو پر لور مزل دی. کډوال خبریالان او د نورو برخو څانګوال په اروپايي چاپیریال او مارکېټ کې د ځای موندنې لپاره مشورتي، د ظرفیت جوړونې او کاري فرصتونو د موندنې لنډو روزنیزو دورو ته اړتیا لري. دغه دورې له دوی سره په نوي کاري محیط کې د ځای موندلو او مسلکي شبکه یي اړیکو په جوړولو کې مرستندویې تمامیدای شي. د خبریالانو، بشري حقونو د مدافعانو، لیکوالو او اکاډمیکو مراکزو د غړو انسجام د هغوی په صنفي ټولنو کې شونی دی. د اتحادیې تر چتر لاندې د افغان خبریالانو داخلي همغږي او د جرمني له اړوندو ارګانونو او مراجعو سره اړیکې دغه انسجام رامنځته کولای شي. دغسې انسجام د نورو هېوادونو په جلاوطنه خبریالانو کې محسوس او ګټور ثابت شوی. د روسیې او بلاروس خبریالان چې د واکمنو نظامونو سرسخته منتقدان دي، په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کې تر یوه ګډ چتر لاندې له نويو چاپیریالونو سره په مسلکي تعامل او همغږۍ د جلاوطنه رسنیو پر رامنځته کولو او پراخولو بریالي شوي. له دغو تجربو نه افغان خبریالان هم ګټه اخستلای شي.

سرچينه: هڅوب مجله، دوهمه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.