تايرويډ غده

امان شمس

369

د تايرويډ غده د انسان د غاړي په مخکېنۍ برخه کې موقيعت لري او زموږ او ستاسو په بدن کې د انرژي جوړيدلو سرعت کنترولوي. لدې امله د دې غدې کم او يا له اندازي زيات فعاليت په انسانانو کې ډول ډول ستونزي منځ ته راوړي. له نېکه مرغه د دې ناروغيو تشخيص او علاج په ډير اسانۍ سره کيږي. که تاسو د تايرويډ د جګ يا ټېټ فعاليت ناروغيو نښې نښانې لرئ کورته نېږدې ډاکټر ته ورشئ چې معاينه مو کړي. د دې ناروغيو تشخيص د وينې د عادي معاينې پواسطه کيږي چې د افغانستان په شمول د نړۍ په هر کونج کې کېدی شي.

⬅️ د تايرويډ غدې له حده زيات فعاليت:
– تېز يا غير نور مال د زړه ټکان
– بې خوبي
– د وزن له لاسه ورکول
– ژر وارخطا کېدل او غوصه کېدل
– د ګرمۍ احساس
– د لاس لړزه او يا رپېدل

⬅️ د تايرويډ غدې له حده کم فعاليت:
– د ستړيا احساس
– د وزن زياتېدل
– قبض
– ژور خپګان
– جنسي کمزورتيا
– د وېښتانو نري کېدل او تويدل
– د فکري او جسمي فعاليت کمېدل

که تاسو دغه پورته اعراض او يا مشکلات لرئ دا پدې معنا نه ده چې تاسو به حتماً د تايوريډ ناروغي لرئ بلکه ستاسو معاينه بايد وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.